چهارشنبه, مې 20, 2026
Home Blog Page 99

ضیاءالحق امرخېل:افغانستان تر هغه له نړۍ سره سیالي نه شي کولای، څو د نجونو تعلیم تضمین نه شي

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو پر دوام اندېښنه ښودلې او له مسوولینو یې د دغو بندیزونو د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي امرخېل ویلي چې د نجونو د زده‌کړو د بندېدو له امله هېواد ته لوی زیان اوښتی او زیاته کړې یې ده چې هېڅ پروژه او پروګرام نه شي کولای دا تاوان جبران کړي.

د هغه په وینا، افغانستان به تر هغه وخته د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره سیالي ونه شي کړای، څو چې د نجونو تعلیم او تحصیل تضمین نه شي.

نوموړي د طالبانو له حکومت غوښتي چې ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانېزي، څو نجونې وکولای شي خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

ډونالډ ټرمپ:نن له ایراني چارواکو سره خبرې کوم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې ایران غواړي له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي او د ده په وینا، واشنګټن هم د دې غوښتونکی دی.

ټرمپ ویلي چې ټاکل شوې نن د ټیلیفون له لارې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي، ځکه د دواړو لورو ترمنځ د مخامخ لیدنې لپاره د ځای ټاکل او د ایراني چارواکو سفر ستونزمن بلل کېږي.

هغه ټینګار کړی چې ډېر ژر به له ایراني چارواکو سره مخامخ لیدنه هم وشي.

ټرمپ زیاته کړې چې امریکا پنځه ورځنی فرصت ټاکلی او که خبرې بریالۍ شي، نو کړکېچ به حل شي، خو که نتیجه ورنه کړي، امریکا به سخت بمبار ته دوام ورکړي.

بنیامین نتانیاهو:ایران د سقوط پر لور دی، اسراییل د پرمختګ په حال کې دی

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ډونالډ ټرمپ د هغه پیغام په اړه غبرګون ښودلی چې پکې یې د ایران د انرژۍ پر تاسیساتو د احتمالي برید د ځنډولو یادونه کړې وه.

نتانیاهو ویلي چې د ایران نظام اوس د سقوط پر لور روان دی او د ده په وینا، اوسنی وضعیت د ایران د حکومت لپاره له پخوا ډېر سخت شوی دی.

د اسراییل لومړي وزیر زیاته کړې چې دوی هڅه کوي اسراییل داسې ځای ته ورسوي چې تر دې مخکې هېڅکله نه و رسېدلی.

نوموړي ویلي:«موږ هڅه کوو اسراییل داسې کچې ته ورسوو چې مخکې هېڅکله نه و، او ایران داسې حالت ته ورسوو چې مخکې هېڅکله نه و رسېدلې؛ هغوی ښکته دي او موږ پورته یو.»

د نړیوالو کړکېچونو سربېره؛د سرو زرو بیعه د تمې خلاف کچې ته راټیټه شوې

د معلوماتو له مخې، په وروستیو ورځو کې د سرو زرو بیه په چټک ډول راټیټه شوې او یوازې په یوه ورځ کې شاوخوا ۶ سلنه کموالی ثبت شوی دی.

اوس د یو اونس سرو زرو بیه تر ۴۲۰۰ ډالرو پورې راټیټه شوې، چې دا د تېرو څو میاشتو تر ټولو ټیټه کچه بلل کېږي.

اقتصادي شنونکي وایي، د بانکي سود کچې لوړوالی او د پانګوالو له لوري د خطر کمولو هڅې د دې لامل شوي چې له سرو زرو پانګه ووځي او نورو سکتورونو ته ولاړه شي.

همداراز، د نړیوالو اسعارو ثبات هم د سرو زرو پر بازار اغېز کړی دی.

دغه بدلون یوازې نړیوالو بازارونو پورې محدود نه دی، بلکې په افغانستان کې هم د سرو زرو بیې ښکته شوې دي.

د کابل په بازارونو کې د یو ګرام سرو زرو بیه په سلګونو افغانیو راکمه شوې، چې د خلکو د پېرلو توان یې یو څه زیات کړی دی.

فارس خبري اژانس:له ټرمپ سره هیڅ مستقیم یا غیرمستقیم تماس نه دی نیول شوی، بلکې ویریدلی

0

د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي په دوام، د دواړو لورو څرګندونو یو بل سره ټکر پیدا کړی دی.

د ایران دولتي رسنۍ فارس خبري اژانس د یوه ایراني دولتي سرچینې په حواله ادعا کړې چې له ټرمپ سره هېڅ ډول اړیکه نه ده شوې، او نوموړی یوازې د ایران د احتمالي پراخو بریدونو له وېرې شاتګ ته اړ شوی دی.

په ورته وخت کې، ډونالډ ټرمپ بیا ادعا کوي چې له ایران سره د خبرو اترو وروسته یې د انرژۍ پر زیربناوو احتمالي برید د پنځو ورځو لپاره ځنډولی دي.

ډونالډ ټرمپ؛د ایران د برېښنا او انرژۍ په تاسیساتو بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډول

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، چې د ایران سره د وروستیو ډیپلوماتیکو خبرو له مثبت پرمختګ وروسته، واشنګټن پرېکړه کړې چې پر ایراني انرژۍ تاسیساتو پلان شوي پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي.

ټرمپ په خپله ایکس ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال ویلي، په تېرو دوو ورځو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ «ژورې، مفصلې او رغنده» خبرې شوې دي چې هدف یې د منځني ختیځ د شخړو بشپړ حل دی.

هغه زیاته کړې چې دا خبرې به د اوونۍ تر پایه دوام ومومي.

د نوموړي په وینا، د بریدونو ځنډول د خبرو د بریالیتوب پورې تړلي دي، او که مذاکرات مثبت لوري ته ولاړ شي، ښايي کړکېچ لا کم شي.

ډونالډ ټرمپ وړاندې ایران ته ۴۸ساعته مهلت ورکړی و، که یې د هرمز تنګی خلاص نکړ د ایران د انرژۍ او برښنا په تاسیساتو به بریدونه وکړي.

رحمت الله نبیل:د نجونو پر زده کړو بندیز د هېواد له سرنوشت سره ښکاره مخالفت دی

د ملي امنیت پخواني رئیس، رحمت‌الله نبیل، ویلي، د طالبانو حکومت له‌خوا د مکتبونو بندول یوازې د زده‌کړې دروازې نه بلکې د افغانستان د راتلونکي دروازې هم تړلي دي.

هغه ټینګار کړی چې دغه اقدام یوازې سیاسي یا مذهبي پرېکړه نه ده، بلکې د هېواد د سرنوشت سره ښکاره مخالفت دی.

نبیل ویلي: «کله چې جهل تقدس شي، تیاره حاکمېږي. طالبان هغه طاغوت دی چې افغانستان یې له رڼا څخه تیارو ته ورکاږلی، خو هیڅ تیاره تلپاتې نه ده؛ رڼا به خپله لار ومومي.»

افغانان د دې بندیز پر وړاندې د زده‌کړې د حق د ملاتړ غږ پورته کوي او هیله لري چې د تعلیم دروازې ژر بیرته پرانستل شي.

ډان ورڅپاڼه:پاکستان د ترهګرۍ نړیوال نوملړ کې لومړی مقام خپل کړی

0

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان د لومړي ځل لپاره د نړیوال ترهګرۍ شاخص په درجه‌بندۍ کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ له خوا خپور شوي د ۲۰۲۶ کال راپور ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې په پاکستان کې د ترهګرۍ اړوند مړینې زیاتې شوې او شمېر یې ۱۱۳۹ ته رسېدلی دی.

راپور وايي چې د امنیتي وضعیت خرابېدو یو مهم لامل د تحریک طالبان پاکستان له لوري زیات شوي بریدونه او د افغانستان له پولې سره نږدې سیمو کې تاوتریخوالی دی.

د راپور له مخې، دا ډله په پاکستان کې تر ټولو وژونکې وسله واله ډله بلل شوې ده.

ډان ورځپاڼه زیاتوي چې د ۱۶۳ هېوادونو په درجه‌بندۍ کې پاکستان تر ټولو ډېر د ترهګرۍ اغېزمن هېواد بلل شوی او دا په داسې حال کې ده چې تېر کال یې دوهم مقام درلود.

ریچارډ بېنټ:افغانستان لا هم یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته زده‌کړو نه محرومې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ یو ځل بیا د طالبانو له حکومت وغوښتل چې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه ژر تر ژره لرې کړي.

نوموړي د نوي کال په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې افغانستان اوس هم یوازینی هېواد دی چېرته چې نوی تعلیمي کال د نجونو د زده‌کړو له دوام پرته پیلېږي، ځکه نجونې لا هم له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه لري.

د هغه په وینا، دا محدودیتونه د بشري حقونو له اساسي اصولو سره په ټکر کې دي او که دوام وکړي، نو د هېواد د راتلونکې لپاره به جدي پایلې ولري.

بېنټ ټینګار کړی چې زده‌کړه د هر انسان بنسټیز حق دی او باید بې له ځنډه بېرته اجازه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له ۱۶۴۸ ورځو راهیسې، د طالبانو حکومت د مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده په امر، له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی دی، چې د څلورو کلونو او ۱۸۸ ورځو په تېرولو سره لا هم د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو هېڅ پلان یا ژمنه نشته.

نیویارک ټایمز:د ایران شخړې د افغان کډوالو کار او زده‌کړو ته زیان رسولی

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، چې د د کډوالۍ نړیوال سازمان پر شمېرو ولاړ دی، د مارچ میاشتې په لومړیو دوو اوونیو کې له ایران څخه تر ۷۰ زرو ډېر افغانان بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

په همدې موده کې له ۲۲ زرو ډېر کسان له افغانستانه ایران ته تللي دي.

راپور زیاتوي چې په ایران کې روانو شخړو د افغان کډوالو د زده‌کړو او کار بهیر سخت اغېزمن کړی، او لسګونه کسان پکې ټپیان شوي هم دي.

یو شمېر هغه کډوال چې بېرته هېواد ته ستانه شوي، وایي د تهران په یوه د تېلو زېرمتون د هوايي بریدونو له امله له تنفسي ستونزو سره مخ شوي دي.

د اقتصادي برخې په اړه ویل شوي چې که څه هم د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري بشپړه نه ده درېدلې، خو افغان موټرچلوونکي شکایت کوي چې هغه مالونه چې پخوا د ایران له بندرونو څخه افغانستان ته راتلل، اوس نه رارسېږي.

همدارنګه، د دواړو هېوادونو ترمنځ د صرافانو د اړیکو د پرې کېدو له امله، افغان کډوال نور نشي کولای خپلې کورنۍ ته پیسې ولېږي، چې دې چارې د کورنیو پر اقتصادي وضعیت جدي اغېز کړی دی.