جمعه, مې 22, 2026
Home Blog Page 937

د طالبانو حکومت؛میدان وردګ کې دوه تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي

د طالبانو حکومت په میدان وردګو ولایت کې دوه تنه د اداري فساد په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې سترې محکمې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې هر یو یې ۳۹ ـ ۳۹ دُرې وهل شوی دی.

دغې محکمې د دغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

یادې محکمې زیاته کړې چې دغه دوه کسان په ۱۳ کاله بند هم محکوم شوي دي.

هېره دې نه وي چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو له نیوکو سره سره، طالبانو حکومت خلکو ته په فزیکي توګه او عام محضر کې سزا ورکولو ته دوام ورکړی دی.

خراساني:طالبان له سر تر پښو معتصب دي

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې عبدالحمید خراساني یو خانه بدوش انسان ونوماوه، خراساني په تازه غبرګون کې ویلي چې طالبان له سر تر پښو معتصب دي.

په افغانستان کې د تاجک قوم یو پخوانی قومندان عبدالحمید خراساني چې د شیخ هیبت الله په امر له دندې ګوښه شوی، تازه یې انتقادونه هم په دې حکومت رابرسیره کېږي.

خراساني ویلي چې له بده مرغه هغو کسانو چې تر پرونه موږ ته د مخالفینو پر وړاندې د مرستې لاس غځولې و، نن د ایران په خوشحالولو موږ خپه کوي.

خراساني د طالبانو له حکومت غوښتي، چې د اسلام له نوم باید غلطه استفاده ونه شي.

کرزی:د تېرې ورځې پېښه یو تروریستي عمل دی

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل په دشت برچي کې پرونۍ چاودنه غندلې ده.

کرزي ویلي، چې دا یو تروریستي عمل دی.

هغه د قربانیانیو له کورنیو سره ځان په دې غم کې شریک بللی.

د یادونې ده چې تېره ورځ دشتي برچي کې په یو ټونس ډوله موټر چاودنه وشوه چې ۱۲ کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

داعش ډلې؛کابل کې د پروني برید مسولیت منلی

داعش خراسان ډلې کابل کې د پروني بريد مسؤوليت ومانه.

یادې ډلې ویلي چې پرون د کابل په لويديځ دشت برچي سيمه کې برید دوی ترسره کړی دی.

دغه بمي چاودنه پر يوه شخصي ټونس ډوله موټر شوې وه چې ۱۱ ملکي وګړي پکې ټپیان او یو تن پکې وژل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد څو ورځې وړاندې ويلي و چې په افغانستان کې یې د داعش په ګډون ټولې ترهګريزي ډلې له منځه وړي دي.

اسټرلیا کې؛د الوتکې غورځېدو له کبله درې تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د اسټرلیا په شمال کې د یوې الوتکې د نسکورېدو پېښه کې یو پیلوټ وژل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس ویلي، چې الوتکه د یو هوټل په سر پرېوتې.

د الوتکې له پرېوتو وروسته د هوټل ودانۍ کې هم اور لږېدلې.

د یادې پېښې له کبله دوه کسان ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه د یادې الوتکې د نسکورېدو علت نه دی روښانه شوی.

بایډن:د کاملا هرېس د بریا لپاره ټوله هڅه کوم

0

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، د کاملا هرېس د بریا لپاره به ټوله هڅه وکړي.

هغه له سي بي ایس سره مرکه کې ویلي، هر هغه مرسته چې هرېس یې فکر کوي، نو دی به یې ورسره ترسره کړي.

د یادونې ده چې بایډن دوې اوونۍ وړاندې له ټاکنو لاس واخیست او خپل ځای یې کاملا هرېس ته پرېښود.

سي ان ان:یحیی السنوار له اسرائیلو سره د اوربند په لټه کې دی

0

په داسې حال کې چې لاهم ایران او حماس د اسماعیل هنیه د غچ اخیستو لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی؛ تازه سي ان ان راپور نشر کړی، چې د حماس نوی مشر یحیی السنوار له اسرائیل سره د اوربند په لټه کې دی.

راپور کې راغلي چې دا هڅې د مصر او قطر په منځکړیتوب کېږي.

تر اوسه لا نه ده معلومه چې اسرائیل به د السنوار له غوښتنې سره څومره موافق وي.

۱۵ د اګسټ د افغانستان سقوط

‏د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۵ مه په افغانستان کې د طالبانو لخوا نیول د یو ملي ناورین په توګه ګڼل کیږي. که څه هم په رسمي ډول دا د کابل د سقوط ورځ ګڼل کیږي، خو په پراخه کچه افغانان دې ته د خپل هیواد او ولس د سقوط په توګه ګوري.

‏په دې ورځ، یوازې یو حکومت سقوط ونکړ، بلکې د افغانانو ګڼ شمېر هیلې، ارمانونه، او د یوې ښه راتلونکې لپاره هڅې هم سقوط وکړې. په تېرو شلو کلونو کې چې کوم پرمختګونه په سیاسي، ټولنیزو، او اقتصادي برخو کې شوي وو، د دې ورځې سره یو ځای په چټکۍ سره له منځه لاړل. د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، او ښځو د تعلیم او کار په برخه کې لاسته راوړنې په یوه شپه کې بې ارزښته شوې.

‏ډیری افغانان دا ورځ د افغانانو د سقوط په توګه یادوي ځکه چې په دې ورځ هغوی د خپلواکۍ، هویت، او راتلونکې په اړه ناهیلې شول. د دې پېښې سره نه یوازې دا چې د هیواد سیاسي ثبات له منځه لاړ، بلکې د افغانانو په ځان باور او د یوې هوسا او خوندي راتلونکې لپاره هیلې هم سختې زیانمنې شوې.
‏ځیرک ساپی

اکسیوس:ایران پر اسرائیلو د مستقیمې حملې لپاره چمتو دی

0

اکسیوس خبري ویبسایټ د یو شمېر باخبره سرچینو له قوله ویلي چې ایران پر اسرائیلو د مستقیمې حملې لپاره چمتو دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې ښایي راتلونکو څو ورځو کې ایران پر اسرائیلو برید وکړي.

ویل کېږي چې دا برید به تر پنجشنبې وړاندې وشي.

تر اوسه ایران په دې اړه څه نه دي ویلي.

چین:د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د ایران له اقداماتو ملاتړ کوو

0

چین وایي، د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا لپاره د تهران له اقداماتو ملاتړ کوي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي ویلي چې اسرائیلو د هنیه پر وژل کېدو سره غزه کې د سولې خبرې هم له خنډ سره مخ کړې.

وانګ‌یي د ایران په خاوره کې د اسرائیلو دا ډول تیری د غندنې وړ بللی دی.

د یادونې ده چې د هنیه له وژل کېدو تر لسو زیاتې ورځې تېرېږي؛ خو ایران لاهم کوم غبرګون نه دی ښودلی.