چهارشنبه, مې 13, 2026
Homeکورپاڼهاروپايي ټولنه:د هرمز تنګي د امنیت لپاره موږ سمندري مرستې ته چمتو...

اروپايي ټولنه:د هرمز تنګي د امنیت لپاره موږ سمندري مرستې ته چمتو یو

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشرې کایا کالاس ویلي چې اروپايي ټولنه چمتو ده د هرمز تنګي د امنیت د تأمین لپاره خپل سمندري امکانات وکاروي او په سیمه کې د ثبات د ټینګښت په هڅو کې برخه واخلي.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون هم غوښتنه کړې چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو په چوکاټ کې دې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو موضوع جدي وڅېړل شي.

اروپايي چارواکي ټینګار کوي چې د هرمز تنګي د امنیت خرابېدل د نړیوالې انرژۍ پر بازار مستقیم اغېز لري، نو ځکه د ګډو نړیوالو هڅو اړتیا ورځ تر بلې زیاتېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here