د ایران په اصفهان ښار کې د دغه هېواد په یوه زندان کې دوه افغان وګړي د نشهیي توکو اړوند جرمونو په تور اعدام شوي دي.
د بشري حقونو سازمان «ههنگاو» د راپور له مخې، اعدام شوي کسان مبارک محمدي، ۴۳ کلن، او قاسم ملا امیني، ۴۹ کلن دي، چې دواړه د جوزجان ولایت د شبرغان ښار اوسېدونکي وو.
دغو دو افغانانو د اعدام حکم د روان کال د اکتوبر په ۲۱مه سهار وختي عملي شوی دی.
د ههنگاو د معلوماتو له مخې، دواړه شاوخوا دوه کاله وړاندې د نشهیي توکو د لېږد په تور د اصفهان پر لاره نیول شوي او وروسته د اصفهان د انقلاب محکمې په یوه ګډه قضیه کې د اعدام سزا ورکړې وه.
راپور زیاتوي، دواړو له خپلو کورنیو سره د ایران په مشهد ښار کې ژوند کاوه او له یو بل سره یې خپلوي هم لرله.
تر اوسه د ایران قضايي چارواکو او دولتي رسنیو د دغو دوو افغانانو د اعدام په اړه څه نه دي ویلي او نه یې دغه راپور تایید یا رد کړی دی.

