شنبه, مې 23, 2026
Home Blog Page 935

اتمر، سمیع سادات ته:دا ډول دروغ نه شي کولای چې د افغانانو ذهنونه خراب او له تاسې سره د حساب مخه ونیسي

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر د جنرال سمیع سادات هغه ادعاوې بې اساسه وبللې، چې ګواکې د ده د وژلو پلان یې جوړ کړی وو.

ښاغلي اتمر په خپل ایکس پاڼې لیکلي، دا شاخ دار دروغ د دروغجن سیاسي شخصیت تر لاسه کولو، له مسوولیت څخه د تېښتې او د عامه اذهانو د تخریب لپاره ویل شوي دي.

اتمر ویلي، جنرال سادات یو لوړ پوړی چارواکی و او که په دې اړه یې اسناد درلودل؛ نو باید د هغه وخت عدلي او قضايي ارګانونو ته یې مراجعه کړې وی.

د اتمر په خبره، دا ډول دروغ نه شي کولای چې د افغانانو ذهنونه خراب او له دوی سره د افغانانو د حساب مخه ونیسي.

د یادونې ده چې جنرال سمیع سادات ویلي و، چې حنیف اتمر د ده د وژلو پلان درلود، چې دی بیا د یو لوړي پوړي چارواکي له لوري خبر شو.

عبدالباري جهاني طالب مشرانو ته:د حضرت رسول اکرم ص څخه نیولې بیا تر اوسه داسې خلیفه، امیر، سلطان یا پاچا مو لیدلی یا اورېدلی چې له خپلو خلکو او حتی له خپلو وزیرانو څخه مخ پټوي؟

د افغانستان د اسلامي امارت مشرانو ته څلورم پرانیستی لیک!

لیکوال: استاد عبدالباري جهاني

درنو مشرانو السلام علیکم.
زړه ته مې نه لویږي چې زما دا لیک به ولولئ او که یې ولولئ نو فکر نه کوم چې اهمیت به ورکړئ؛ ځکه چې دا به د خپل یوه مخالف سړي لیک وبولئ او مخالفت تاسې زغملای نه شئ. خو زه د یوه افغان په حیث د وطن د حالاتو په باره کې د نظر څرګندول خپله وظیفه بولم.
درنو مشرانو! ستاسو د قدرت د نیولو درې کاله پوره کیږي خو ستاسې په کابینه کې تر اوسه پورې ټول اساسي قدرت د پښتنو او هغه هم د یوه ټاکلي سمت د پښتنو اقوامو په لاس کې دي.  تاسو ښايي ووایاست چې نورو اقوامو تاسو سره د امریکایي قواوو په ایستلو کې یا مرسته نه ده کړې او یا یې لږه مرسته کړې ده نو ځکه باید ټول قدرت د هغو کسانو او قومونو په لاس کې وي چې د امریکا سره په جهاد کې یې برخه درلودلې وي. خو د دې معنا دا نه شي کېدلای چې تاسو باید د افغانستان د نورو اوسېدونکو لویو قومونو پر حق باندي سترګې پټې کړئ او له خپلو حقوقو څخه یې محروم کړئ.
دا وطن د ټولو هغو قومونو دی چې، د پښتنو په څېر، له نا معلومې مودې راهیسې، په دې خاوره  او وطن کې آباد دي او په هر غم او ښادۍ کې یې برخه درلودلې ده.
موږ افغانان او نړۍ وال چې د ټول شموله حکومت غوښتنه کوو؛ مطلب مو په حکومتي اداره کې د هغو داړه مارانو او غلو ګډون نه دی چې څه باندې شل کاله یې پر دې هیواد باندې بې مسوولیته واکداري وکړه. مځکي او جایدادونه یې غصب کړل، د پردیو لپاره یې خپل ولسونه قتل کړل، د دوستم په څېر یې د خلکو پر عزت او شرف باندې صرفه ونه کړه، د هیواد شتمني، خزانې او جواهرات یې پردیو ته سوغات کړل او اوس هم لا، د پردیو په زور، په افغانستان کې د بیرته واکمنېدلو خوبونه ویني.
له ټول شموله حکومت او ادارې څخه مطلب د افغانستان ټولو شریفو قومونو او قشرونو ته په قدرت کې برخه ورکول دي. څوک چي په دې وطن کې اوسېدلي او اوسیږي هغوی نه یواځې په هېواد کې د اوسېدلو بلکه د خپل وطن په ښو او بدو کې د برخې اخیستلو مشروع حق لري. چا چې په دې وطن کې تعلیم او تحصیل کړی دی هغوی په هیواد کې د وزارتونو، معینیتونو، ریاستونو، ولایتونو او اداري، تعلیمي او قانوني صلاحیتونو درلودلو حق لري. یو ګوندي حکومت، د یوې خاصې لارې او ایډیالوژۍ حکومت، په یوه کثرالاقوام هېواد کې د یوه ځانګړي سمت او قوم حکومت ډېر دوام نه شي کولای.
ستاسو د تعلیم او تربیې وزیر سیدحبیب الله اغا څو ورځې مخکې د کانکور په آزموینه کې بریالي شویو شاګردانو ته وویل چې عصري تعلیم فرض کفایي دی( زه نه پوهېږم چې د عصري تعلیم په مسله کی فرض کفایي او فرض عین څنګه مطرح کېدلای شي او څنګه ارتباط ورسره پیدا کوي؟ )  حبیب الله اغا، پرمخ تللیو هیوادونو ته د اشارې په ترڅ کي، وویل  چې « دوی اسمان ته ورسېدل، ډرون یې په اسمان کې ګرځي. زه او ته د ډرون په مقابل کې څه لرو؟
“هیڅ نه لرو. خو دا به جوړوو”
لومړی خو باید له حبیب الله اغا څخه پوښتنه وشي چې ده په خپله څه عصري تعلیم کړی او د عصري علومو له کوم پوهنځي څخه فارغ شوی دی چې د عصري علومو د زده کړې او ترویج غم ورسره پیدا شوی دی؟ څوک چې د عصري علومو غوښتنه کوي هغه په خپله باید عصري تعلیم کړی وي. او که نه وي نو باید لومړی د هغو کسانو قدر وکړي چې په وطن کې یې د عصري علومو په زده کړو او تدریس کې ږیرې او سرونه سپین کړي دي.
د عصري علومو غوښتنه په داسې حال کې نه کیږي چې د وطن د ساینس پوهنځي د فزیک او ریاضي استادان دې په بازار کې کچالو خرڅوي خو حبیب الله اغا او شیخ ندیم دې د تعلیم او تربیې او عالی تحصیلاتو د وزارتونو پر چوکیو ناست وي او د عصري تحصیلاتو لرونکي استادان دي کچالو او شلغم وپلوري.
نه یواځې دې تحصیل یافته کسان د عصري تعلیماتو او تحصیلاتو په مسله کې هیڅ واک اختیار ونه لري بلکې د آزادو خبرو او نظر ورکولو حق دې ورنه اخیستل شوی وي او چي هر چیرې غږ پورته کړي نو د مُلایانو له لرګیو او کېبلونو سره مخامخ شوي وي.
د عصري علومو د انکشاف غوښتنه په داسې حال کې نه کیږي چې د عصري علومو متقاعد استادان او معلمین د تقاعدي تنخوا له حق څخه محروم کړل شي او له مسوولو مقاماتو سرا دا سوال هم پیدا نه شي چې د تقاعدي تنخوا له حق څخه دغه محروم شوي کسان به څه خوري او څه به اغوندي.
البته افغانستان په نړۍ کي یوازینی هیواد دی چې د متقاعدینو پر حق باندې یې سترګې پټې کړې دي؛ او وزیران یې لا بیا هم د عصري علومو د زده کړې غوښتنه کوي. په دغه اوسني شکل ستاسې د نظام هرکال دوام افغانستان شل کاله شاته غورځوي.
له تاسو به یوه بله پوښتنه هم وکړم. تاسو د حضرت رسول اکرم ص څخه نیولې بیا تر اوسه پوري داسې خلیفه، امیر، سلطان یا پاچا لیدلی یا لوستی یا اورېدلی دی چې له خپلو خلکو او حتی له خپلو وزیرانو څخه مخ پټوي؟
حضرت رسول اکرم ص خو د خپلو صحابه وو په منځ کې ناست و، او امامت یې پخپله کاوه. د هغه حضور ته خو هر نارینه او ښځې خپل عرض وړاندې کولای شو او هره ورځ یې کولای شو چې هغه وویني. تاسو په نړۍ کې داسې پاچا لیدلی او یا په تاریخ کې اورېدلی دی چې له خپلو خلکو څخه پټیږي؟
دا داسي مرموز او بې مثاله حالت دی چي په نړۍ او افغانستان کې یې له هر چا سره سوال پیدا کړی دی. دا د خلکو مشروع او قانوني حق دی چې خپل مشر او پاچا وویني، د هغه آواز واوري او خپل آواز، عرض او شکایت ورته واوروي.
افغانستان په نړۍ کي یوازینی هیواد دی چې د ښځو تعلیم او تحصیل پکې غیر قانوني دی. تاسې یواځې ښځینه نرسانو او ډاکټرانو ته د کار حق ورکوئ؛ او هغه هم ځکه چې د خپلو ښځینه اړتیاوو لپاره یې خدمت ته ضرورت لرئ.
ښځې ولې یواځې نرسانې او ډاکټرانې شي؟
د عصري علومو کومه څانګه ده چې موږ په هغې کې معلمانې، استادانې او متخصصینې نه درلودې او نه یې لرو؟
تاسو ته دا حق چا درکړی چې د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو تنخواوې یواځې ۵۰۰۰ افغانیو ته راکمې کړئ؟
تاسو په خپله په دغه تنخوا ګوزاره کولای شئ؟
تاسو فکر کوئ چې خلک ړانده دي او ستاسو عیش او عشرت نه ویني؟
زه ستاسو دښمن نه یم او نه مې عمر او صحت له چا سره د دښمنۍ کولو اجازه راکوي او نه یې وس لرم. مګر زما دا خبره واورئ چې په ظلم او جبر تر یوه وخته حکومت کیږي مګر تر قیامته دوام نه شي کولای. د ایران اسلامي حکومت ستاسي تر نظام سل چنده قوي دی. که د هغه په مقابل کې پنځه شپږ ځله پاڅون کېدلای شي نو تاسو هم بې غمه نه شئ پاتې کېدلای.
که د پنجاب د ظالم او جابر حکومت او یو میلیوني پوځ او پولیسو په مقابل کې پښتانه او بلوڅ را پورته کېدلای شي؛ نو تاسو هم تر قیامته دوام نه شئ کولای. که تاسو فکر کوئ چې تر قیامته به د لرګي او کیبل په واسطه د خلکو آوازونه کرار کړئ نو دا خیال له سره وباسئ. تاسو ولیدل چې د یوه شهید ګیله من پاکو وینو څومره رنګ راووړ او څرنګه یې ټول پښتانه په پښتونخوا او نړۍ کې راپورته کړل؟
او زه یقین لرم چې دا پاکې او شهیدې وینې به یوه ورځ د پنجاب غاړه سره کړي. تاسو هم تر قیامته د میلیونونو ولسونو پر حقوقو باندې پښه نه شئ ایښودلای. که دې پراخو ولسونو او د افغانستان ټولو قشرونو ته حقوق ورنه کړای شئ نو هغوی یې یوه ورځ په زور در څخه غواړي او تاسې یقین ولرئ چې درنه اخیستلی یې هم شي.
د افغانستان د اوسني نظم قهري سقوط د هیچا په ګټه نه دی بلکه د ټولو په تاوان دی. ستاسو اوسنی انحصاري نظام د افغانستان د میلیونونو اولسونو ترمنځ دښمني ایجادوي او د هغې دښمنۍ ټول مسوولیت به ستاسو په غاړه وي.

دا وطن د پښتنو دی، دا وطن دی د تاجکو
دلته کور د هزاره دی، دلته اور دی د اوزبیکو
له پېړیو دلته اوسي په پېړیو به اوسیږي
په ازل کې سره خپل وه، په قیامت به جلا کیږي
ــــ

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

عبدالباري جهاني طالب مشرانو ته:د رسول اکرم ص څخه نیولې بیا تر اوسه داسې خلیفه، امیر، سلطان یا پاچا مو لیدلی یا اورېدلی چې له خپلو خلکو او حتی له خپلو وزیرانو څخه مخ پټوي؟

د هیواد پیژندل شوی لیکوال او شاعر او د پخواني ولسمشر اشرف غني په کابینه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني د «امارت» مشرانو ته په خپل څلورم لیک کې له هغوی پوښتلي، چې د حضرت رسول اکرم (ص) څخه نیولې بیا تر اوسه داسې خلیفه، امیر، سلطان یا پاچا مو لیدلی، لوستی یا اورېدلی دی چې له خپلو خلکو او حتی له خپلو وزیرانو څخه مخ پټوي؟

ښاغلي جهاني په دغه لیک چې حماسه میډیا ته یې استولی، په طالبانو نیوکه کړې چې په کابینه کې تر دې مهاله اصلي قدرت د پښتنو او هغه هم د یوه ټاکلي سمت د پښتنو اقوامو په لاس کي دی.

د اطلاعاتو او کلتور دغه پخواني وزیر د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړی چې ګوندي حکومت، د یوې خاصې لارې او ایدیالوژۍ حکومت، په یوه کثرالاقوام هیواد کې د یوه ځانګړي سمت او قوم حکومت ډېر دوام نه شي کولای.

د ښاغلي جهاني لیک به زمونږ په ویب پاڼې ژر خپور شي او د لیک نور جزیات هغې کې لوستلی شئ.

سمیع سادات:حنیف اتمر یې د وژلو پلان درلود

د افغان ځواکونو پخواني جنرال، سمیع سادات ویلي چې د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر د ده د وژلو پلان درلود.

ښاغلي سادات په خپل کتاب وروستي قوماندان کې چې تازه چاپ شوی لیکلي چې د کورنیو چارو پخواني مرستیال جنرال عبدالرحمن رحمن نوموړی له دغه پلان څخه خبر کړ.

سادات ویلي، جنرال رحمن دفتر ته ورغوښتی و او ورته یې ویلي وو چې ژوند یې خطر کې دی.

جنرال سمیع سادات دغه راز زیاته کړې چې د یو شمېر نورو هغو کسانو نوملړ یې هم ولید چې د وژل کېدو پلان یې نیول شوی و.

یو شمېر معترضې مېرمنې:د طالبانو واکمنۍ ویره او ډار خپور کړی

یو شمېر معترضو مېرمنو ویلي چې پر افغانستان د طالبانو واکمنۍ وېره او ډار خپور کړی.

یادې مېرمنې چې ځانونه د مقاومت شورا غړې معرفي کوي وایي، د طالبانو له بیا راتګ سره د ښځو ټول حقونه له منځه وړل شوي دي.

دوی وایي، د طالبانو له لوري د ښځو حقونو او نجونو د زدکړو په برخه کې به چوپ پاتې نشي.

یادو مېرمنو پر ملګرو ملتونو هم نیوکه کړې چې یو شمېر برخو کې یې طالبانو سره تعامل کړی او دوی ته یې ځینو برخو کې مشروعیت وربښلی.

د تورخم دروازه؛د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه

د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه

د ننګرهار د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصير زابلي ويلي، چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.

د هغه په خبره، دا دروازه نن سهار اته بجې پرانېستل شوه.

زابلي ویلي، تېره شپه د تورخم کميسارۍ او پاکستاني لوري په دې اړه خبرې کړې وې.

د یادونې ده چې څلور ورځې مخکې د مومندرې ولسوالۍ د غوړکي په سيمه کې پاکستانیو ځواکونو پر افغان طالبانو د يوې پوستې د جوړولو پرمهال ډزې وکړي، چې بیا له نښتې وروسته د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوه.

د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ:نړۍوال دې د طالبانو پر وړاندې غوڅ اقدام وکړي

د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل یو وار بیا غندلي.

دوی له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د دغه غیر قانوني کړنې پر وړاندې اقدام وکړي.

دوی د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې د نجونو تصویر په بشپړ ډول وژل شوی.

د دوی په باور، په دې برخه کې د نړۍ والې ټولنې غوڅ اقدام غوره پایلې لرلی شي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د اسد ۲۴مه د طالبانو حکومت واک ته د رسېدو خپله درېیمه کلیزه ولمانځله او د نجونو د زده کړو د خلاصون هېڅ څرک نه لېدل کېږی.

سیاسي شنونکي:د طالبانو راتګ سره افغانستان پخوانیو پیړیو ته ستون شو

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکو د اګست پنخلسمه توره ورځ بللې ده.

دوی ویلي، پر افغانستان د طالبانو حکومت بیا واکمني د افغانستان په تاریخ کې یو تریخ فصل دی.

د شنونکو په باور، د طالبانو له بیا راستنېدو وروسته افغانستان پخوانیو پیړیو ته ستون شو.

دا په داسې حال کې ده د اګست په پنځلسمه له شل کاله واکمنۍ وروشته جمهوریت ړنګ او پر ځای یې طالبان راغلل.

د هېواد ډېری اوسېدونکي هم دا ورځ د تورې ورځ په نامه نوموي او وایي چې د طالبانو واکمنۍ له نجونو د زده کړو، کار او ډېری نور حقونه واخیستل او همداسې د ځوانانو ژوند هم ورځ تر بلې د سختۍ خواته روان دی.

هېره دې نه وي چې پرون د اسد ۲۴مه طالبانو د خپلې بریا درېیمه کلیزه ولمانځله او دا ورځ یې د فتحې په نوم ونوموله.

یونسکو:طالبانو د افغانستان دوه لسیزې پرمختګونه له منځه یوړل

د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او ښوونیز سازمان یونسکو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ۱.۴ میلیونو نجونو له زده کړو بې برخې کولو سره د یوه نسل راتلونکې له ګواښ سره مخ کړې ده.

طالبان د ۱۴۰۰ کال د اسد په ۲۴مه واک ته ورسېدل او په راتلونکي کال کې یې د نجونو په ثانوي او لوړو زده کړو بندیز ولګاوه.

یونسکو زیاته کړې چې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په لومړنیو ښوونځیو کې د نارینه او ښځینه زده کوونکو شمیر ۱،۱ میلیونه کم شوی دی.

یونسکو ویلي چې د وتلو په اړه اندیښمن دي او کیدای شي چې زموږ وتل د ماشومانو په کم عمر کې کار او د کم عمره ودونو د زیاتوالي لامل شي.

یاد سازمان همدا راز ویلې چې یوازې په دریو کلونو کې طالب چارواکو په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې نږدې دوه لسیزې دوامدار پرمختګونه له منځه یوړل او اوس د ټول نسل راتلونکی په خطر کې دی.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو پنځه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې د کابل شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د یو برید په نتیجه کې یې پنځه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله.

دغه جبهې ویلي چې دا برید یې څو شېبې وړاندې ۸ بجې شاوخوا د «بختران قلعه، چهاردهي سړک» په سیمه کې ترسره کړو.

یادې جبهې زیاته کړې چې د دغه برید په نتیجه کې د طالبانو پوسته یې له منځه وړې.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.