سرچینې وایي، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د غوراوي کمېټې پخوانی مشر اسدالله خان د مالدیف هېواد د کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی ټاکل شوی.
سرچینې زیاتوي چې اسدالله خان به همداراز د مالدیف کرکټ بورډ د ډايرکټر مسؤولیت هم پر غاړه ولري.
د کرکټ افغان څارونکو او مینه والو د اسدالله په نوې ګومارنې خوښې ښودلې او دا یې د افغانستان د کرکټ ټولنې لپاره مهمه لاسته راوړنه بللې ده.
د دوی په وینا، اسدالله خان مسلکي شخص دی او د مالدیف د کرکټ په پرمختګ او وده کې به اغېزناک رول ولوبوي.

