د اپل (Apple) شرکت د برېټانیا د حکومت پر ضد نوې حقوقي دعوه کړې او د هغه امر د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې چې له مخې یې شرکت باید د کاروونکو کوډ شویو معلوماتو ته د لاسرسي زمینه برابره کړي.
د رویټرز د راپور له مخې، اپل خپله عریضه د برېټانیا د (IPT) محکمې ته سپارلې ده.
دا قضیه د برېټانیا د حکومت له هغه امر سره تړاو لري چې له اپل غواړي د برېټانیا د کاروونکو د iCloud کوډ شویو بکاپونو ته د امنیتي ادارو د لاسرسي امکان برابر کړي.
اپل ټینګار کړی چې د خپلو خدماتو لپاره به هېڅکله امنیتي «شا دروازه» (Backdoor) رامنځته نه کړي، ځکه د شرکت په وینا دا کار د ټولو کاروونکو محرمیت او امنیت له خطر سره مخ کوي.
بل لور، د برېټانیا حکومت وایي، په هغو قضیو کې چې د ترهګرۍ، درنو جرمونو او د ماشومانو د جنسي استثمار مخنیوی په کې شامل وي، امنیتي ادارې باید د قانون له مخې د اړینو معلوماتو د ترلاسه کولو واک ولري.

