پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 908

ساینس پوهان:ځمکې ته یوه سیاره نږدې شوې، چې نږدې دوه میاشتې به د ځمکې مېلمنه وي

0

ساینس پوهان وایي، د ځمکې د مدار پر لور یوه سیاره را روانه ده، چې دوه میاشتې به د ځمکې له مدار سره وڅرخي او تر هغې وروسته به بیرته ځي.

کازموس ورځپاڼې لیکلي، دا سیاره ځمکې ته نږدې شوې؛ خو له ځمکې سره به ټکر ونه کړي..

دا سیاره د اګست په اوومه د تسلکوپ په واسطه په جنوبي افریقا کې کشف شوې.

یاده پي ټي۵ “۲۰۲۴” سیاره به په ۵۳ ورځو کې د ځمکې له مداره خپل حرکت بشپړ کړي.

جنرال مبین:د پاکستان ملي سرود ته د پېښور سرقونسل نه درېدل د پنجاب د ظلمونو پر وړاندې خاموش احتجاج دی

د طالبانو حکومت لابیګر او د کابل امنیه قومندانۍ پخواني ویاند جنرال مبین پېښور کې د پاکستان ملی سرود ته د پېښور سرقونسل نه درېدو له کبله د پاکستانیانو غبرګون ته لیکلي، چې دوی په ديپلوماسي پوهېږي؛ خو دا د پنجاب ریاست له خوا د افغان ولس ځورونې ته خاموش احتجاج دی.

ښاغلي مبین دغه راز لیکلي چې په سیاسي لحاظ د کوه نور الماس کیسه له همدې پېښوره پیل شوه، بالاحصارونه د پېښور په زړه کې د جنګونو او ننګونو کارنامې بیانوي او که د ریاست جبر ته وکتل شي، نو د داسې ګاونډي مخ راپېژني چې د ګاونډیتوب یو اصل هم نه مني.

جنرال مبین دیني اړخ د دغه کار یو بل سبب ګڼلی دی.

پېښور کې؛د پاکستان ملي سرود ته د طالب سرقونسل نه درېدو د پاکستاني رسنیو او فعالانو غبرګونونه پارولي

وروسته تر هغې چې پېښور کې د طالبانو حکومت سر قونسل د پاکستان ملي سرود ته ونه درېد؛ نو دې کړنې د پاکستاني رسنیو او فعالانو غبرګونونه را پارولي.

دوی وایي، دا کار د پاکستان حیثیت او ملي سرود ته بې احترامي ده.

فعالانو د سرقونسل محب‌الله شاکر دا کړنه پاکستان ته توهین بللی دی.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت ملي سرود حرام ګڼي او افغانستان کې یې هم ورباندې بندیز لګولی.

د مقاومت په نوم جبهه:د افغانستان امنیت په اړه د ملګرو ملتونو راپور سرسري دی

د مقاومت په نوم جبهې د افغانستان امنیت په اړه د ملګرو ملتونو پر راپور نیوکه کړې.

دوی په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په دغه راپور کې د دوی ځینې کړنې له نظره غورځول شوي.

اعلامیه کې راغلي، یادې جبهې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې تر سلو ډېر بریدونه کړي؛ خو راپور کې یوازې له ۵۳ پېښو یادونه شوې.

یادې ډلې دغه راز ویلي چې په تېرو دوه نیمو میاشتو کې یې ۱۰۷ بریدونه کړي چې ۱۴۹ طالب سرتېري یې وژلي او ۱۴۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دوی دا راپور په افغانستان کې د موجودو واقیعتونو په اړه محافظه کارانه ګڼلی.

بیروت کې؛د ایران سفیر او د حزب الله سلګونه جنګیالي په سایبري برید کې ټپیان شوي

0

د لبنان بیروت کې د ایران سفیر مجتبی اماني او د حزب الله سلګونه غړي د یو سایبري برید په پایله کې ټپیان شوي دي.

د حزب الله غړي د یادې ډلې پیاوړي جنګیالي بلل کېږي، چې د اسرائیلو پر وړاندې ښه جنګي مخینه لري.

رویټرز د حزب الله ډلې د یو غړي له قوله ویلي، چې د دوی دا غلطي نه جبرانېدونکې ده.

د لبنان روغتیا وزارت همدا راز له ټولو روغتونونو هم غوښتي چې بیړنی وضیعت اعلان کړي او اماده اوسي.

خالد مشعل؛د اوربند لپاره بېړه نه لرو او له خپلو غوښتنو نه په شا کېږو

0

د حماس د سیاسی دفتر پخوانی مشر خالد مشعل وايي، دوی له اسرائیل سره د اوربند لپاره هیڅ بېړه نه لري.

نوموړي ویلي، په هیڅ قیمت به د اوربند ترسره کېدو لپاره له خپلو غوښتنو په شاه نه شي.

مشعل زیاته کړې، سره له دې چې دغې جګړې فلسطین زیات ویجاړ کړی؛ خو دا هغه بیه ده، چې دوی یې د ازادۍ لپاره پرې کوي.

هغه ویلي، هغه فلسطینیان چې پر حماس نیوکه کوي؛ په اقلیتونو کې راځي.

د یادونې ده چې په روانه جګړه کې تر اوسه څه د پاسه ۴۱ زره فلسطینیان وژل شوي دي.

افغان فوټسال لوبډله؛سبا له ارجنټاین سره سیالي لري

0

ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې سبا له ارجنټاین سره مخ شي.

دا سیالۍ د کابل په وخت ۷:۳ پیلیږي.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې په خپلې لومړۍ لوبه کې انګولا ته شپږ د څلورو پر وړاندې ماتې ورکړې وه.

بل لورته بیا ارجنټاین اوکراین ته اووه د یو پر وړاندې ماتې ورکړې.

تر دې وروسته به افغان لوبډله په خپل سي ګروپ کې له اوکراین سره سیالي وکړي.

ملا هبت‌الله:مه ناهیلي کېږئ؛ زمونږ نظام ورځ نه بلې ته ښه کېږي

د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده وايي، د دوی حکومت ورځ تر بلې د ښه کېدو پر لور روان دی.

هغه په کندهار کې د ۴۸۰ پولیسو فراغت غونډې ته ویلي، چې خلک دې نه ناهیلي کېږي.

نوموړي دغه راز له طالب سرتېرو غوښتي چې د ده پیروي ته لومړیتوب ورکړي.

د یادونې ده چې په دغو مراسمو کې د طالبانو حکومت د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد او یو شمېر نورو چارواکو هم برخه لرله.

صالح:دوستم زمونږ د هېواد پیاوړی ساستمدار دی

تېر جمهوري نظام کې د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح ویلي، دوستم زمونو یو قومي مشر، پیاوړی نظاني او مطرح سیاستمدار دی.

هغه ویلي، د افغانستان په تاریخ کې د دوستم رول معلوم دی.

نوموړي پر اوسني وضعیت نیوکه د هرچا حق بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان پرمختګونو کې له دوستم څخه انکار د وخت ضایع کول دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ جنرال دوستم د شهید اونۍ په غونډه کې د صالح له لوري جګړې ته د هزاره ګانو هڅول غندلي وو.

ایران:له افغانستان څخه قاچاق کېدونکي سره زر مو نېولي

د ایران سرحدي چارواکو ویلي، چې له افغانستان څخه یې قاچاق کېدوونکي ۱۲ کیلو او ۷۲۰ کیلوګرامه سره زره نیولي دي.

دا سره زره د خراسان رضوي ولایت په تایباد سیمه کې نیول شوي دي.

د یاد ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان مجید شجاع ویلي، چې له چټک مزلي موټر څخه یې د سرو زرو ۳۴ خښتې ترلاسه کړې دي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د ایران پولیسو په یاده سیمه کې له افغانستانه قاچاق شوي ۱۵۱ کیلو او ۴۵۰ ګرامه «شیشه» نشه‌يي توکي کشف او ترلاسه کړي وو.