دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 888

اوراسیا شبکه:طالبان په درې مختلفو برخو کې په جګړه بوخت دي

اوراسیا خبري‌ـ‌تحلیلي شبکې ویلي، چې طالبان له درېیو لوریو سره په جګړه بوخت دي.

داعش خراسان څانګه، مقاومت جبهه او پر ډېورنډ فرضي کرښه پاکستاني پوځیان هغه لوري یاد شوي چې طالبان ورسره په جګړه بوخت دي.

راپور کې د مقاومت په نوم جبهه د طالبانو پر وړاندې د پرتلې وړ نه ده بلل شوې.

دوی دا راپور داسې مهال خپروي چې طالبان وایي، په کور دننه یې ټولې وسله والې ډلې له منځه وړي دي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو فرهنګ وزارت:تېر کال مو د ګڼو رسنیو سرغړونې ور اصلاح کړې

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، چې تېر کال یې د ګڼو رسنیو سرغړونې اصلاح کړې.

د یاد وزارت چارواکو نن د خپلو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي چې په تېر کال کې د تلویزیوني، راډیویي او یوټیوب چینلونو او چاپي رسنیو ارزونه شوې، چې په پایله کې یې د تلویزیونو ۵۵، د راډیو ګانو ۶۹ او د یوټیوب چینلونو۳۲۰ سرغړونې تر پېژندنې وروسته، د دوی له پالیسي سر سم اصلاح شوي دي.

دوی دغه راز ویلي چې تر اوسه افغانستان خپل چاپ قرانکریم نه درلود؛ خو د دوی له راتګ سره سم په دولس بېلابېلو بڼوچاپ شو.

ملګري ملتونه:افغانستان کې د تېر کال په پرتله؛ سږکال د نا امنۍ پېښې ۵۳ سلنه زیاتې شوې

ملګرو ملتونو ویلي، چې دوی افغانستان کې د می له څوارلسمې د جولای تر ۳۱مې پورې یو زر او ۱۲۷ امنیتي پېښې ثبت کړې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا د تېر کال په اندازه د امنیتي پېښو کچه ۵۳ سلنه لوړه ښيي.

راپور زیاتوي چې له دې سره په خوا کې د هېواد په لویدیځ او جنوب کې د ځمکو پر سر شخړې هم زیاتې شوې دي او دغه راز د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ هم نښتې زیاتې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان وایي، په ټول هېواد کې یې امنیت تامین کړی.

د طالبانو حکومت؛افغانستان کې دواکسین بندېدو په اړه خپاره شوي خبرونه بې اساسه وبلل

د طالبانو حکومت روغتیا وزارت ویلي، چې د پولیو واکسین بندېدو په اړه لاهم کوم رسمي مکتوب نه دی صادر شوی.

د یاد وزارا ویاند شرافت زمان پر خپله ایکس پاڼه په دې اړه د ګارډین خپور شوی راپور بې اساسه بللی دی.

هغه ویلي، چې دوی د پولیو واکسین له ټولو فني او قانوني اصولو سره سم پلي کړی، ترڅو اغېزناک تمام شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ګارډین د پولیو واکسین د بندېدو خبر ورکړی وو.

کرکټ بورډ:افغان لوبډلې د راتلونکې سیالۍ لپاره خپل تمرینات ترسره کړل

0

ټاکل شوې چې افغان لوبډله به سبا په متحده عربي اماراتو کې له جنوبي افریقا سره د پنځوسو اوریزو سیالیو لړۍ پیل کړي.

کرکټ بورډ پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د دغو سیالیو لپاره یې لوبغاړو تېره شپه تمرینات ترسره کړي دي.

دا سیالۍ د افغانستان پر وخت ۴:۳۰ دقیقې پیلیږي.

تر دې وړاندې په کرکټ بورډ نیوکې وې، چې له نیوزیلنډ سره یې ټسټ لوبه په ښه ډول مدیریت نه شوی کړی.

د یادونې ده، چې افغانستان له جنوبي افریقا سره د لومړي ځل لپاره د یو ورځنیو سیالیو لړۍ ترسره کوي.

پزشکیان:زما تر واکمنۍ وروسته مو روسیې ته هیڅ ډول وسلې نه دي ورکړي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي، واک ته تر رسېدو وروسته یې روسیې ته هیڅ ډول وسلې نه دي ورکړي.

مسعود پزشکیان په خپلې وروستۍ مرکه کې ویلي، چې روسیې سره په دې برخه کې د مرستې په اړه اوس څه نشي ویلي؛ خو تر واکمنۍ وروسته یې وسلې نه دي ورکړي.

هغه دغه راز د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه د تهران پر پخواني دریځ ټینګار کړی.

نوموړي ویلي، هېواد به یې له بندیزونو سره سره، له دغه پروګرام پر شا نه شي.

دی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې لویدیځ پر ایران تور پورې کوي چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې نظامي ملاتړ کوي.

د طالبانو حکومت مشر؛له قوش تېپې کانال لیدنه کړې

د طالبانو حکومت مشر ملاهبت الله اخندازده د قوش تېپې له کانال لیدنه کړې.

د بلخ ولایت رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي د قوش تېپې کانال د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم بللی.

هغه ویلي، چې دا ډول ملي پروژې کولای شي، دوی نړیوالو ته له اړتیا خلاص کړي.

نوموړی په داسې حال کې له قوش تېپې کانال لیدنه کوي، چې څو ورځې وړاندې یې د افغانستان یو لړ ولایتونو ته سفرونه هم ترسره کړل.

د هند بهرنیو چارو وزارت:ایران دې هند کې د مسلمانانو د ځورونې پر ځای د خپل هېواد ریکارډ وګوري

0

د هند د بهرنیو چارو وزارت د ایران د مشر علي خامنه‌يي هغه څرګندونې بې اساسه وبللې، چې ګواکې په هند کې مسلمانان ځوریږي.

یاد وزارت ویلي، دوی چې په هند کې د اقلیتونو پر وړاندې د شته شرایطو په اړه نیوکه کوي؛ نو اول دې د خپل هېواد ریکارډ وګوري.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د خامنه‌يي څرګندونې په کلکو ټکو غندي او دا ډول څرګندونې ورته د منلو نه دي
.
د یادونې ده، چې علي خامنه‌يي ویلي وو، چې په غزې، میانمار، هند او یو شمېر نورو هېوادونو کې د مسلمانانو تکلیف ته په کتو، دوی ځانونه مسلمانان نشي ګڼلی.

پاکستاني پولیس:له ټي‌ټي‌پي سره مو د اړیکو په تور داسې کسان ونیول چې د پابجي له لارې به یې یو بل سره پټې اړیکې ټینګولې

0

پاکستاني پولیس وایي، چې خیبر پښتونخوا کې له ټي ټي پي سره د اړیکو په تور یې پنځه کسه نیولي دي.

د پولیسو مشر زاهدالله رسنیو ته ویلي، چې دوی د پابجي اپلیکشن له لارې له یو بل سره په اړیکه کې وو.

نوموړي ویلي، تر دې وړاندې وسله والو ډلو د وټساپ له لارې یو بل سره اړیکه ټینګوله؛ خو دا لومړی ځل دی، چې دوی له داسې پېښې سره مخ کېږي.

د یادونې ده چې پولیسو د یادو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

حبیب الرحمن سیاف:د افغانستان څخه د طالبانو د شړولو یوازینۍ لاره د ټولو سیاسي خوځښتونو یوالی دی

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا غړی او د پوهنتون استاد حبیب الرحمن سیاف د شهید اونۍ او د استاد برهان الدین رباني او د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود په تلینغونډه کې د طالبانو پر وړاندې د ټولو سیاسي لوریو او جریانونو څخه وغوښتل چې خپل یووالی وساتي او د یو چتر لاندې سره راټول شي.

ښاغلي سیاف زیاته کړې، که چیرې نن او سبا د افغانستان د راتلونکې لپاره یوې موافقې ونه رسېږي؛ نو د دوی مبارزه به هیڅ ډول پایله ونه لري.

حبیب الرحمن سیاف یو ځل بیا په طالبانو غږ کړی، چې د کبر او غرور څخه ښکته شي او له خپلو خلکو سره دې خبرو ته کیني او بین الافغاني مذاکراتو ته دې چمتو شي.

نوموړي دغه راز ویلي، افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په یو زندان بدل شوی او هره ورځ زرګونه افغانان د یوې ښې راتلونکې لپاره وطن پریږدي او نامعلوم سفر پیلوي.