د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په جلا جلا پېښو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د پولیسو په وینا، د ډېره بګټي ولسوالۍ د پیرکوه په سیمه کې ناپېژاندو وسلهوالو د یوه ځايي قبايلي مشر پر کور برید کړی چې له امله یې نوموړی وژل شوی دی.
په همدې ولسوالۍ کې د سوي په سیمه کې په یوه بله پېښه کې وسلهوالو پر یو کس ډزې کړې چې په پایله کې یې یو ایسکریم پلورونکي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بل لور ته د ډېره مراد جمالي ولسوالۍ پولیس وايي، د غلو په ډزو کې یو ځايي کس وژل شوی او د ډزو په تبادله کې یو بل ټپي شوی دی.
همداراز د جهل مګسي ولسوالۍ کې هم ناپېژاندو وسلهوالو یو کس په ډزو وژلی دی.
په یوه بله پېښه کې چې د نصيراباد ولسوالۍ اړوند فلیجي سیمه کې شوې، د دېوال د نړېدو له امله یو کس مړ شوی دی.

