یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 917

د اصف دُراني خبرو ته د طالبانو حکومت غبرګون: دُراني چې د کوم خطر یادونه له افغانستان کړي؛ هغه پاکستان کې لېدل کېږي

د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت استازي آصف دُراني د وروستيو څرگندونو په اړه غبرګون ښودلی.

د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه د اصف دُراني وروستۍ څرگندونې له واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه گڼل کېږي.

اعلامیه کې زیاته شوې، دُراني چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي.

اعلامیه کې پاکستان ته د پېغور په شکل ویل شوي، چې افغانستان د بهرنیو هیوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره له اقتصادي اړخه ځان بسیا کوي.

اعلامیه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت په بشپړ ډول د داعش ډله ځپلې ده او که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دې ډلې گواښ له منځه تللی شي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او کورنی حل غواړي او نور بايد د پاکستان حکومت د ستونزې د حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي.

د اعلامیې په خبره، دُرانی بايد پوه شي چې دا د ديپلوماتانو دنده ده چې پرېنږدي پاروونکې رسنيزې تبصرې يې د هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان استازي اصف دُراني ویلي وه چې نړۍ دې د افغانستان لوري ته پام وکړي چې د سپتمبر د یوولسمې پېښه بیا تکرار نه شي.

اسرائیلو؛غزه کې ۳۵ فلسطینیان وژلي

0

اسرائیلو تېره ورځ یو وار بیا غزه کې۳۵ فلسطیني وګړي وژلي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاد کسان د اسرائیلو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

تر اوسه پر غزې د اسرائیلو له یرغل راهیسې ۴۰ زره او ۱۰۰ کسان وژل شوي.

بل لورته راپورونه وایي، چې غزې کې روغتیایي کلنیکونه هم د دوا له کمښت سره مخ دي، چې د ډېرو ناروغانو روغتیایي وضعیت ورسره خراب شوی دی.

د امریکا اسخباراتي ادارې؛ایران د امریکا ټاکنو کې په لاس لرلو تورن کړ

0

د امریکا استخباراتي ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې ایران د کاملاهرېس او ډونالډ ټرمپ د استخباراتي کمپاینونو د هک کولو د هڅو مسؤل بللی دی.

واشنګټن پوسټ د یو شمېر سرچینو په حواله، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي، داسې ایمیلونه یې تر لاسه کړي، چې ښیي په حقیقي بڼه جوړ شوي؛ خو په کلیک کولو سره ټول معلومات تر لاسه کوي.

ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې دا تورونه بې ځایه بللي دي.

هېره دې نه وي چې وړاندې تر دې پر ډونالډ ټرمپ د برید پړه هم پر ایران واچول شوه؛ خو ایران یاد برید کې لاس لرل رد کړل.

د طالبانو حکومت؛پروان کې د موسیقۍ الې سوځولي

په پروان کې د طالبانو حکومت د امر باالمعروف ریاست د موسیقۍ غږولو سلګونه الې سوځولې دي.

په پروان کې د یاد ریاست رییس مولوي رحمت‌الله زبیر ویلي چې د موسیقۍ غږولو دا الې یې د تېر یو کال په موده کې راټولې کړي او په ګلغونډۍ کې یې اور ورته کړی دی.

نوموړي همدا راز د پروان اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د خوښیو مراسمو او ودونو کې موسیقۍ ونه غږوي.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په موسیقي کلک بندیز لګول شوی دی.

د اوکراین له یرغل څخه تېښته؛د کرسک څخه ایستل شوي وګړي د روسیې ښارونو ته لېږدول شوي

0

د کرسک سیمې څخه ایستل شوي ملکي وګړي د روسیې سویلي ښارونو ته لیږدول شوي دي.

د روسیې د بیړنیو حالاتو د وزارت د چارواکو په وینا، د اوکراین له خوا د ناڅاپي برید له وېرې، ایستل شوې ډلې د ساراتوف، سمارا او تامبوف سیمو ته تللې دي.

بل لورته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، په کورسک سیمه یې ځکه حملې کړې چې دا سیمه د روسیې پر وړاندې د یو حایل په توګه وکارول شي.

که څه هم له څو ورځو راهیسې په کورسک سیمه کې درنه جګړه پیل شوې؛ خو دا لومړی ځل دی چې زلنسکي د دغې جګړې هدف په ګوته کوي.

اوکرایني ځواکونو په دغه سیمه کې یو مهم پل نړولی او یو بل کلیدي پل ته هم نږدې شوي دي.

اسوشټیډ پریس ویلي، چې د دغه پل له نړېدو وروسته د روسیي ځواکونو ملاتړ کمزوری شوی دی.

د شوروي اتحاد؛یوې جنګي بېړۍ د چین په سویل کې اور اخیستی

0

د الوتکې وړونکې بېړۍ مینسک، چې د شوروي اتحاد یوه جنګي بېړۍ وه، د چین په سویل کې د شانګهای بندر ته څېرمه یې اور واخیست.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره ورځ شوې ده.

د مینسک الوتکې وړونکې بېړۍ په ۱۹۷۸ کې د شوروي اتحاد د سور سمندرګي ځواکونو خدمت ته ننوتل.

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته دغه بېړۍ د اوکراين له خوا پر جنوبي کوريا وپلورل شوه او له بندېدو وروسته د کروز بېړۍ په توګه پر څو چينايي سوداګرو وپلورل شوه او له شاوخوا دوو لسيزو راهيسې د خلکو لپاره يو تفريحي نندارتون و.

ایران؛د دوه افغانانو په ګډون اته تنه اعدام کړي

ایراني چارواکو نن یو وار بیا دوه افغانان اعدام کړي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان حال‌وش ویلي چې د ایران حکومت له لوري ټول اته تنه اعدام شوي چې دوه یې افغانان دي.

یاد بنسټ د اعدام شویو افغانانو هویت نه دی په ډاګه کړی.

ویل کېږي چې یاد کسان د د نشه‌یي توکو د پېر او پلور په تور اعدام شوي دي.

کابل کې؛یو هلک او نجلۍ ویشتل شوي

د کابل ارزان قیمت د نهم بلاک سیمه کې یو سړي هغه نجلۍ ویشتلې، چې خپل ورور سره یې د دوی کور ته ورغلې وه.

باوري سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې نجلۍ او هلک له یو بل سره اړیکې درلودې؛ خو د نجلۍ کورنۍ او د هلک کورنۍ هیڅ رضایت نه درلود، چې بلاخره نجلۍ د خپل پلار له کوره له هلک سره د هغه کورته تللې.

د معلوماتو له مخې، د هلک کورنۍ د نجلۍ په راوستلو سره خپل زوی وهلی او د نجلۍ سره د نکاح اجازه یې نه ورکوله، هلک له کورنۍ سره له جنجال وروسته ځان په ډزو ویشتی.

له دې پېښې وروسته د هلک ورور نجلۍ هم په ډزو ویشتې ده.

د دغه هلک او نجلۍ جسدونه روغتون ته وړل شوي او د طالبانو ځایي حکومت د هلک ورور نیولی دی.

عمران خان؛د اکسفورډ پوهنتون ریاست ته د رئیس کېدو لپاره فورم لېږلی

0

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر سلاکارې زلفي بخاري ویلي چې عمران خان د اکسفورډ پوهنتون ته د ریاست فورم لېږل شوی.

ټاکل شوې چې د یاد پوهنتون د ریاست لپاره به ټاکنې د لړم په میاشت کې پیل شي.

ټاکل شوې چې دا ټاکنې به په انلاین بڼه ترسره شي.

په دې ټاکنو کې به د پوهنتون استادان او له یاد پوهنتون فارغ شوي محصلین رایه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر یو کال زیاته موده وشوه چې عمران خان په بند کې دی.

قانع:هغه کسان چې موټر ټکسي کوي، باید د موټرو ټولې پرزې یې پوره وي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع له موټر چلونکو غوښتي، چې د خپلو موټرو د ټکسي پرمهال د موټرو د عقب ښیښې، د موټرو څراغونه، اشارې او د دروازو قلفونه پوره وي.

د یاد وزارت ویاند ویلي، چې تر دې پرته یې موټر د اړوند شرکت له لوري نه رنګ کېږي.

نوموړي زیاته کړې، که هرچا د خپل موټر یادې پرزې رنګ نه کړې، نو له قانوني چلند سره به مخ شي.

هغه ویلي، دا چاره تر ډېره د بېکارۍ د مخنیوي لپاره ترسره کوي.