د ټيټيپي له غورځنګ څخه بېلې شوې وسلهوالې ډلې جماعت الاحرار په یوه اعلامیه کې د خپل فعالیت او موخو په اړه خپاره شوي راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د دوی دریځ، تګلاره او مبارزه روښانه ده.
د یادې ډلې په وینا، د دوی یوازینی هدف په پاکستان کې د هغه څه نافذول دي چې دوی یې بشپړ، ریښتینی او څرګند اسلامي نظام بولي، او ادعا یې کړې چې له دې هدف څخه به پر شا نه شي.
اعلامیه وروسته له هغې خپره شوې چې يو شمېر رسنيو د طالبانو حکومت او ټيټيپي ته د نږدې سرچینو له قوله ویلي و، چې ګواکې د طالبانو حکومت له ټيټيپي غوښتي څو په کورمه، خیبر او اورکزۍ سیمو کې د جماعت الاحرار د فعالیتونو مخه ونیسي.
په یاد راپور کې دا هم ویل شوي وو چې د طالبانو حکومت د جماعت الاحرار فعالیتونو ته په ناخوښۍ ګوري او دغه ډله سرغړوونکې بولي.
خو جماعت الاحرار په خپلې تازه اعلامیه کې دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د دوی په اړه ورته راپورونه پخوا هم خپاره شوي، خو د دوی په خبره، دا ډول هڅې بېپایلې پاتې شوې دي.

