سه شنبه, اپریل 14, 2026
Homeکورپاڼهجی‌ډي ونس:توپ د ایران په میدان کې دی، که شرطونه ونه مني،...

جی‌ډي ونس:توپ د ایران په میدان کې دی، که شرطونه ونه مني، د مذاکراتو مسیر به بدل شي

د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس د فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې په اسلام‌اباد کې د ایران له پلاوي سره ۲۱ ساعته خبرې ترسره شوې دي.

هغه ویلي چې واشنګټن خپلې سرې کرښې او د انعطاف وړ برخې په روښانه ډول بیان کړې دي او اوس «توپ د ایران په میدان کې دی».

ونس د ځینو پرمختګونو یادونه کړې، خو زیاته کړې چې دواړه لوري کومې وروستۍ هوکړې ته ونه رسېدل او امریکا د وروستي او غوره وړاندیز سره د خبرو مېز پرېښود.

هغه ټینګار کړی چې اصلي سره کرښه دا ده چې ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی ونه لري او دا موضوع باید د تایید وړ وي.

د هغه په وینا، امریکا غواړي چې د لوړ غلظت غني شوی یورانیم له ایران څخه بشپړ وایستل شي او د امریکا تر کنټرول لاندې راوستل شي، او همداراز داسې میکانیزم جوړ شي چې تهران د غني‌سازۍ وړتیا ونه لري.

ونس ویلي چې ایران په ځینو مواردو کې د امریکا دریځ ته نږدې شوی، خو تر اړتیا پورې نه دی وړاندې شوی.

نوموړي همداراز د هرمز تنګي بشپړه پرانیسته د امریکا له اساسي غوښتنو څخه بللې او زیاته کړې چې که دا شرط پوره نه شي، د خبرو بهیر به بدل شي.

هغه د پاکستان له لوري د دغو خبرو د کوربتوب مننه کړې او ویلي چې که شرطونه ومنل شي، د یوه لوی تړون د ترلاسه کولو امکان شته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here