پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 9

د پاکستان او استرالیا لوبلړۍ؛د استرالیا درې وړ چټک توپ اچوونکي د نوملړ برخه نه دي

استرالیا د یو ورځنیو لوبو د ترسره کولو لپاره پاکستان ته سفر کوي، خو په دې لوبډله کې د دوی درې مهم چټک توپ اچوونکي پیټ کمنز، مچل سټارک او جوش هیزلووډ شامل نه دي.

دا درې یو ورځنۍ لوبې به د مې په ۳۰مه په پاکستان کې پیل شي او د جون تر ۴مې نیټې پورې به دوام وکړي.

د استرالیا د لوبډلې مشر روزونکي ویلي، چې د دغو مهمو توپ اچوونکو نشتون د دې لپاره دی چې هغوی ته ځانګړې پاملرنه او فزیکي ساتنه یې وشي، څو د ۲۰۲۷ نړیوال جام لپاره په بشپړې روغتیا سره چمتو پاتې شي او د ټپ یا ستړیا له امله د لوبډلې لپاره ستونزه رامنځته نه کړي.

محمد باقر قاليباف؛د پرلپسې اووم کال لپاره د ایران د پارلمان رییس وټاکل شو

محمد باقر قاليباف د ایران د پارلمان د غړو د اکثريت رایو په ترلاسه کولو سره د اووم پرله‌پسې کال لپاره د اسلامي شورا د مجلس د رییس په توګه وټاکل شو.

قالیباف د ایران له مهمو سیاسي څېرو ګڼل کېږي او د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو خبرو او کړکېچونو پر مهال هم د اغېزناکو چارواکو له ډلې شمېرل کېږي.

هغه تر دې وړاندې د تهران ښاروال، د سپاه پاسداران قومندان او د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند هم پاتې شوی دی.

اسماعيل بقایي:د امریکا د بدلېدونکو دريځونو له امله واشنګټن او تهران لا وروستۍ هوکړې ته نه دي نږدې شوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي ویلي، هېڅوک دا ادعا نه شي کولی چې ایران او امریکا هوکړې ته نږدې شوي دي، ځکه د امریکايي چارواکو پرله‌پسې بدلېدونکي دریځونه د خبرو اترو بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

هغه زیاته کړې، ایران دا مهال د مذاکراتو پر بهیر تمرکز لري او دا چې احتمالي هوکړه به وروسته څنګه اعلان یا لاسلیک شي، هغه موضوع ده چې د پرېکړې لپاره یې وخت شته.

بقایي همداراز ویلي، که اړتیا پېښه شي د پلاوو سفرونه تهران ته یا متقابل سفرونه ممکن ترسره شي؛ خو اوس‌مهال پاکستان ته د ایراني پلاوي د سفر یا ایران ته د پاکستاني پلاوي د ورتګ کوم پلان نه شته.

آریانا افغان هوايي شرکت؛د کابل او ډهلي ترمنځ ورځنۍ الوتنې پیل کړې

آريانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د افغان مسافرو د اسانتیا او د سفرونو د زیاتېدونکې غوښتنې د پوره کولو لپاره یې د کابل او ډهلي ترمنځ ورځنۍ الوتنې پیل کړې دي.

د شرکت په وینا، د الوتنو د شمېر زیاتوالی به د سوداګرو، ناروغانو، محصلینو او نورو مسافرو لپاره د سفر اسانتیاوې برابرې کړي او د افغانستان او هند ترمنځ به اقتصادي او سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.

آریانا افغان ویلي، دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ د اسانتیا او د هوايي خدمتونو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.

د ښځو نړيوال جام سیالیو؛د چمتووالي په موخه د پاکستان د کرکټ ښځینه لوبډله ایرلینډ ته لاړه

د ښځو د راتلونکې نړیوال جام سیالیو ته د تیاري او چمتووالي په موخه د پاکستان د ښځو ملي لوبډله ایرلینډ هیواد ته وخوځیده.

یاده لوبډله به د کوربه هیواد په شمول د ویسټ انډیز هیواد سره درې اړخیزه لوبلړۍ ترسره کړي.

د دې لوبلړۍ له پای ته رسېدو وروسته پاکستانۍ لوبډله نړیوال جام کې د ګډون په موخه انګلستان ته سفر کوي چې د جام لومړۍ لوبه به د جون په ۱۴مه د هند سره ترسره کړي.

د حج د مراسمو پيل؛له ۱.۵ میلیونه ډېر حاجیان منا ته رسېدلي او د حج مراسم یې پيل کړل

له بېلابېلو اسلامي هېوادونو څه باندې یو نیم میلیون حاجیان د حج د مناسکو د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلي او د حج مراسم یې پیل کړي دي.

حاجیان د منا سیمې ته تر رسېدو وروسته د عرفات د ورځې لپاره چمتووالی نیسي، چې د حج تر ټولو مهم رکن ګڼل کېږي.

د سعودي چارواکو په وینا، د حاجیانو د اسانتیا او امنیت لپاره پراخ تدابیر نیول شوي او د ترانسپورټ، روغتیا او بیړنیو خدماتو ځانګړي پلانونه عملي شوي دي.

بل لور ته، د سعودي هوا پېژندنې ادارې د سختې ګرمۍ خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د تودوخې درجه ښايي ۴۷ سانتي ګرادو ته لوړه شي.

چارواکو له حاجیانو غوښتي چې د لمر له مستقیمو وړانګو ځان وساتي، کافي اوبه وڅښي او روغتیايي سپارښتنې جدي تعقیب کړي.

د يادونې ده، چې سږکال ٣٠زره افغان حاجیان هم د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو په ٩٧ الوتنو کې سعودي عربستان ته لېږدول شوي دي.

ضمیر کابلوف:د کابل په غوښتنه به افغانستان ته بشري مرستې برابرې کړو

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، مسکو چمتو دی چې د کابل د رسمي غوښتنې په صورت کې افغانستان ته بشري مرستې برابرې کړي.

هغه ویلي، که څه هم د افغانستان د کورنیو حاصلاتو راټولېدل به د خوړو اوسنی بحران تر یوه بریده کم کړي؛ خو امکان شته چې هېواد بیا هم د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شي.

کابلوف ټینګار کړی چې افغانستان لا هم بشري مرستو او نړیوالې همکارۍ ته اړتیا لري، څو اقتصادي او بشري ستونزې راکمې شي.

مارکو روبیو:ډونالډ ټرمپ به له ایران سره د “بدې هوکړې” لاسلیک ونه کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ احتمالي هوکړه لا هم پر مخ روانه ده.

د رویټرز د راپور له مخې، روبیو ویلي د ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو وړتیا او د اټومي مسایلو په اړه د حقیقي او مهمو مذاکراتو لپاره یو نسبتاً قوي وړاندیز پر مېز پروت دی.

هغه زیاته کړې، امریکا هیله لري چې دغه طرحه عملي شي او دا چې د خلیج هېوادونه او نړیواله ټولنه هم تر ډېره د دې ملاتړ کوي.

مارکو روبیو ویلي، ډېری هېوادونه پوهېږي چې دغه اقدام نه یوازې منطقي، بلکې د نړۍ لپاره سم کار هم دی.

روبیو، چې هند ته د سفر پر مهال یې خبریالانو سره خبرې کولې، ټینګار کړی چې ډونالډ ټرمپ د هوکړې لپاره بېړه نه لري او “بد تړون” به ونه مني.

هغه زیاته کړې، امریکا به مخکې له دې چې نورو انتخابونو ته مخه کړي، ډیپلوماسۍ ته د بریا فرصت ورکړي.

سي‌اېن‌اېن:واشنګټن ایران ته ویلي، د یورانیمو له سپارلو پرته به پيسې ونه ګورئ

سي‌اېن‌اېن راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د وړاندیز شوې هوکړې له مخې، دواړو لورو ته ۶۰ ورځې وخت ورکړل شوی څو وروستۍ موافقه نهايي کړي.

د راپور له مخې، د ایران پر ضد د بندیزونو کمېدل به د تهران له لوري د لوړې کچې غني شویو یورانیمو زېرمو سپارلو پورې تړلي وي.

سي‌اېن‌اېن د ټرمپ ادارې د یوه لوړپوړي چارواکي له قوله لیکلي:« تر هغه چې یورانیم ونه سپارل شي، تهران ته به هېڅ پیسې ورنه کړل شي.»

راپور زیاتوي چې دغه احتمالي تفاهم لا هم د خبرو په پړاو کې دی او تر اوسه د دواړو هېوادونو له خوا په رسمي ډول نهايي شوی نه دی.

رزمي لوبې؛افغان ورزشکارانو رزمي لوبو کې پنځه میډالونه وګټل

افغان رزمي لوبغاړو د آسیايي سیالیو د لارموندنې په لوبو کې د پام وړ بریاوې خپلې کړې او هېواد ته یې پنځه مډالونه وګټل.

په دغو سیالیو کې سمیع الله حمیدي، پرویز کاپیساوال، نصرت جلالي، واصل مردان او احمد رضا ایماق د خپلو غوره لوبو په مټ د افغانستان لپاره پنځه مډالونه ترلاسه کړل.

افغانستان په دې سیالیو کې د ۱۳ لوبغاړو او ۴ روزونکو په ګډون برخه اخیستې وه.

یادې سیالۍ د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د مې میاشتې له ۲۲مې تر ۲۴مې نېټې پورې ترسره شوې.