شنبه, دسمبر 13, 2025
Homeافغانستانصادق خان:کابل ته د سفر معلومات مې له شهباز شریف سره شریک...

صادق خان:کابل ته د سفر معلومات مې له شهباز شریف سره شریک کړل

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، کابل ته یې د خپل وروستي سفر په اړه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته معلومات ورکړل.

صادق خان په خپله ایکس‌پاڼه له شهباز شریف سره د خپلې لیدنې خبر ورکړی.

نوموړي ویلي، چې له نواز شریف سره یې د طالبانو او پاکستان پر روانو حالاتو او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې صادق خان کابل ته راغلی و او له له لوړ پوړو طالب چارواکو سره یې وکتل.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here