جمعه, جون 5, 2026
Home Blog Page 966

د تورخم دروازه؛د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه

د ننګرهار د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصير زابلي ويلي، چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.

د هغه په خبره، دا دروازه نن سهار اته بجې پرانېستل شوه.

زابلي ویلي، تېره شپه د تورخم کميسارۍ او پاکستاني لوري په دې اړه خبرې کړې وې.

د یادونې ده چې څلور ورځې مخکې د مومندرې ولسوالۍ د غوړکي په سيمه کې پاکستانیو ځواکونو پر افغان طالبانو د يوې پوستې د جوړولو پرمهال ډزې وکړي، چې بیا له نښتې وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ:نړۍوال دې د طالبانو پر وړاندې غوڅ اقدام وکړي

د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل یو وار بیا غندلي.

دوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د دغه غیر قانوني کړنې پر وړاندې اقدام وکړي.

دوی د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نجونو تصویر په بشپړ ډول وژل شوی.

د دوی په باور، په دې برخه کې د نړۍ والې ټولنې غوڅ اقدام غوره پایلې لرلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د اسد ۲۴مه د طالبانو حکومت واک ته د رسېدو خپله درېیمه کلیزه ولمانځله او د نجونو د زده کړو د خلاصون هېڅ څرک نه لېدل کېږی.

سیاسي شنونکي:د طالبانو راتګ سره افغانستان پخوانیو پیړیو ته ستون شو

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکو د اګست پنخلسمه توره ورځ بللې ده.

دوی ویلي، پر افغانستان د طالبانو حکومت بیا واکمني د افغانستان په تاریخ کې یو تریخ فصل دی.

د شنونکو په باور، د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته افغانستان پخوانیو پیړیو ته ستون شو.

دا په داسې حال کې ده د اګست په پنځلسمه له شل کاله واکمنۍ وروشته جمهوریت ړنګ او پر ځای یې طالبان راغلل.

د هېواد ډېری اوسېدونکي هم دا ورځ د تورې ورځ په نامه نوموي او وایي چې د طالبانو واکمنۍ له نجونو د زده کړو، کار او ډېری نور حقونه واخیستل او همداسې د ځوانانو ژوند هم ورځ تر بلې د سختۍ خواته روان دی.

هېره دې نه وي چې پرون د اسد ۲۴مه طالبانو د خپلې بریا درېیمه کلیزه ولمانځله او دا ورځ یې د فتحې په نوم ونوموله.

یونسکو:طالبانو د افغانستان دوه لسیزې پرمختګونه له منځه یوړل

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان یونسکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ۱.۴ میلیونو نجونو له زده کړو بې برخې کولو سره د یوه نسل راتلونکې له ګواښ سره مخ کړې ده.

طالبان د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴مه واک ته ورسېدل او په راتلونکي کال کې یې د نجونو په ثانوي او لوړو زده کړو بندیز ولګاوه.

یونسکو زیاته کړې چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په لومړنیو ښوونځیو کې د نارینه او ښځینه زده کوونکو شمیر ۱،۱ میلیونه کم شوی دی.

یونسکو ویلي چې د وتلو په اړه اندیښمن دي او کیدای شي چې زموږ وتل د ماشومانو په کم عمر کې کار او د کم عمره ودونو د زیاتوالي لامل شي.

یاد سازمان همدا راز ویلې چې یوازې په دریو کلونو کې طالب چارواکو په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې نږدې دوه لسیزې دوامدار پرمختګونه له منځه یوړل او اوس د ټول نسل راتلونکی په خطر کې دی.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو پنځه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې د کابل شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د یو برید په نتیجه کې یې پنځه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.

دغه جبهې ویلي چې دا برید یې څو شېبې وړاندې ۸ بجې شاوخوا د «بختران قلعه، چهاردهي سړک» په سیمه کې ترسره کړو.

یادې جبهې زیاته کړې چې د دغه برید په نتیجه کې د طالبانو پوسته یې له منځه وړې.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

استاد سیاف:د افغانستان نظام د یوې شرمونکې دسیسې او جوړجاړي په پایله کې لمنځه ولاړ

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف د طالبانو حکومت د درېیمې کلیزې په مناسبت نن په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې درې کاله وړاندې د افغانستان رژیم د یوې شرمونکې دسیسې او جوړجاړي په پایله کې ړنګ شو.

استاد سیاف ویلي چې په دې ورځ ښځې د کار او زده کړې له حق څخه بې برخې شوې او ټول دولتي جوړښتونه، بنسټونه ، بشري حقونه او بشري ارزښتونه تر پښو لاندې شول.

نوموړي زیاته کړې چې ډېری بې روزګاره ځوانان سیندونو کې د کبانو خوراک شول چې دا ظلمونه د اسلام تر نامه لاندې د طالبانو له لورې تر سره شوي دي.

دغه پخواني جهادي مشر طالبانو ته وړاندیز کړی چې که له ملت سره خواخوږي لري؛ نو ژر تر ژره دې د سولې خبرې پیل کړي.

هغه ویلي که د سولې خبرې ونه شي، طالبان به ټول هېواد او هېوادوال له سختو ستونزو سره مخ کړي.

سرچینې:څو شېبې وړاندې د کابل دارالامان کې چاودنه شوې

څو شېبې وړاندې د کابل په دارالامان سیمه کې چاودنه شوې.

یوې ځایي سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې دا چاودنه شاوخوا ۸ بجې رامنځته شوې.

د دغې چاودنې د مرګ ژوبلې او نوعیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو حکومت هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصف درانی:طالبان دې د ټي ټي پي غړي موږ ته وسپاري، ستونزه به حل شي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، که طالبان د تحریک طالبان پاکستان اړوند کسان اسلام اباد ته وسپاري، ستونزه به حل شي.

دراني دا هم ویلي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد باید اقدام وشي.

نوموړي دا هم ویلي، هغه کسان چې د تحریک طالبان پاکستان غړي دي او په افغانستان کې شتون لري، باید پر وړاندې یې اقدامات وشي.

دراني ټینګار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان پناه ځایونه په افغانستان کې دي او د دغې ډلې له خوا کارول شوې وسلې شکمنې ښکاري.

د دراني دا مرکه چې نن خپره شوې، پکې یې د طالبانو حکومت ته د درېیمې کلیزې مبارکي ویلې او هیله یې څرګنده کړه چې طالبان به په خپل هېواد کې سولې، یووالي او د خلکو حقونو ته درناوي ته ژمن وي.

هرات کې؛اورلګېدنې لسګونه موټرونه سوځولي

د هرات د مرکز اړوند د مولوي ټانک په سیمه کې د اسلام قلعه د ګمرک په ګودام کې اورلګېدنې خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اړولي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې، دغه اور لګېدنه نن ماسپښېن دوه نېمې بجې رامنځته شوې وه.

ځایي سرچینې وایي چې په دغه اورلګېدنه کې تر ۴۵ ډېر کانټینر موټر سوځېدلي او سلګونه ميليونه افغانۍ د موټرونو او مالونو د سوځېدو له امله خلکو ته زیان اوښتی.

یاده اورلګېدنه تر اوسه مهار شوې نه ده.

ددغه اورلګېدنې د رامنځته کېدو علت تر اوسه په ډاګه شوی نه دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه ددغې اورلګېدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د ملي ازادۍ ګوند:طالبان یوه استخباراتي ډله ده او د ځینو تروریستي هېوادونو په اشاره د ولس برخلیک ټاکي

د افغانستان د ملي ازادۍ ګوند ویلي چې له نن نه درې کاله وړاندې د یوه شرمناکه ملي او بین المللي معاملې په پایله کې جمهوري نظام نسکور او واک د طالبانو لاس ته ورغی.

دغه ګوند په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبان یوه استخباراتي ډله ده چې د ځينو متعصبو هېوادونو او تروريستي سازمانونو له خوا زموږ د مظلومو خلکو برخليک ټاکي.

اعلامیه کې زیاته شوې چې زموږ پر ولس يې د (اسلامي شريعت) تر نامه لاندې په زرګونو جنايتونه کړي دي.

یاده اعلامیه کې زیاته شوې چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو یواځینۍ لاره ملي خبرې اترې دي.

اعلامیه کې همدا راز ویل شوي چې که طالبان د ولس غوښتنو ته ونه ګوري؛ نو پکار ده چې ملي پاڅون ترسره شي.

اعلامیه کې له ټولو لوریو غوښتنه شوې چې د یوه مشروع او ملي حکومت لپاره باید په ګډه مبارزه وشي.