سه شنبه, نوومبر 3, 2026
Homeافغانستانافغانستان؛د برېښنا څه باندې ۸۰ سلنه اړتیا له وارداتو پوره کوي

افغانستان؛د برېښنا څه باندې ۸۰ سلنه اړتیا له وارداتو پوره کوي

افغانستان د برېښنا د تولید په برخه کې د لمریزې انرژۍ پراخ ظرفیت لري، خو له دې سره سره د هېواد د برېښنا څه باندې ۸۰ سلنه اړتیا له بهرنیو هېوادونو څخه د وارداتو له لارې پوره کېږي.

د افغانستان د انرژۍ اوونۍ د جوړېدو په درشل کې ویل شوي، چې د هېواد د پاکې او باوري برېښنا د پراختیا لپاره د کورنیو او نړیوالو شریکانو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا اړینه ده.

ټاکل شوې د افغانستان د انرژۍ اوونۍ د نومبر په ۹ او ۱۰مه ترسره شي، چې د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، همکاریو او د لمریزې انرژۍ د ظرفیتونو د پراختیا لپاره به زمینه برابره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here