د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات ویلي، طالبانو تر دې وړاندې د لویو پروژو مخه نیوله او کار کوونکي یې په ډزو وېشتل؛ خو اوس خپله د دغو پروژو د پرانېستو او تطبیق دعوې کوي.
هغه ویلي، دوی په خپل منافقت ولس نه شي غولولی او داسې وخت به راځي، چې دوی به هم لکه د بچه سقاو په څېر د عامو خلکو له لوري د خپلو اعمالو په سزا رسیږي.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تېره اوونۍ د طالبانو حکومت په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي چارو له پیل خبر ورکړ.
د یادونې ده، چې د ټاپي پروژه د جمهوریت پر مهال د ناامني له کبله ځنډېدلې وه.

