د ایران حکومت په پام کې لري چې په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه یوه نوې څلور اړخیزه غونډه جوړه کړي.
د راپورونو له مخې، د دې غونډې موخه د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت ارزونه، د سیمهییزو همکاریو پیاوړتیا او د اقتصادي اړیکو په اړه د اړوندو هېوادونو ترمنځ د سلا مشورو دوام دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ، د نومبر په دویمه، په اوونیز خبري کنفرانس کې ویلي، چې تهران د دې غونډې د جوړېدو لپاره ډیپلوماتیکې هڅې پیل کړې او په دې تړاو یې د بهرنیو چارو وزارت اړوند چارواکو ترکیې او پاکستان ته کاري سفرونه هم کړي دي.
بقایي زیاته کړې، چې ایران د سیمې له وروستیو بدلونونو سره سره د افغانستان وضعیت او د سیمې پر امنیت د دغه هېواد اغېز ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د پخوانیو ورته غونډو په ترکیب کې ایران، روسیه، چین او پاکستان شامل وو؛ خو د راتلونکې غونډې د ګډونوالو هېوادونو نومونه، کره نېټه او د اجنډا جزئیات لا نه دي په ډاګه شوي.
ایران وایي، د دې نوښت موخه د افغانستان په اړه د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او ډیپلوماتیکو خبرو پیاوړتیا ده.

