دوشنبه, دسمبر 8, 2025
Homeافغانستانزلمی خلیلزاد:د پاکستان د پارلمان پرېکړه د دغه هېواد د ډیموکراسۍ لپاره...

زلمی خلیلزاد:د پاکستان د پارلمان پرېکړه د دغه هېواد د ډیموکراسۍ لپاره شاته ګام او د خواشینۍ حالت دی

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد، د پاکستان د پارلمان وروستۍ پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي چې دا د پاکستان لپاره یوه «ناخوښه او توره ورځ» ده.

خلیلزاد دا څرګندونې پر خپله د ایکس پاڼه لیکلي او ټینګار یې کړی چې د پاکستان پارلمان په دې پرېکړې سره د هېواد پر لا پاتې ډیموکراسۍ هم سخت ټکان ورکړ.

دغه څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان پارلمان یوې نوې طرحې ته د تایید رایه ورکړې.

د سیاسي څېړونکو او منتقدینو په باور، دا طرحه به پوځ ته په سیاسي چارو کې لا زیات صلاحیتونه او واک ورکړي.

تر اوسه د یادې طرحې بشپړ جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here