د افغانستان کرکټ بورډ د هېواد د لوی سوداګریز لیګ «اې پي اېل» د دویم پړاو سیالیو جام رسنیز کړ او هم یې په اړه اړین جزییات په ډاګه شول.
د دویم پړاو سیالیو لپاره به د را روانې سېپټمبر میاشتې په ۲۷مه د لوبغاړو د پېرنې یا ډرافټ مراسم ترسره شي.
دا ځل به په دې لیګ کې ۲۴ لوبې ترسره شي چې په لومړي پړاو کې به ۵ واړه لوبډلې په خپلو منځونو کې دوه- دوه لوبې وکړي، ورپسې به څلور لوبډلې پلی اف او بیا دوه لوبډلې پای لوبې ته لار پیدا کړي.
تر دې دمه د افغانستان غوره لیګ د درې لوبډلو نومونه هم په ډاګه شوي چې اکسېل یونایټېډ کابل، بلخ ځوانان او کندهار واریرز د یادونې وړ دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان غوره لیګ دویم پړاو سیالیو ترسره کېدو ته افغانان له کلونو راهیسې په تمه دي او په دې وروستیو کې یې د پرلپسې ژمنو سره سره، د ځنډېدو له امله نیوکې راپورته شوې وې.

