په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر محمد صادق خان ددې هیواد لپاره د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی.
نوموړی د افغان سیاستوالو سره ښه راشه درشه لري او د آصف دراني ځایناستی ټاکل شوی.
په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر محمد صادق خان ددې هیواد لپاره د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی.
نوموړی د افغان سیاستوالو سره ښه راشه درشه لري او د آصف دراني ځایناستی ټاکل شوی.
په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شپاړس ورځني کمپاین په ترڅ کې ویلي، چې د هغو افغان ښځو تر څنګ ولاړه ده چې له تاوتریخوالي او ظلم سره مخ دي.
نوموړې ویلي، چې افغانستان کې جنسیتي توپیر ته باید ځای ورنکړل شي.
هغې ویلي، د افغانستان ټولو وګړیو ته باید خپل اساسي حقونه ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو حکومت په طبي انستیتوتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوو.
د جرمني صدراعظم اولف شولتز ویلي، چې افغانستان ته به د مجرمو پناه غوښتونکو د اخراج لړۍ دوام ولري.
نوموړي ویلي هر هغه څوک چې جرم وکړي، باید دا احساس ونه کړي چې په دغه هېواد کې به پاتې شي.
شولتز دغه راز ویلي، چې د افغان مجرمينو اخراج د منظمو الوتنو او يا د افغانستان له واکمنو چارواکو سره د خبرو اترو له لارې نه ترسره کېږي.
د یادونې ده چې څو میاشتې مخکې هم جرمني ۲۸ افغان کډوال د ځینو جرمونو په تور افغانستان ته راوړل.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو پر زدهکړو بندیز غندلی دی.
ښاغلي بینېټ په خپله ایکسپاڼه لیکلي، دا د نه توجیه وړ اعلان به په ټول نفوس ویجاړونکی اغېز ولري.
نوموړي زیاته کړې، چې دا بندیز د روغتیا، زدهکړې او کار په برخه کې د نجونو او ښځو حقونه لا نقضوي.
د یادونې ده چې د نجونو پر طبي زده کړو بندیز د ګڼو نړیوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت وایي، چې د آرزو ټلویزیون د تړل کېدو پرېکړه، د اسلامي ارزښتونو د ساتنې، د رسنیو څخه د ناسمې ګټې اخیستنې مخنیوي او د ټولنیز نظم د ټینګښت لپاره شوې ده.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ځینو کسانو د آرزو ټلویزیون د نوم څخه په ګټې اخیستنې د اسلامي ارزښتونو او ملي عنعناتو سره په ټکر کې کړنې ترسره کولې.
دوی دغه راز ویلي، چې د دوی څېړنو جوته کړې چې د آرزو ټلویزیون ځیني غیر رسمي کسان ګومارلي وو او د هېواد څخه بهر تبعيدي رسنیو په مالي ملاتړ، د اسلامي او افغاني اصولو او دودونو خلاف سریالونه او خپرونې یې دوبله کولې.
د ملګرو ملتونو فرهنګي علمي او ښوونیز سازمان یا یونسکو په یو تازه راپور کې ویلي، چې په افغانستان ایران، تاجکستان او ازبکستان کې د موسیقۍ الې رباب، غږول او جوړول د فرهنګي ګډ میراث په توګه پهدې سازمان کې ثبت کړي دي.
راپور کې راغلي، چې دوی دا اقدام د یوې غونډې په ترڅ کې اخیستی، چې په کې د افغانستان استازي هم برخه لرله.
د افغانستان استازي رباب غږول د دغه هېوادونو د موسیقي روح بللی دی.
یونسکو دا ګام داسې مهال پورته کوي، چې په افغانستان کې له تېرو درې کالو راهیسې د طالبانو له لوري په موسیقي بندیز لګېدلی.
د فرانسې پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر، میشل بارنیه حکومت ته د نه باور رایه ورکړه او په دې سره د دغه حکومت دوره پای ته ورسېده.
د بارنیه په مشرۍ دغه حکومت درې میاشتې دوام څخه وروسته وپرځېد.
د رویټرز د راپور له مخې، میشل بارنیه او کابینه به یې خپلې رسمي استعفاوې د فرانسې ولسمشر امانول مکرون ته وړاندې کړي.
پخوانی طالب چارواکی او د خلاصون لار شورا مشر سید اکبر اغا وایي، خلک دې په تیاره کې نه ساتل کېږي او که چېرې زدکړې غیر شرعي وي؛ نو خلکو ته باید قناعت ورکړل شي.
سید اکبر اغا زیاتوي خلک باید ټولو پرېکړو کې راګډ شي ترڅو له حکومت فاصله کمه شي.
نوموړی وایي د ښځو زکړې ناندریزه مسئله ګرځېدلې، چې د نظام بې کفایتي هم ښیي.
هغه د دغې ستونزې د حل لپاره دودیزه لویه جرګه رابلل هم یوه حل لاره ګڼلې.
ملګرو ملتونو ویلي چې د طالبانو د نوي فرمان په اړه اندېښمن دي.
د یاد سازمان د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي چې دغه فرمان به، ژوند، زدکړو او روغتیایي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدود کړي.
د هغه په خبره، له طبي انستیتوتونو د نجونو منع کول به د افغانستان پر روغتیایي سیستم ویجاړونوکی اغېز وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د طالبانو حکومت په طبي انستیتوتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوو.
د افغان سولې د مذاکراتي پلاوي مشر او د ملي دفاع پخواني وزیر محمد معصوم ستانکزي د طالبانو له لوري انستیتوتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز غندلی دی.
ښاغلي ستانکزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې نن ورځ د ملت برخلیک د یو مشخص شخص او کړۍ په ماهیت، تصمیم او خود غرضۍ پورې محدود دی، چې هېواد په هر ناروا عمل سره یو ګام د بربادۍ خوا ته نږدې کوي.
هغه ویلي، له لومړنیو بشري او روغتیايي خدمتونو څخه د خلکو بې برخې کول او د هېواد له نیمایي نفوس څخه د زده کړې او کار حق اخیستل به د طالبانو حاکمیت پای ته ورسوي.
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت وروستۍ پرېکړې د ګڼو سیاسیونو او نړۍوالو بنسټونو غبرګونونه را پارولي دي.