چهارشنبه, اپریل 15, 2026
Home Blog Page 98

د امریکا د انرژۍ وزیر:ایران به د اټومي وسلو له ترلاسه کولو منع کړو

0

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایت خبرداری ورکړی چې متحده ایالات به په هره ممکنه لاره د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي.

هغه ټینګار کړی چې ډونالډ ټرمپ په کلکه باور لري چې په اټومي وسلو سمبال ایران د منلو وړ نه دی.

رایت ویلي، ایراني چارواکو په ښکاره توګه ویلي چې له اټومي وسلو سره به څه وکړي، او دا چاره په بشپړه توګه د منلو وړ نه ده.

د هغه په وینا، امریکا به د ایران د اټومي وسلو پر لور حرکت ودروي او د مخنیوي سیاست به پیاوړی کړي.

بریتانیا؛د سټېنسټېډ هوایي ډګر له لارې د ښځو د انتقال په اړه د اپسټین الوتنې څېړل کېږي

0

د برېتانیا پولیس د جېفري اپسټین د احتمالي فعالیتونو په تړاو ارزوي چې ایا هغه د د لندن سټېنسټېډ هوايي ډګر له لارې ښځې په شخصي الوتنو کې لېږدولې که نه.

د اېسکس پولیسو ویلي، د نوموړي ټولې د تګ‌راتګ الوتنې تر ارزونې لاندې دي.

په همدې حال کې د رویټرز او ایپسوس سروې ښيي چې ډېری امریکایان باور لري شتمن او ځواکمن کسان په اسانۍ حساب ورکولو ته نه اړ کېږي.

د ګډونوالو ۶۹ سلنه ویلي چې د اپسټین دوسیه دا انګېرنه پیاوړې کوي، او ۱۷ سلنه نور هم تر یوه بریده ورسره موافق دي.

د امریکا د عدلیې وزارت له لوري خپرو شویو اسنادو کې د سیاست، سوداګرۍ او اکاډمیکو کړیو ګڼ مشهور نومونه یاد شوي.

د یادونې ده چې اپسټین په ۲۰۰۸ کال کې پر ځینو تورونو اعتراف کړی و او په ۲۰۱۹ کال کې په نیویارک زندان کې مړ شو، چې مرګ یې ځان وژنه بلل شوې ده.

دې قضیه د ډونالډ ټرمپ لپاره هم سیاسي فشارونه زیات کړي، ځکه منتقدان وايي حکومت ټول معلومات نه دي افشا کړي.

اکسیوس:ټرمپ ښايي له ایران سره لویې جګړې ته نږدې شوی وي

0

د امریکايي خبري وېب‌سایټ اکسیوس په راپور کې ویل شوي چې ډونالډ ټرمپ ښايي له ایران سره د یوې لویې جګړې پر لور روان وي.

باخبره سرچینو دې رسنۍ ته ویلي، د امریکا احتمالي برید چې د اسراییل په ملتیا ترسره کېدای شي، ممکن تر تمې ژر او په خورا پراخو ابعادو پیل شي.

د راپور له مخې، دوو اسراییلي چارواکو ویلي چې د اسرائیل حکومت، چې د «اعظمي سناریو» په لټه کې دی او د ایران د اټومي او توغندیزو پروګرامونو په نښه کول غواړي، د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې د جګړې احتمال ته چمتووالی نیسي.

اکسیوس د سرچینو له قوله زیاته کړې چې د امریکا هر ډول پوځي عملیات به ښايي څو اوونۍ دوام وکړي او د محدود برید پر ځای به بشپړې جګړې ته ورته وي.

د یوه سلاکار په وینا، د ټرمپ د پوځي اقدام احتمال په راتلونکو څو اوونیو کې شاوخوا ۹۰ سلنه اټکل شوی دی.

نورستان؛د ماوي کانونو قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې د ۱۱۳ میلیونه افغانۍ په ارزښت وپلورل شوې

د نورستان ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ماوي کانونو څخه څه باندې ۱۱ نیم سوه کیلو ګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، چې پکې کنزیت، بیروج، بلور او مارګنیټ شامل دي، د ازادې بولۍ له لارې وپلورل شوې.

د دې ډبرو د پلور قیمت ۱۱۳ میلیونه او ۵۶۹ زره افغانۍ ټاکل شوی، چې له دې څخه ۱۱ میلیونه او ۳۵۶ زره افغانۍ به د دولت خزانې ته ورسیږي.

په بولۍ کې ۸۵ سوداګرو ګډون کړی و.

چارواکي وايي چې د کانونو قانوني استخراج او شفاف پلور د عوایدو زیاتوالی او سیمه‌ییزه اقتصادي پیاوړتیا تضمینوي.

اسراییلي چارواکی:د امریکا او ایران ترمنځ جګړه ښايي په راتلونکو ورځو کې پیل شي

0

د اسراییلو د پوځ د پوځي استخباراتو پخواني مشر، آموس یادلین، ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي شخړه ښايي په راتلونکو ورځو کې پيل شي.

هغه ويلي: «يو ستر ځواکمن هېواد په څو ورځو کې جګړې ته نه ننوځي، او يوه ډيپلوماتيکه لاره شته چې بايد په بشپړه توګه وازمویل شي.»

یادلین، چې اوس د ملي امنيت په برخه کې د يوې مشورتي کمپنۍ مشري کوي، زياته کړې چې ډېری کسان له دغه بريد سره مخالف دي، خو ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې او هوډمن دی.

نوموړي دغه راز ويلي چې دا لا روښانه نه ده چې پنټاګون غواړي له دې اقدام څخه څه ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت:کندهار کې ګاونډي هیواد پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه ونیول شوه

د طالبانو حکومت د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د پنځمې سرحدي محمد لواء د کشف او استخباراتو منسوبینو، د عملیاتو په ترڅ کې د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ په شنه نري د ونکي سیمه او د بولدک په بازار کې د وسلو او مهماتو یوه لویه اندازه کشف او ضبط کړې چې په وینا یې غوښتل یې ګاونډي هېواد پاکستان ته قاچاق شي.

د یادې قول اردو د معلوماتو له مخې، په نیول شویو وسلو او مهماتو کې یو میل روسي ثقیل، دوه میله M16 کارمولیان، ۱۸۸۰ مرمۍ د کلاشینکوف، ۵۰۰ مرمۍ د کارمولي او یو عراده هنډا موټرسایکل شامل دي، چې د قاچاق د شبکې له لوري د پولې هاخوا د انتقال په موخه چمتو شوي وو.

د طالبانو حکومت ټینګار کړی چې هیڅوک نه پرېږدي تر څو د افغانستان له خاورې ګاونډي هیوادونو ته غیر قانوني اقدامات وشي.

حامد کرزی:راشد خان ته د ۷۰۰ ویکټو د پوره کېدو مبارکي وایم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزی د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ستوري راشد خان ته د شل اوریزو سیالیو (T20) په تاریخ کې د ۷۰۰ ویکټو د پوره کولو مبارکي ورکړې.

حامد کرزي په خپل پیغام کې ویلي، چې د راشد خان دا بې‌ساری موفقیت نه یوازې د هغه شخصي لاسته راوړنه ده، بلکې د ټول افغانستان د کرکټ ملي لوبډله او د هېواد د سپورتي تاریخ لپاره یو لوی ویاړ ګڼل کېږي.

نوموړي همداراز د ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو او افغان ورزشکارانو ته د لا ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د افغان لوبغاړو نړیوالې بریاوې د ملت مورال لوړوي او د هېواد مثبت تصویر نړۍ ته وړاندې کوي.

بلوچستان؛د برخان ولسوالۍ په رخني ټاون سیمه کې شپږ مړي موندل شوي

0

د پاکستان د بلوچستان ایالت د برخان ولسوالۍ اړوند د رخني ټاون څخه د قانون پلي کوونکو ادارو شپږ مړي موندلي دي.

د رسمي سرچینو په وینا، مړي د رخانې روغتون ته لېږدول شوي څو پرې د عدلي طب قانوني چارې ترسره شي.

سرچینو ویلي، چې دغه کسان په مرمیو ویشتل شوي دي.

د دې پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزئیات تر اوسه نه دي خپاره شوي.

حبیب الرحمن حکمتیار حمدالله نعماني ته:قصدي کمښت ته د شرعي اضطرار نوم ورکول ناسم دي، نارینه ډاکتر محرم نه ګرځي

د ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمن حکمتیار د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر حمدالله نعماني د هغه څرګندونو په غبرګون کې چې:«نارینه ډاکتران د ښځینه ناروغانو لپاره محرم دي او کولای شي هغوی معاينه کړي.» ویلي چې قصدي محدودیت ته د شرعي اضطرار نوم ورکول له اسلامي فقهي اصولو سره سمون نه لري.

نوموړي د ښځینه ډاکترانو د کمښت او د نارینه ډاکتر د “محرم” بللو ترمنځ تناقض ته په اشارې ویلي، په شریعت کې محرم ځانګړی تعریف لري او ډاکتر د درملنې له امله محرم نه ګرځي، بلکې یوازې د بیړني حالت او د ضرورت په اندازه اجازه لري.

هغه ټینګار کړی چې که د ښځو پر زده کړو بندیز ولګول شي او بیا د همدې کمښت پلمه وکارول شي، دا شرعي اضطرار نه شي بلل کېدای.

د ده په وینا، اسلامي حل لاره دا ده چې ښځو ته د طب په برخه کې د زده کړو او کار زمینه برابره شي.

د یادونې ده چې د حمدالله نعماني دغې څرګندونو د ګڼو خلکو توند غبرکونونه راپارولي دي.

خیبر پښتونخوا؛د ډېره اسماعیل خان په یارک کې د پولیسو پر پوستې برید کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په یارک سیمه کې تېره شپه وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د پولیسو په وینا، وسله والو په برید کې دوه سرکاري ګاډي سوځولي او د لویې لارې تګ راتګ یې ګډوډ کړی دی.

د راپورونو له مخې، په دې برید کې یو پولیس سرتېری او د ګمرک یو چارواکی وژل شوي او دوه نور پولیس ټپیان شوي دي.

ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د درملنې لاندې دي.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د برید کوونکو د نیولو لپاره یې لټون عملیات پیل کړي دي.

تر اوسه د پېښې بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.