د افغانستان او ایرلېنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه افغان لوبډلې د درې وېکټو په توپیر وګټله.
افغان لوبډلې وکولی شول د اوو وېکټو په زیان په ۴۴.۵ اوورونو کې د ۲۹۷ منډو هدف ترلاسه او بریا خپله کړي.
د افغانستان په ګټه په توپ وهنه کې رحمن الله ګربز ۷۱، راشد خان ۳۷ او صدیق الله اتل ۲۷ ډېرې منډې وکړې.
افغان لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه هم ګټلې او که را روانه لوبه کې بریا خپله کړي نو د لوبلړۍ د اتلولۍ جام به هم خپل کړي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ را روانه څلورمه لوبه د اګسټ په دولسمه ترسره کیږي.

