د طالبانو د فرهنګي کمیسیون پخوانی غړی مولوي ضیاءالرحمن اصغر وایي، چې ډېر ژر به د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې خلاصې شي.
ښاغلي اصغر په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې له موثقو سرچینو یې معلومات ترلاسه کړي او په خبره یې ډېر ژر به د مکاتبو دروازې د نجونو پرمخ په شرعي چوکاټ کې پرانستل شي.
هغه زیاته کړې چې د ترانسپورټ او د استادانو د معاشاتو په برخه کې درېیو عربي هیوادونو ټټر وهلی.
هغه ویلي، چې نور جزیات به ورسته له رسمي خبر څخه شریک کړو.
هغه دغه راز ویلي چې پر دغه پروسې له ډېره وخته کار شوی وو.

