چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 99

بلوچستان؛د برخان ولسوالۍ په رخني ټاون سیمه کې شپږ مړي موندل شوي

0

د پاکستان د بلوچستان ایالت د برخان ولسوالۍ اړوند د رخني ټاون څخه د قانون پلي کوونکو ادارو شپږ مړي موندلي دي.

د رسمي سرچینو په وینا، مړي د رخانې روغتون ته لېږدول شوي څو پرې د عدلي طب قانوني چارې ترسره شي.

سرچینو ویلي، چې دغه کسان په مرمیو ویشتل شوي دي.

د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

حبیب الرحمن حکمتیار حمدالله نعماني ته:قصدي کمښت ته د شرعي اضطرار نوم ورکول ناسم دي، نارینه ډاکتر محرم نه ګرځي

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر حمدالله نعماني د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې:«نارینه ډاکتران د ښځینه ناروغانو لپاره محرم دي او کولای شي هغوی معاينه کړي.» ویلي چې قصدي محدودیت ته د شرعي اضطرار نوم ورکول له اسلامي فقهي اصولو سره سمون نه لري.

نوموړي د ښځینه ډاکترانو د کمښت او د نارینه ډاکتر د “محرم” بللو ترمنځ تناقض ته په اشارې ویلي، په شریعت کې محرم ځانګړی تعریف لري او ډاکتر د درملنې له امله محرم نه ګرځي، بلکې یوازې د بیړني حالت او د ضرورت په اندازه اجازه لري.

هغه ټینګار کړی چې که د ښځو پر زده کړو بندیز ولګول شي او بیا د همدې کمښت پلمه وکارول شي، دا شرعي اضطرار نه شي بلل کېدای.

د ده په وینا، اسلامي حل لاره دا ده چې ښځو ته د طب په برخه کې د زده کړو او کار زمینه برابره شي.

د یادونې ده چې د حمدالله نعماني دغې څرګندونو د ګڼو خلکو توند غبرکونونه راپارولي دي.

خیبر پښتونخوا؛د ډېره اسماعیل خان په یارک کې د پولیسو پر پوستې برید کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په یارک سیمه کې تېره شپه وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د پولیسو په وینا، وسله والو په برید کې دوه سرکاري ګاډي سوځولي او د لویې لارې تګ راتګ یې ګډوډ کړی دی.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې یو پولیس سرتېری او د ګمرک یو چارواکی وژل شوي او دوه نور پولیس ټپیان شوي دي.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د درملنې لاندې دي.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د برید کوونکو د نیولو لپاره یې لټون عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه د پېښې بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.

علي خامنه‌ای:د ایران د توغندیو په اړه د امریکا لاسوهنه بې‌ځایه ده

0

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌ای ویلي چې ایران باید داسې قوي وسلې ولري چې د دښمن تر پښو لاندې نه شي.

هغه ټینګار کړی چې د هېواد دفاعي توان د ملي امنیت د ساتنې لپاره اړین دی.

خامنه‌ای زیاته کړې چې امریکا بې‌ځایه د ایران د توغندیو او د هغوی د واټن په اړه لاسوهنه کوي او دا موضوع امریکا پورې هېڅ تړاو نه لري.

د هغه په وینا، د ایران دفاعي پروګرامونه خپلواک دي او د بهرنیو فشارونو له مخې نه تنظیمېږي او په وینا یې د سوله‌ییزې اټومي ټکنالوژۍ صنعت د هېواد د مدیریت، انرژۍ تولید او علمي پرمختګ لپاره دی، نه د جګړې لپاره.

خامنه‌ای ټینګار کړی چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري.

د ایران ستر مشر خبرداری ورکړی چې که مخالف لوری کومه تېروتنه وکړي، نو د پایلو مسوولیت به یې پر خپله غاړه وي.

خامنه‌ای ویلي چې د امریکا د امپراتورۍ د زوال له نښو څخه یوه هم دا ده چې سیاستونه یې له منطق څخه لېرې شوي دي.

بنګله‌دیش؛طارق رحمان د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه

0

د بنګله‌دیش د ملي‌پال ګوند مشر، طارق رحمان د سې شنبې په ورځ د بنګله‌دیش د لومړي وزیر په توګه لوړه وکړه.

دا پېښه په سویلي اسیا کې د دغه هېواد لپاره د سیاسي بدلون یوه مهمه نښه بلل کېږي، په ځانګړي ډول له هغې وروسته چې هېواد له یو کړکېچن او ترینګلي سیاسي پړاو څخه تېر شوی و.

۶۰ کلن رحمان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې خالده ضیا او د وژل شوي ولسمشر ضیاءالرحمن زوی دی.

هغه وروسته له هغه چې ګوند یې په پارلماني ټاکنو کې څرګنده بریا خپله کړه، په رسمي توګه د حکومت مشري پر غاړه واخیسته او د نوي حکومت د جوړولو بهیر یې پیل کړ.

سیاسي شنونکي وایي، د نوموړي واک ته رسېدل ښايي د هېواد په کورني سیاست، اقتصاد او بهرنۍ تګلارې کې نوې پرمختګونه او بدلونونه رامنځته کړي.

د نړۍ مشرانو؛د روژې په مناسبت مسلمانانو ته د یووالي او سولې پیغامونه ورکړي دي

د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د نړۍ یو شمېر مشرانو مسلمانانو ته د مبارکۍ پیغامونه استولي او دا میاشت یې د تفکر، مهربانۍ او یووالي فرصت بللی دی.

د سعودي عربستان له رسمي اعلان سره سم، چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د رمضان المبارک لومړۍ ورځ ټاکل شوې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل پیغام کې روژه د روح د نوې کېدو، دعا او د خدای د نعمتونو د قدر کولو وخت وباله او هیله یې وښوده چې دا میاشت دې نړۍ ته د سولې او برکت زېری راوړي.

د برېتانیا پاچا چارلس درېیم او لومړي وزیر کې‌یر سټارمر هم مسلمانانو ته مبارکي ویلې او دا میاشت یې د یووالي او هیلو وخت یاد کړی دی.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني روژه د تفکر او دعا فرصت بللی، او د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په خپل پیغام کې ویلي چې دا میاشت باید د جګړو، لوږې او بې‌ځایه کېدو له امله ځپل شویو خلکو لپاره د خواخوږۍ او ملاتړ پیغام تازه کړي.

همدارنګه، د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي او د لندن ښاروال صادق خان هم روژه د کلتوري تنوع، بښنې او مینې میاشت بللې ده.

عباس عراقچي:د ایران او امریکا ترمنځ مذاکراتو کې عمومي اصولو باندې توافق شوی؛ خو بشپړ هوکړه وخت ته اړتیا لري

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د جینوا د مذاکراتو په اړه ویلي چې دواړو خواوو په یو شمېر اساسي اصولو عمومي توافق کړی دی او پر اساس به یې د احتمالي توافق متن جوړ شي.

هغه زیاته کړې چې دا ددې معنی نه ورکوي چې ژر به بشپړ توافق ته ورسېږي، خو د مذاکراتو لاره پیل شوې ده.

عراقچي همدارنګه ویلي چې په دې پړاو کې د تیرې دورې په پرتله جدي بحثونه شوي، فضاء جوړونکې وه او بېلابېل نظریات څېړل شوي.

د هغه په وینا، دواړه لوري خپلې مواضع لري او د هغو نږدې کېدل به لږ وخت واخلي.

تازه خبرد طالبانو حکومت سترې محکمې هم سبا د روژې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه

د طالبانو حکومت سترې محکمې او د رویت هلال مرکزي هیئت د میاشتې لیدلو د شاهدیو تر ترلاسه کولو وروسته اعلان کړی چې سبا چهارشنبه د روژې مبارکې لومړۍ ورځ ده.

سترې محکمې ویلي، چې د افغانستان په پروان، کندهار، هلمند او زابل ولایتونو کې د رمضان میاشت لیدل شوې او سبا د روژې میاشتې لومړۍ ورځ ده.

عاجل خبرسبا د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د روژۍ مبارکې میاشتې لومړۍ نیټه ده

0

د سعودي عربستان الحرمين پاڼې اعلان کړی چې د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې هلال لیدل شوی دی.

د اعلان له مخې، چهارشنبه د ۲۰۲۶م کال د فبرورۍ ۱۸مه د روژې لومړۍ ورځ ده.

د سعودي الحرمین ادارې ټولو مسلمانانو ته د رمضان مبارکي ویلې.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت سترې محکمې تر اوسه د روژې په اړه څه نه دي ویلي.

حمدالله فطرت:د سعودي په منځکړیتوب مو درې پاکستاني سرتېري خوشې کړل

د طالبانو حکومت د هغې تګلارې له مخې چې له ټولو هېوادونو سره د مثبتو او متوازنو اړیکو پر پراختیا ټینګار کوي، د روژې مبارکې میاشتې د رارسېدو په درناوي، درې پاکستاني نظامیان د سعودي عربستان په غوښتنه ازاد کړل.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، یاد سرتېري د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۰مه، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د اکتوبر له ۱۲مې سره برابره ده، د سرحدي نښتو پر مهال اسیران شوي وو.

نوموړي زیاته کړې چې دغه سرتېري د سعودي عربستان له لوري کابل ته د راغلي مذاکراتي پلاوي ته وسپارل شول، څو د اعتماد فضا رامنځته شي او د “اسلامي امارت” د حسن نیت پیغام سیمې او نړۍ ته ورسول شي.

فطرت، ټینګار کړی چې دا اقدام د سولې، تفاهم او ورورګلوۍ په روحیه کې ترسره شوی او غواړي له ټولو هېوادونو سره خپلې سیاسي او ډیپلوماټیکې اړیکې د متقابل درناوي پر بنسټ پیاوړې کړي.