پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د عامه او تضمین شویو پورونو ټولیزه کچه د ۲۰۲۶ کال د جون تر پایه شاوخوا ۹۱ ټریلیون کلدارو ته لوړه شوې ده.
د «نیوز» ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان پورونه په تېر یوه کال کې له شپږ ټریلیون کلدارو ډېر زیات شوي، چې ډېره برخه یې د حکومت د لګښتونو د پوره کولو لپاره د کورنیو سرچینو له پورونو څخه رامنځته شوې ده.
راپور زیاتوي، چې د پاکستان حکومت د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره پر کورنیو بانکونو او مالي بنسټونو د پور اخیستو تکیه زیاته کړې ده.
د پاکستان د مالیې وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د بانکي سود د کچې لوړوالی او د پورونو د بېرته ورکړې لګښتونه د پورونو د زیاتوالي مهم لاملونه بللي دي.
د راپور له مخې، د پاکستان بهرني پورونه هم په تېر یوه کال کې له ۲۸.۰۶ ټریلیون څخه ۲۹.۳۵ ټریلیون کلدارو ته لوړ شوي، چې ۱.۲۹ ټریلیون کلدارې زیاتوالی ښيي.
بلخوا، پاکستاني رسنیو تر دې وړاندې راپور ورکړی و، چې له هند سره د سوداګریزو لارو د تړل کېدو له امله دغه هېواد ۴۰ میلیارده ډالره زیان لیدلی دی.

