دوشنبه, جولای 6, 2026
Home Blog Page 942

حنیف اتمر:د ښځو پر مخ د طبي انستیتوتونو تړل هیڅ دیني اړخ نه لري

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د طالبانو وروستی فرمان په لنډ او اوږد وخت کې ټولنې ته زیان رسوونکی دی.

ښاغلي اتمر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا چاره د تولو نړیوالو قوانینو نقضونکې ده او په ټولو اسلامي هېوادونو کې د دغه ډول اقدام مثال نه لیدل کېږي.

نوموړی زیاتوي، د ښځو طبي زدکړې د ښځو او ماشومانو صحت لپاره خورا مهمې دي او د مور او ماشوم د مړینې مخنیوی کوي.

هغه وایي، د طالبانو دا اقدام هیڅ دیني توجیه نه لري.

د یادونې ده چې د طالبانو دغې کړنې د ګڼو سیاسیونو او نړیوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

د برېټانیې شارژدافیر؛د طالبانو وروستۍ پرېکړې خورا زیات خواشینی کړم

د برېټانیې سفارت افغانستان کې په طبي انستیتونو کې د ښځینه زدکوونکو پر بندیز اندېښنه ښوودلې.

د افغانستان لپاره د بریټانیې شارژدافیر رابرټ ډکسن ویلي، چې یادې ډلې یو وار بیا د خپلو پرېکړو له کبله ښځو ته زیان واړوو.

هغه لیکلي چې دغې پرېکړې خورا زیات خواشینی کړی.

دا په داسې حال کې دی، چې طالبانو تېره ورځ ټولو طبي انستیتونو ته ویلي چې ښځینه زدکوونکې درسونو ته را پرېنږدي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:د طالبانو له بیا واک ته رسېدو راهیسې مو ۱۸۰ زره افغانان را اېستلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د طالبانو له واکمنۍ راهیسې یې له افغانستان څخه ۱۸۰ زره افغانان اېستلي دي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال رچارډ ورما وايي، په یادو کسانو کې د مدني ټولنو مشران، ترجمانان، د ښځو د سازمانونو مشرانې او د دوی کورنۍ دي چې د امریکا سره یې په تېرو شلو کلونو کې کار کړي وو.

د نوموړي په خبره، یاده پروسه اوږد مهاله او نور کسان به هم را وباسي.

د ننګرهار ګمرک کې؛طالبانو ۲۳۰ هغه جوالیان وهلي او له ګمرک یې اېستلي چې ږیرې لنډې او یا خریلې وې

د ننګرهار ګمرک کې طالبانو هغه « جوالیان» وهلي او له ګمرک یې شړلي، چې ږیرې یې نه وې پرېښې.

له یاد ګمرک څخه سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې د طالبانو د ګمرک رییس د ږیرې لنډوالي او کموالي له کبله جوالیان رټلي او هغوی ته یې سخت سپکاوی کړی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغو جوالیانو شمېر ۲۳۰ تنو ته رسېده او د کار بندیز یې هم پرې لګولی.

د طالبان مالیې وزارت:د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سرحدي سیمه کې یو لنډمهالی بندر جوړېږي

د طالبانو مالیې وزارت وایي، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سرحدي سیمه کې یو لنډ مهالی بندر جوړیږي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د ګمرکونو او عوایدو مرستیال عبدالمتنن سعیدي ترکمنستان د سرحدونو چارو وزارت له مرستیال ایلمانوف، د ټاپې پروژې له رییس مراد امانوف سره کتلي دي.

په دې کتنه کي دواړو لوریو د ټاپي پروژې له پاره د افغانستان خاوري ته د تخنیکي کارکوونکو، وسایلو او ماشینرۍ پر لېږدولو د کارکوونکو د وېزو او کاري ساعتونو د مشخصولو او د ټاپي پروژې د تجهیزاتو د اسانه لېږد په موخه د افغانستان او ترکمنستان د سرحدي سیمي اسلیم چشمه کې د لنډمهاله بندر په جوړېدو خبرې وکړې.

طالب پلاوي له خپل لوري څخه د ټاپي پروژې د عملي کولو بشپړ ډاډ ورکړی او په سرحدي سیمه کي د کارکوونکو د تګ او راتګ د وسایلو او ماشینرۍ لېږد او د کار د رسمي وخت په اړه د ترکمنستان هیواد وړاندیزونه یې د تائید وړ بللي.

کندهار؛د کور د چت پرېوتو پېښه کې درې خویندې مړې شوي

کندهار کې د کور چت پرېوتو له امله درې خویندې مړې شوې دي.

د سرچینو د مالوماتو له مخې، پېښه هغه مهال شوې چې د دغه کور خاوند غوښتل چې د خونې د څڅېدو د مخنیوي په پار د خونې پر بام کانکرېټ واچوي.

د مړو شویو.نجونو عمرونه د ۶ او ۱۳ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.

د سره صلیب کمېټه:افغانستان کې مو د څه باندې۱۱ زره افغان ماشومانو درملنه کړې

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، روان کال یې د څه باندې ۱۱ زره افغان ماشومانو درملنه کړې.

د سرچینې د معلوماتوو له مخې، دغه درملنه یې په تېرو نهو میاشتو کې کړې ده.

دغو ماشومانو بېلابېلې ستونزې لرلې، چې یادې کمېټې یې په کور دننه درملنه کړې.

د یادونې ده، چې لاهم د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې خلک روغتیايي خدماتو ته هیڅ لاسرسی نه لري او یا هم په ډېره سخته لاسرسی پیدا کوي.

پاکستان کې نا امني؛تېره میاشت په پښتونخوا او د پاکستان په ځینو سیمو کې ۲۲۵ تنه وژل شوي

0

پاکستان او پښتونخوا کې کې په تېره نومبر میاشت کې د ناامنیو له له کبله ۲۴۵ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو انستیتیوت بنسټ ویلي، چې په دې کسانو کې ۶۸ یې امنیتي ځواکونه دي.

یادې ادارې په یو راپور کې زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې ۱۲۷ مخالف وسله وال دي، چې د دغې مرګ ژوبلې ډېره برخه په پښتونخوا کې ده.

د پاکستان د شخړو او امنیت د څېړنو انستیتیوت دغه راز زیاته کړې چې په تېرو ۱۱ میاشتو کې یو زر او اتیا کسان وژل شوي دي.

د معلولینو نړیواله ورځ؛افغان معلولین وایي، طالبانو د خپلو امتیازاتو څخه بې برخې کړې دي

د ډسمبر درېیمه د معلولینو نړیواله ورځ ده.

دا ورځ سږکال افغانستان کې په داسې مهال را رسېږي، چې ګڼ شمېر معلولین د خپلو حقونو له نه ورکړې شکایت کوي.

دوی وايي، هغه امتیازات چې د دوی لپاره ټاکل شوي، لا یې هم په بشپړ ډول نه دي اخیستي.

د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، افغانستان کې څه باندې ۱۸۰ زره معلولین ثبت شوي دي.

طالبان: په متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان کې نږدې ۴ زره افغانان بندیان دي

‏د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي ، په دریو عربي هیوادونو متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان کې نږدې ۴‌زره افغانان بندیان دي.

د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ویلي یاد افغانان په بیلابیلو جرمونو نیول شوي او د هغوې د خلاصون لپاره جدي هڅې روانې دي.

د طالبانو دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې له ایراني چارواکو سره د ګڼو مجلسونو وروسته پدې توانیدلي چې ۴ زره بندیان افغانستان ته ولېږدي.

دغه وزارت ویلي ، په تېر یوه کال کې ۵ زره او ۷۰۰ افغان کډوال له ایران، پاکستان او ترکیې ازاد او هېواد ته رالېږدول شوي دي