چهارشنبه, اگست 5, 2026
Homeسیمهخلیلزاد: پاکستان ولې د رسنیو لاسرسی محدودوي، څه پټول غواړي؟

خلیلزاد: پاکستان ولې د رسنیو لاسرسی محدودوي، څه پټول غواړي؟

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په پاکستان کې د رسنیو پر نويو محدودیتونو نیوکه کړې او پوښتنه یې کړې چې د پاکستان حکومت ولې په ټول هېواد کې د رسنیو لاسرسی په پراخه کچه محدودوي.

خلیلزاد په یوه ټویټ کې ویلي: «د پاکستان حکومت ولې د ټول هېواد په کچه د رسنیو لاسرسی په پراخه توګه محدودوي؟ څه شی پټول غواړي؟»

نوموړی دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کوي چې پاکستان د نړیوالو رسنیو د فعالیتونو لپاره نوي مقررات اعلان کړل.

د دغو مقرراتو له مخې، بهرني خبریالان او له نړیوالو رسنیو سره کارکوونکي باید د اسلام‌اباد، کراچۍ او لاهور پرته په نورو سیمو کې د راپور جوړولو لپاره له حکومت له وړاندې اجازه ترلاسه کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here