دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 880

حلیم فدایي: طالبان د بشري حقونو سرغړونکي دي او ملګرو ملتونه ښه کار کړی چې بلنه یې ورنکړه

د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي د ملګرو ملتونو له عمومي غونډې څخه د طالبانو د ایستلو پریکړه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو په وړاندې د دې ډلې د ښکاره سرغړونو په وړاندې یو اړین او مهم ځواب بللی دی.

ښاغلي فدایي په انګریزي ژبه په خپل ایکس پاڼې کې لیکلي چې په ۲۰۲۱ کال په افغانستان د طالبانو د واک تر لاسه کولو راهیسې، طالبانو په سیستماتیک ډول د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي دي، دوی یې له ثانوي زده کړو، پوهنتونونو او د کار له بیلابیلو برخو منع کړي او د لسیزو پرمختګونه یې په شا تمبولي دي.

د تیر جمهوریت دغه پخواني چارواکي طالبان د ماشومانو د حقونو په نقضولو هم تورن کړي او لیکلي، چې ډیری ماشومان د اجباري کار، د کم عمره نجونو د ودونو، او زده کړې ته د نه لاسرسي له امله افغان ماشومان په سخت حالت کې دي.

د یادونې ده، چې تردې وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د خپل حکومت د نه ګډون په اړه نیوکه کړې وه او ویلي وو، چې د نړۍوالو دا کړنه یوازې اختلافاتو ته لمن وهل دي.

د سیاف کنایه طالبانو ته:فرصتونه هر وخت نه وي او هڅه باید وشي، چې له هر فرصت ګټه واخیستل شي

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف طالبانو ته په کنایې ویلي، چې فرصتونه هر وخت نه وي او هڅه باید وشي، چې له هر فرصت څخه ګټه واخیستل شي.

نوموړي د کوم چا نوم نه دی اخیستی؛ خو زیاته کړې یې ده، چې پېښماني وروسته هیڅ ګټه نه لري.

ښاغلی سیاف دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې یو شمېر سیاسیون هم له طالبانو غواړي، ترڅو د سولې لپاره راغلی فرصت له لاسه ورنه کړي.

ایرانۍ ورځپاڼه:طالبان په بشپړ ډول منحرفه او له دین وتلې ډله ده

یوې ایرانۍ ورځپاڼې د ایران د ملي سرود د درناوي لپاره د طالبانو د استازي په اړه لیکلي، چې طالبان یوه تکفیري ډله ده چې له اسلام په بشپړه توګه منحرفه او له دین وتلې ده.

دغې ایرانۍ ورځپاڼې ټینګار کړی، چې په تهران کې د اسلامي یووالي په کنفرانس کې د طالبانو بلونکي باید وغندل شي.

دې ورځپاڼې له طالبانو سره د سیاسي چلند غوښتنه کړې او لیکلي یې دي، چې د ایران حکومت باید له دغې ډلې څخه په تهران او مشهد کې د افغانستان د سفارت او کونسلګریو په ګډون طالبانو ته ورکړل شوي امتیازات بېرته واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو د وزير مرستيال عزيزالرحمن منصور په تهران کې د اسلامي یووالي کنفرانس کې د ایران د ملي سرود د غږولو پر مهال له خپلې څوکۍ پورته نه شو.

د طالبانو دغې کړنې د ایراني چارواکو سخت غبرګونونه راوپارول او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د استازي دغه چلند له سپکاوي ډک وباله او د طالبانو دیپلومات یې احضار کړ، چې وروسته یاد طالب چارواکي د ایران له خلکو بښنه وغوښته.

اصف درانی:افغانستان کې خوشحالي نشته او ټول خلک د طالبانو له حکومت ناراضه دي

د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف علي درانی وايي، د دغه هېواد خلک پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ خوشحاله نه دي.

نوموړي په خپلې یوې تازه مرکه کې ویلي، چې دا سمه ده چې طالبان د افغانستان پر ټولو سيمو کنټرول لري؛ خو په دې وطن کې خوشحالي نشته او ټول خلک له حکومت ناراضه دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې افغانستان یو بدبخته هېواد دی او د خلکو ترمنځ یې یووالی نشته.

دراني ویلي، چې په افغانستان کې د ځانګړي استازي درلودل یوه ننګونه ده او تر ټولو لویه ننګونه په دغه هېواد کې دننه ده.

سهیل شاهین:د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۷۹مې غونډې ته د دوی د استازي نه بلل، اختلافاتو ته لمن وهل دي

په قطر کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وايي، د افغانستان د خلکو له ملاتړ او د دغه هېواد پر ټوله خاوره د طالبانو د تسلط سره سره، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې ۷۹مې غونډې ته د دوی استازی نه دی بلل شوی.

هغه ویلي، چې د نړۍوالو دا کړنه یوازې اختلافاتو ته لمن وهي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت سره دا ډول برخورد د ملګرو ملتونو د تعامل د پالیسۍ خلاف کار دی.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو سرمشریزه او نورې ناستې د روانې سېپټمبر میاشتې له ١٩ مې تر ٢٦ مې نیټې ترسره کېږي او د نړۍ د ډېری هېوادونو مشرانو پکې ګډون کړی.

نبیل:د طالبانو د هرې کړنې تر شا لویه دسیسه پرته ده، ملت باید ویښ اوسي

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل وایي، چې د طالبانو د هر عمل تر شا یوه لویه دسیسه ده چې نه یوازې د افغانستان ملي پیوستون، بلکې د افغانستان راتلونکې هم جدي ګواښي.

ښاغلي نبیل ویلي، چې د افغانستان خلک باید هوښیار او ویښ وي او په دې ښه پوه شي چې د طالبانو هر حرکت د همدې سترې دسیسې یوه برخه ده.

هغه زیاته کړې، چې موږ باید دا دسیسې شنډې کړو او د ملي یووالي او پیوستون په پیاوړي کولو سره د دوی د شومو پلانونو پر وړاندې ودریږو.

نوموړي دغه راز ویلي، د افغانستان د ژغورنې او ثبات او د ملي هویت د ساتلو لپاره د دې دسیسو په ژورتیا پوهیدل یوه حیاتي اړتیا ده.

عبدالسلام ضعیف:اسرائیل د غرب په مستقیمه مرسته یو یو مسلمان هېواد رانیسي او نور ورته په رڼو سترګو ګوري

0

پاکستان کې پخواني طالب سفیر ملا عبدالسلام ضعیف په منځني ختیځ کې د حزب الله پر وړاندې د اسرائیل جګړې ته په اشارې لیکلي، چې د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د منځني ختیځ هېوادونو وضعیت، تور، ژېړ او سپین غوايي ته ورته دی، چې له فرصت تېرېدو وروسته به هیڅ ګټه تر لاسه نه کړي.

هغه ویلي، اسرائیل د غرب په مستقیمه مرسته دوی یو یو رانیسي او نور ورته ګوري.

تر دې وړاندې هم ګڼې نیوکې دا دي، چې د منځني ختیځ په قضیه کې مسلمانان هیڅ یوه خوله نه دي او پر غزې د اسرائیل ظلمونو ته په رڼو سترګو ګوري.

احمد مسعود:برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالعلي مزاري د خلکو زړونو کې ځای لري

د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود وایي، چې د شهیدانو قبرونه تېږې او یا د خټو میداني نه ده چې ویجاړ شي.

احمد مسعود د عبدالعلي مزاري د څلور لارې ړنګولو ته په غبرکون کې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د برهان الدین رباني، احمدشاه مسعود او عبدالعلي مزاري په څېر شخصیتونه به د خپلو ازادۍ او عدالت د مبارزې له امله د خلکو په زړونو کې ځای ولري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه طالبانو د کابل ښار په لویدیځ کې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د مشر عبدالعلي مزاري د مقبرې څلورلارې ویجاړې کړې.

د طالبانو دغې کړنې د ګڼو سیاسیونو غبرګونونه را پارولي دي.

د المان فوکس خپرونه:ایران د اروپا لپاره په یو لوی ګواښ بدلېدونکی دی

0

د المان فوکس خپرونې په یوه مقاله کې لیکلي، چې اروپايي چارواکي په ناپوهۍ کې ډوب دي.

دغې مقاله کې ویل شوي، چې ایران ورځ تر بلې د اروپا لپاره په یو امنیتي ګواښ بدلېدونکی دی.

په مقاله کې راغلي چې ایران په فعاله توګه دولتي ترهګري کوي.

دغه مقاله چې د آلمان د امنیتي چارو د یوه جګپوړي کارپوه اولیور رولوف له خوا لیکل شوې ده، زیاته کړې چې ایران د افراطیت پر وړاندې په مبارزه کې شریک کیدای نه شي، ځکه داسې حکومت چې روسیې ته توغندي او بې پیلوټه الوتکې ورکوي او په منځني ختیځ کې حزب الله او حماس پیاوړی کوي، نه شي کولی ثبات او امنیت تضمین کړي، برعکس دا ګډوډوي.

فوکس دې ته په اشارې سره چې سپاه پاسداران له ۲۰۱۸ څخه تر ۲۴ پورې په اروپا کې لږ تر لږه یوولس عملیات ترسره کړي چې د اسراییلو او یهودانو د ګټو پر ضد وو، دا ښیي چې ایران لا هم اروپا د اسراییلو او لویدیځ سره د جګړې ډګر ګڼي.

نبیل: طالبان په قصدي توګه تفرقه رامنځته کوي او ددې کار پایله به تباهي او سقوط وي

‏د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل وایي، چې طالبان په افغانستان کې د یوه ویجاړونکي ناورین په توګه راڅرګند شوي، چې اصلي موخه یې د وروڼو قومونو ترمنځ تفرقه اچول، ملي پیوستون کمزوری کول او د دې خاورې تاریخ او هویت له منځه وړل دي.

رحمت الله نبیل په خپله ایکس‌پاڼه د عبدالعلي مزاري د څلور لارې ړنګولو ته په غبرګون کې لیکلي، چې په هر ګام کې چې دوی اخلي، د خلکو ترمنځ د بې باورۍ او دښمنۍ تخم کري.

ښاغلی نبیل وایي، د ښځو د زده کړو له بندولو نیولې بیا د اشرافو له هېواده وتلو ته اړ ایستل، د ملي بنسټونو له منځه وړل د ملي شتمنیو لوټ کول او د قومي احساساتو پارول، دا ټول د یوه ناوړه او پېچلي پلان برخه دي.

نوموړي ویلي، طالبان په قصدي توګه هڅه کوي چې د تفرقې او بې اعتمادۍ په راپارولو سره افغانستان یو ژور بحران ته بوځي چې پایله به یې یوازې د تباهۍ او سقوط لامل شي.