د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې په هند کې د درې شلاوریزو نړیوالو لوبو لپاره د هند کرکټ ملي لوبډلې کوربتوب کوي او رسماً یې مهالوېش او د لوبو نېټې هم په ډاګه کړې.
د کرکټ بورډ له لوري د اعلان شوي مهالوېش له مخې، د لوبلړۍ لومړۍ لوبه به د سپتمبر په ۱۳مه، دویمه په ۱۵مه او درېیمه لوبه د سپتمبر په ۱۷مه د ډهلي په ارون جېټلي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، دا لوبلړۍ د افغان لوبډلې د راتلونکو سفرونو د پروګرام برخه ده او هند په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان د ګڼو نړیوالو سیالیو کوربه پاتې شوی دی.
هند او افغانستان تر دا مهاله یوازې د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ میاشت کې د هند په کوربتوب یوه دوه اړخیزه شل اووریزه لوبلړۍ ترسره کړې او دا لومړی ځل دی چې افغانستان به یې کوربتوب کوي.

