دوشنبه, جون 29, 2026
Home Blog Page 966

ایران او پاکستان کې؛جوړ شوي هیرویین اروپایي هېوادونو ته قاچاقېږي

د اروپایي ټولنې له نشه‌يي موادو او اعتیاد سره د مبارزې ادارې په خپل تازه تحلیل کې ویلي، چې په افغانستان کې د هیروینو جوړولو د دوام ترڅنګ، د مافیایي ډلو له لوري د دغه هېواد په ګاونډیو هېوادونو کې هم ورته کارخانې فعالې شوې دي.

دغه تحلیل کې راغلي، لاهم د اروپایي ټولنې یو شمېر هېوادونو ته له هغو نشه‌یي موادو زیان رسیږي، چې د افغانستان له تاریاکو جوړیږي.

تحلیل کې زیاته شوې، دا تاریاک ایران او پاکستان کې ساتل کېږي او تر هغې وروسته د متحده عربي اماراتو له لارې اروپایي هېوادونو ته قاچاق کېږي.

د دغه مرکز یوه تحلیلګره تیودورا ګروشکوو وایي، سره له دې چې افغانستان کې تریاک یو څه کم شوي؛ خو لا یې هم اروپا ته قاچاق په بشپړ ډول نه دی بند شوی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د نشه‌یي توکو له منځه وړل خپله لاسته راوړنه ګڼي.

سرګي لاوروف:امریکا اوس بیا غواړي چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا او متحدین یې له شل کلن اشغال وروسته له افغانستانه ووتل، خو نن هم غواړي د دغه هېواد په حالاتو کې لاسوهنه وکړي.

سرګي لاوروف ویلي، امریکا او متحدین یې په منځنۍ اسیا کې د پوځي حضور د بیا پیلولو په لټه کې دي.

نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي؛ خو امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه څاري او که اړتیا شوه؛ نو بیا هم مداخله کوي.

حنیف اتمر:ترکیه کې د افغانستان د سیاسي او مدني قشر د راټولیدو هرکلی او ملاتړ کوم

د پرځیدلي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په استنبول کې د سیاسي او مدني څیرو د ناستې هرکلی کړی.
ښاغلي اتمر په خپل ایکس پاڼې لیکلي، د هر هغه اقدام ملاتړ کوي چې په افغانستان کې بین الافغاني مذاکراتو او د سولې او ثبات لپاره د سیاسي او مدني شخصیتونو د یوالي سبب کیږي.
حنیف اتمر د ترکیې هیواد څخه مننه کړې چې ددې غونډې د جوړولو لپاره یې زمینه برابره کړې.

حسین سلامي:اسرائیل ته به داسې ځواب ورکړو، چې هغوی یې تصور هم نه وي کړی

0

ایران یو وار بیا خبرداری ورکړی، چې له اسرائیل به د وروستي برید غچ واخلي.

د ایران د سپاه پاسداران قومندان حسین سلامي ویلي، اسرائیل ته به د هغوی له تصور پورته ځواب ورکړي.

پر ده سربېره د ایران یو شمېر نورو چارواکو هم له اسرائیل څخه د غچ اخیستنې په تړاو څرګندونې کړې دي.

تر دې وړاندې بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې امریکا ایران ته خبرداری ورکړی وو، چې که پر اسرائیل او یا د دوی په وګړو بل برید وشو؛ نو ناوړه پایلې به ولري.

ګلبدین حکمتیار؛د خپل ګوند له قوماندانو او قومي مخورو سره د لیدنو لړۍ بیا پیل کړه

حزب اسلامي ګوند وایي، مشر یې ګلبدین حکمتیار د هېواد له یو شمېر قومي مشرانو او پخوانیو جهادي قوماندانو سره کتلي دي.

د هغه ګوند ته منسوبې؛ ډیلي شهادت ورځپاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د هېواد پر سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرې شوې دي.

که څه هم د طالبانو حکومت په هېواد کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت او سیاسي لیده کاته بندیز لګولی؛ خو بیا هم ګلبدین حکمتیار وخت ناوخت دا ډول لیدنې کوي، او د طالبانو د عدلیې وزارت پریکړه بابیزه ګڼي.

زهرا بلوڅ:یو وار بیا وایم، چې طالبان ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي

پاکستان یو وار بیا ویلي چې طالبانو په افغانستان کې ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې دوی په وار وار طالبانو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تېره چهارشنبه اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب ویلي وو چې هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

بلنکین: اسرائیل او لبنان یوې هوکړې ته نږدې شوي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، اسرائیل او لبنان د ملګرو ملتونو د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک د پلي کېدو په اړه یو تفاهم ته نږدې شوي.

انتوني بلنکین د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو له وزیر سره یوې خبرې غونډې ته ویلي، سیمې ته یې خپل وروستی سفر اغېزناک و او په دې برخه کې ښه پرمختګ شوی.

یادې غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین هم هیله څرګنده کړې وه، چې په لبنان کې به ژر ژور بدلونونه راشي.

دا په داسې حال کې ده چې حزب الله وایي، له حماس او غزې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

جلال امرخېل «جنرال» مبین ته:«امارت» دوه شهیدان او ۳۴ ټپیان وښودل، انعام دې چیرته دی؟

وروسته له هغې چې طالبانو د ایراني سرحدي ځواکونو له لورې د افغان کډوالو د وژنې راپور تائید کړ، د چارو شننونکي جلال امرخیل د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ پخوانی ویاند «جنرال» مبین وننګاوه او په خپل ایکس پاڼې ورته ولیکل:« خدای دې جنرال مبین وبخښي، ویل یې یو شهید او یو زخمي راته وښیي، انعام ورکوم. دا دی دوه شهیدان او څلور دیرش زخمیان ورته د اسلامی امارت مرستیال ویاند وروښودل. اوس دې انعام ورکړي.»

ښاغلي امرخیل وروسته له هغه د طالبانو دغه مشهور مبلغ وننګاوه چې ددې ډلې ټوله تبلیغاتي دستګاه او فعالین په ایران کې د افغانانو وژنه مسخره کړه او په بیلابیلو لیکنو او ویډیوګانو یې هڅه کوله یاده پیښه پټه او دروغ ثابت کړي.

تردې مهاله «جنرال» مبین د جلال امرخیل دې خبرو ته کوم غبرګون او یاهم د شهیدانو او ټپیانو له کورنۍ بخښنه نه ده غوښتې.

حلیم فدایي روڼ آندو او ملي ګرایانو ته: د طالبانو په سقوط مطمئین یم؛ خو تاسې په یوې ملي برنامه کله راټولېږئ؟

افغان سیاستوال او په جمهوري حکومت کې د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدايي چې د طالبانو له سختو مخالفینو څخه دی په روڼ آندو، ملي ګرایانو او سیاستوالو غږ کړی چې د طالبانو له سقوط وروسته په یوې ملي برنامې سره راټولیدای شي کنه نه؟

ښاغلي فدايي ویلي مطمین دی چې د طالبانو رژیم له منځه ځي خو نیوکه یې کړې، چې جمهوري قوتونه او د نظرخاوندان وروسته له دریو کلونو هم په دې نه دي توانیدلي چې تر یو چترلاندې راټول او له طالبانو وروسته د افغانستان لپاره په یو برنامې متفق شي.

د پخواني جمهوریت دغه چارواکي ویلي د جمهوریت تر چتر لاندې دملي دولت تر جوړیدو پورې باید ټولې خواوې راټولې شي.

ښاغلي فدايي زیاته کړه:« مونږ کولای شو د یو ملي دولت په لرلو سره خپلې غوښتنې مطرح کړو، ترهغه وړاندې هر ډول مبارزه په انفرادي شکل بې نتیجې ده، لومړیتوب دادی چې ټول په قوت او واحد فکر د راتلونکې افغانستان لپاره فکر وکړو.»

چین کې د طالبانو سفارت؛د افغانستان او چین ترمنځ د نوې ریل پټلۍ د جوړېدو خبر ورکړی

بیجنګ کې د طالبانو سفارت د افغانستان او چین ترمنځ د نوې ریل پټلۍ له جوړېدو خبر ورکړی.

یاد سفارت ویلي، چې دا ریل پټلۍ د چیم له نانتونګ ښار څخه پیلیږي، چې د حیرتان بندر له لارې به افغانستان سره وصل او تر ډېره به پرې سوداګریز توکي لېږدول کېږي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، په پام کې ده چې له دې لارې څخه به راتلونکو ۲۰ ورځو پورې ۵۰ کانتینره حیرتان ته انتقال شي.