یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 919

حماس ډلې؛غزه کې د اوربند لپاره نوي شرطونه رد کړي دي

0

حماس ډلې غزه کې د اوربند لپاره نوي شرطونه رد کړي دي.

په غزې کې د اوربند لپاره په راغلو شرطونو کې یو یې دا و چې مصر سره نږدې به د غزې پر پوله د اسرائیل پوځیان ځای پر ځای کړي.

حماس دغه راز له هغه شرط سره هم مخالفت ښودلی، چې دوی به د اسرائیل یرغمل شوي کسان د فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې کوي.

بل لورته نتنیاهو غزه کې د اوربند په اړه له منځګړو هېوادونو غوښتي چې حماس د هغه چوکاټ منلو ته وهڅوي چې بایډن جوړ کړی.

د یادونې ده چې غزه کې د اوربند لپاره خبرې پیل شوې، چې منځګړي هېوادونه یې وایي چې دواړه لوری یې اوربند ته نږدې شوي دي.

افغانستان او ازبکستان؛د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره یو شمېر تړونونه لاسلیک کړل

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا تړونونه لاسلیک شول.

دا تړونونه د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ملا برادر او د ازبکستان د لومړي وزیر عبدالله عاروف ترمنځ لاسلیک شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي برخو کې پنځه تړونونه شوي.

په دغو مراسمو کې د ازبکستان لومړي وزیر ویلي، چې دوی له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دي او باور لري چې له اوسني حکومت سره له تعامل پرته په سوداګریزو برخو کې پرمختګ ناشونی دی.

عبدالکریم بدخشي؛له خپل تاجکستاني سیال څخه ماتې وخوړه

د دې لوبې درې واړو پاڼیو کې د بدخشي امتیازونه له خپل سیال کم وو.

دا سیالۍ د ACA د سازمان له‌ خوا د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوې وه.

کریم بدخشي، له‌دې مخکې اووه لوبې کړې وې چې دوه یې بایللې وې.

بل لورته مومنوف تر بېګانۍ لوبې وروسته د بریاوو شمېر دیارلسو ته ورسوو.

د ګډو رزمي ورزشونو یا MMA افغان لوبغاړي عبدالکریم بدخشي تېره شپه له خپل تاجکستاني سیال ایت‌الله مومنوف ماتې وخوړه.

د دې لوبې درې واړو پاڼیو کې د بدخشي امتیازونه له خپل سیال کم وو.

دا سیالۍ د ACA د سازمان له‌ خوا د روسیې په پلازمېنه مسکو کې جوړه شوې وه.

کریم بدخشي، له‌دې مخکې اووه لوبې کړې وې چې دوه یې بایللې وې.

بل لورته مومنوف تر بېګانۍ لوبې وروسته د بریاوو شمېر دیارلسو ته ورسوو.

سیمه ییزې سرچینې:د تورخم دروازه یو ځل بیا د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، نن سهار وختي د پاکستان له لوري د تورخم دروازه يو ځل بيا د مسافرو په مخ تړل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، اوسمهال د دروازې دواړو غاړو ته لسګونه لارۍ او سلګونه مسافر بند پاتې دي.

مسؤلو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې د تورخم دروازه تېره اونۍ هم تړل شوې وه.

اسرائیل:لبنان کې مو د حزب الله ډلې شپږ کسان وژلي

0

اسرائیل د لبنان د جنوب په نبیطه او وادي
الکفور سیمو بمبار کړی.

د لبنان روغتیا وزارت ویلي چې په دغه برید کې شپږ کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

بل لورته اسرائیل هم ویلي چې د جمعې په ورځ یې پر حزب الله ډلې بریدونه کړي.

حزب الله ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د هنیه تر وژل کېدو وروسته حزب الله ډلې پر اسرائیل بریدونه زیات کړي دي.

یوواخیم سټامپ:هغه کډوال باید له جرمني ووځي، چې رخصتي افغانستان کې تېروي

د کډوالو لپاره د جرمني د حکومت کمېشنر له‌ دې هېواده د هغو افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې چې د دوبي رخصتۍ کې افغانستان ته ځي.

یوواخیم سټامپ ویلي، هغه افغان کډوال چې د دوبي رخصتي افغانستان کې تېروي؛ باید جرمني ته بیا پرېنښودل شي.

نوموړي دا څرګندونې د هغه تازه راپور په غبرګون کې کړي چې وايي، په جرمني کې دېری زرګونه افغان پناه غوښتونکي د دوبي رخصتۍ په افغانستان کې تېروي.

سټامپ ټینګار کوي چې جرمني باید د کډوالو نړۍوال قانون ته ژمن وي.

د ازبکستان لومړی وزیر؛عبدالله عاروف کابل ته راغلی

د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عاروف کابل ته راغلی.

په سپیدار ماڼۍ کې یوه سرچینې حماسه میډیا ته ویلي دي، چې د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عاروف نن سهار پلازمینې ته کابل ته راورسید.

ټاکل شوې ده، چې نوموړی به د طالبانو حکومت د رئیس الوزراء د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، بهرنیو چارو وزیر او نور طالب چارواکو سره پر دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وکړي.

مجاهد:متحده عربي اماراتو افغانستان سره د مرستې ډاډ ورکړی

د متحده عربي امارتو د دولت رئیس وایي، دوی له افغانستان سره د یو ورور هېواد په څېر مرسته کوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې محمد بن زاید ال نهیان له رئیس الوزرا سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو د نږدې‌والي هیله څرګنده کړې.

مجاهد زیاته کړې، چې رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د متحده عربي اماراتو له ولسمشر مننه کړې او له افغانانو سره یې د یاد هېواد له بشري مرستو او پراختیایي پروژو هرکلی کړی دی.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت رئیس الوزرا د درملنې لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

حبیب الرحمن سیاف:افغانستان کې د افراطي ډلې حاکمیت ښځې له خپلو حقونو او نارینه له خپل اختیاره بې برخې کړي

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا غړی او د پوهنتون استاد حبیب الرحمن سیاف د اګسټ د ۱۵مې په اړه وایي، افغانستان د یو پلان له مخې ترهګرو ته وسپارل شو.

ښاغلي سیاف نیوکه وکړه چې په افغانستان د افراطي ډلې حاکمیت ښځې له خپلو حقوقو او نارینه له خپل اختیاره بې برخې کړي دي.

حبیب الرحمن سیاف چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا له نورو غړو سره په یوه انلاین غونډه کې خبرې کولې، ویلي چې اسلامي حکومت ولس ځانته را نږدې کوي، نه دا چې ظلم او د تورو تیارو خواته یې وړي.

نوموړي زیاته کړې چې په مونږ فرض ده چې د افغانستان مظلوم ولس د بنده ګانو له بنده ګۍ وژغورو.

هغه ویلي، چې ټول افغانان د مشارکت حق لري؛ خو نن چې کوم ظالم حکومت په افغانستان کې واکمن شوی نه پوهېږو چې له کوم دولت او کوم میکانیزم له مخې تعین شوی.

سیاف همدا راز ویلي چې که اسلامي تاریخ مطالعه کړو، څلور خلیفه ګان هم د مسلمانانو د رایو له مخې تعین شوي دي؛ خو طالبانو دا ټول حقوق په بدماشۍ تر پښو لاندې کړي.

د هغه په خبره، نن د افغانستان بې وزله وګړي په یو سفارت او بل سفارت سرګردانه ګرځي، چې ځان ته یو امن ځای ومومي.

هغه همدا راز له طالبانو غوښتي، چې خلکو ته حق ورکړئ او د خلکو غوښتنو ته اولیت ورکړئ تر څو ښه راتلونکی ولرو.

ډیلي شهادت: ګلبدین حکمتیار تېرو دریو میاشتو کې شل کتابونه لیکلي

ډیلي شهادت ورځپاڼه وایي، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتيار په تېرو درې میاشتو کې شل بېلابېل کتابونه لیکلي.

دغې ورځپاڼې لیکلي، چې حکمتیار دا کتابونه په مختلفو عنوانونو کې لیکلي دي.

یادې ورځپاڼې زیاته کړې، چې ډېر ژر به ټولو داخل‌مېشتو او بهرمېشتو هېوادوالو ته د یادو کتابونو د چاپ خبر ورکړي.

دې ورځپاڼې همدا راز لیکلي، هغه هېوادوال چې په بهر کې اوسي، هغوی ته به په سافټ بڼه کتابونه ور ورسېږي.