یکشنبه, اگست 2, 2026
Homeافغانستانخیبر کې احتجاج؛ ګډونوالو د تورخم پولې د نه پرانیستلو په غبرګون...

خیبر کې احتجاج؛ ګډونوالو د تورخم پولې د نه پرانیستلو په غبرګون کې د لویې لارې د تړلو ګواښ وکړ

د خیبر ولسوالۍ اوسېدونکو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو د پاکستان ـ افغانستان د تورخم لارې د اوږدمهاله تړل کېدو پر ضد احتجاجي غونډه وکړه او خبرداری یې ورکړ چې که دغه لار بېرته ونه پرانیستل شي، نو د پاکستان ـ افغانستان په لویه لار به پرلت ووهي.

احتجاج کوونکو ویلي، د تورخم دروازې تړل کېدو د سرحدي سیمو پر سوداګرۍ او د زرګونو خلکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی.

دوی ویلي، ټرانسپورټران، مزدوران، ګمرکي کارکوونکي، سوداګر او نور کاروباریان د لارې د بندښت له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.

د احتجاج غونډې ویناوالو پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې د تورخم د پرانیستلو لپاره ګامونه پورته کړي او د سرحدي خلکو ستونزې هوارې کړي.

تر اوسه د تورخم لارې د بیا پرانیستلو په اړه پاکستاني چارواکو څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here