د ګارډین ورځپاڼې او زن ټایمز رسنۍ د ګډې څېړنې له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د افغانستان په ۱۰ ولایتونو کې د ښځو د وژنو لږ تر لږه ۲۳۱ پېښې ثبت شوې دي.
څېړنه وايي، د دغو پېښو ډېری قربانیان د خپلو مېړونو، پلرونو یا نورو نږدې خپلوانو له لوري وژل شوي دي.
د راپور له مخې، له ۲۳۱ پېښو ۵۳ یې د ځان وژنې په توګه ثبت شوې دي، خو په ډېرو کې د سخت تاوتریخوالي او وژنې نښې موجودې وې. همداراز، یوازې ۵۸ کسان د دغو قضیو په تړاو نیول شوي او په یو شمېر مواردو کې نیول شوي کسان بېرته خوشې شوي دي.
څېړنه ښيي چې د ثبت شویو پېښو تر ټولو ډېرې قربانیان په جوزجان (۳۶)، هرات (۳۲)، بدخشان (۲۸) او غزني (۲۶) ولایتونو کې وو. د قربانیانو عمرونه له پنځو کلونو تر ۶۵ کلونو پورې ښودل شوي او د وژل شویو شاوخوا اویا سلنه ښځې د کور مېرمنې وې.
راپور زیاتوي چې د ښځو د چارو وزارت، د پناهځایونو او نورو ملاتړو بنسټونو له تړل کېدو وروسته، د کورني تاوتریخوالي قربانیانو ته عدالت ته د لاسرسي لارې ډېرې محدودې شوې دي او ډېری کورنۍ د شکایت له ثبتولو هم وېرېږي.

