دوشنبه, اگست 24, 2026
Homeافغانستانایران: افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د سرحدي او ګمرکي...

ایران: افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د سرحدي او ګمرکي خنډونو کمول اړین دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، تهران او کابل باید د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په ځانګړي ډول د سرحدي او ګمرکي خنډونو کمولو ته پام وکړي.

بقايي ویلي، د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د ایران ولسمشر په یوه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د اسانتیا په اړه خبرې کړې دي.

د هغه په وینا، له دې لیدنې وروسته د همکاریو لپاره یو شمېر عملي اقدامات هم پیل شوي او د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ تګ راتګ زیات شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تمه ښودلې چې د دغو هڅو دوام به د ایران او افغانستان ترمنځ سوداګري زیاته او شته خنډونه کم کړي.

ایران په وروستیو کې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ګمرکي بهیر د اسانتیا او د سرحدي بازارونو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې کړې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا لپاره د ایران مسیر افغانستان ته د بدیلو سوداګریزو لارو له مهمو انتخابونو بلل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here