یکشنبه, جون 28, 2026
Homeکورپاڼهایران؛د اندېشه ښار په یو سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې ۴۴ تنو ته...

ایران؛د اندېشه ښار په یو سوداګریز مرکز کې اورلګېدنې ۴۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

ایران د تهران لوېدیځ کې د اندېشې ښار په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله مرګ‌ژوبله رامنځته شوې ده.

سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه د «ارغوان» په نوم په سوداګریز مرکز کې رامنځته شوې ده.

د اور شدت دومره زیات و چې ودانۍ یې په بشپړ ډول سوځولې ده.

د ایران رسمي رسنیو د راپور له مخې، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

د ایران دولتي راډیو ټلویزیون ویلي چې چارواکو د دې پېښې د علت د څېړنې او د مسوولینو د نیولو امر کړی، چې د ودانۍ جوړوونکی هم پکې شامل بلل شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here