یکشنبه, جون 21, 2026
Home Blog Page 903

ریچارډ بینېټ:د طالبانو د امربالمعروف قانون د افغانانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکى ریچارډ بینټ وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د جنسيت پر بنسټ سیستماتیکې ځپنې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

ریچارډ بینټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنيوي د ورځې د پیلېدو په مناسبت ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانانو ژوند له سختو ستونزو سره مخ کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول لوی جرم دی او په وینا یې دا جرم د طالبانو له لوري ترسره کېږي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو حکومت افغانستان ته د ریچارډ بینېټ په راتګ بندیز ولګوو او هغه یې د پروپاګند په خپرولو تورن کړ.

ازبکستان کې؛د ملګرو ملتونو او د منځنۍ اسیا هېوادونو چارواکي له افغانستان سره په همکارۍ خبرې کوي

ازبکستان وایي، چې د ملګرو ملتونو چارواکي او د منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران په تاشکند کې راټول شوي ترڅو د سیمې او افغانستان سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په ګډون د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، او ترکمنستان استازي په دې غونډه کې ګډون لري.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې غونډې د اجنډا یوه مهمه برخه د افغانستان پر محور د سیمه‌ییزې همکارۍ اړوند بحثونه دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

محسن نقوي:د افغان کډوالو د برخلیک په اړه به لنډ وخت کې یوه مهمه پرېکړه وشي

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وايي، چې د پاکستان په وروستیو مظاهرو کې د افغان کډوالو د ګډون په اړه به نن جزیات شریک کړي.

نوموړي ویلي، چې په نژدې ورځو کې به د افغان کډوالو د برخلیک په اړه یوه مهمه پرېکړه اعلان شي.

محسن نقوي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړې.

د یادونې ده چې په اسلام اباد کې د وروستیو مظاهرو له کبله شپږ تنه وژل شوي او دغه مظاهرې لا هم دوام لري.

انتونیو ګوتریش:د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د اوربند هرکلی کوم

0

‏د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې په لبنان کې د حزب الله او اسراييل ترمنځ د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي.

ښاغلي ګوترېش پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، چې د اوربند هرکلی کوي او هیله لري چې دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي، کړاوونو او ویجاړۍ د پای ته رسېدو لامل شي.

بل لورته د فرانسې ولسمشر، ایمانویل مکرون هم ویلي، چې د دغه تړون ملاتړ او هرکلی کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو امنیتي کابینې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ د اوربند طرحه تېره شپه په یوه خوله تصویب کړه.

نتنیاهو:لبنان کې له اوربند وروسته به ډېر تمرکز پر ایران او حماس وکړي

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې په لبنان کې د اوربند تر رامنځ ته کیدو وروسته به ډیر تمرکز پر ایران او حماس باندې وکړي.

د اسرائیلي رسنۍ د راپورونو له مخې، نتنیاهو ادعا کړې چې په لبنان کې د اوربند رامنځ ته کول به تل ابیب ته اجازه ورکړي چې پر حماس او ایران زیات تمرکز وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د لبنان په سویل کې یې د حزب الله ټول تاسیسات او د قوماندې مرکزونه ویجاړ کړي دي.

هعه ویلي، کله چې حزب الله له صحنې څخه ووځي، حماس به په جګړه کې یوازې پاتې شي او پر ضد به یې زموږ فشارونه زیات شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د اوربند موافقه تصویب شوې ده.

پاکستان؛وروستیو لاریونونو کې شپږ تنه وژل شوي

0

د پاکستان په مرکز اسلام‌اباد کې د مظاهره‌چیانو او پاکستاني امینتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې د څلور امنیتي سرتېرو په شمول لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

پاکستانۍ رسنۍ وایی، چې مظاهره‌چیانو په دوو جلا ځایونو کې پر خبریالانو هم بریدونه کړي او ټپیان کړي یې دي.

خو د تحریک انصاف ګوند د تاوتریخوالي تورونه رد کړي او امنیتي ځواکونه یې د دوی پر وړاندې په تاوتریخوالي تورن کړي دي.

بل لورته رویټرز ویلي، چې د دغه اعتراضونو له کبله د تاوتریخوالي د زیاتېدو له وېرې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د مهمو ودانیو او ډیپلوماټیکو ماموریتونو د ساتنې لپاره پوځي ځواکونه ګمارل شوي دي.

سي‌ان‌ان:په لبنان کې د اوربند موافقه تصویب شوې ده

0

سي‌ان‌ان په یوه راپور کې وایي، چې په لبنان کې د اوربند موافقه تصویب شوې ده.

سي‌ان‌ان د اسرائیلو د امنیتي کابینې د یوه چارواکي په حواله ویلي، چې د اسراییلو امنیتي کابینې د لبنان د حزب الله وسله والې ډلې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د اوربند موافقې ته رایه ورکړه.

راپور کې ویل شوي، چې د دغه وړاندیز هدف له حزب الله سره د شپیتو ورځو د دښمنۍ ختمول دي.

د یادونې ده چې تېره ورځ‏ رویټرز هم د لبناني چارواکو له قوله ویلي وو، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به ډېر ژر په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلي پوځ ترمنځ اوربند اعلان کړي.

خلیلزاد:د پاکستان له لوري پوځیانو ته پر مظاهره چیانو د ډزو کولو امر یوه ستره تېروتنه ده

0

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د حکومت له لوري پاکستاني پوځیانو ته د سوله ییزو مظاهره چیانو د وژلو لپاره د ډزو امر یوه ستره تېروتنه ده.

ښاغلي خلیلزاد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا د قانون او نظم د پلي کولو لاره نه ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د پاکستان د راتلونکي لپاره، دا حکم باید سمدستي لغوه شي او د پخلاینې پروسه، د پاکستان د ملګرو په مرسته، باید ژر تر ژره پیل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان پوځ خپلو سرتېرو ته د پخواني صدراعظم عمران خان پر معترضو پلویانو د ډزو امر کړی دی.

ایران:د روان کال تر پایه به ۲.۵ میلیونه غیر قانوني کډوال له ایران وباسي

0

ایران وایي، چې د روان لمریز کال تر پایه به ۲.۵ میلیونه غیرقانوني افغان کډوال له ایران وباسي.

د ایران په بهرنیو چارو وزارت کې د استازو ريیس احمد معصومي‌فر وایي، چې د غیر قانوني اتباعو شړلو لپاره له هېڅ هېواد سره د هوکړې اړتیا نشته.

نوموړي په کډوالو غږ کړی چې له ایران څخه په خپله خوښه ووځي او که ونه وځي؛ نو ایراني چارواکي به اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د ایران دولتي خبري اژانس “ایرنا” ویلي، چې ایران ته د غیرقانوني افغان کډوالو ورتګ خورا کم شوی هم دی.

د طالبانو حکومت؛له کندهار وروسته په ارزګان او ځینو نورو سویلي ولایتونو کې په سیمه‌ییزو ټولګیو بندیز لګولی

د طالبانو حکومت له کندهار وروسته تازه په ارزګان او ځینو نورو سویلي ولایتونو کې هم د نړیوالو ادارو له‌خوا پر سیمه‌ییزو ټولګیو بندیز لګولی دی.

د یونېسف، سیف د چلډرن او ځینو نورو نړیوالو ادارو کارکوونکو ویلي، د طالبانو حکومت ورته د سیمه‌ییزو ټولګیو د بندیدو امر کړی او اوس په اکثرو سیمو کې دا ټولګي تړل شوي دي.

په سویلي حوزه کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف ځینو کارکوونکو ویلي، چې طالبانو ورته په ټولو سیمو کې د ښوونځيو د تړل کېدو ویلي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.