دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 879

مولوي عبدالکبیر:د دوحې په تړون کې هېڅ پټه معامله نه ده شوې

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کاپیسا کې یوې ناستې ته ویلي، چې د دوحې په تړون کې هېڅ پټه معامله نه ده شوې.

مولوي عبدالکبیر ویلي چې په دغه تړون کې امریکايي ځواکونو ته د اډو د سپارلو او ائتلافي حکومت د جوړولو په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي.

مولوي عبدالکبیر دغه راز ویلي چې دوی د امریکا هېڅ ډول غوښتنې منلې نه دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو د شپږمې ناستې په پرانیست غونډه کې ویلي و چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو له خوا د پوځي اډې جوړول د روسیې لپاره د منلو وړ نه دي.

نایجریا کې؛د تیلو د یوه ټانکر د چاودنې له امله ۱۴۰ تنه وژل شوي

0

په نایجیریا کې د تېلو د یوه ټانکر د چاودنې له امله ۱۴۰ کسان مړه شوي.

د نایجیریا پولیسو ویلي، چې په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسان نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د سه شنبې په شپه د تېلو د یوه ټانکر له چپه کېدو وروسته ګڼ خلک د پیښې ځای ته ورغلل.

د نایجیریا چارواکو ویلي چې د پېښې له ځای څخه د لیرې کېدو لپاره د پولیسو له خبرداریو سره سره خلک هلته د تېلو د وړلو په خاطر ورټول شول چې چاودنه پرې وشوه.

ریچارډ بینېټ:ایران باید د افغان کډوالو د وژنې په اړه روڼ تحقیقات وکړي

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ وایي، چې ایران باید د افغانانو د وژنې په اړه روڼ تحقیقات وکړي.

ریچارډ بینېټ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ایران په سراوان سیمه کې د افغان کډوالو وژل کېدو او ټپي کېدو خواشینی کړی.

نوموړي له ایراني چارواکو غوښتي چې دا موضوع په روڼ ډول وڅېړي.

ښاغلي بینېټ زیاته کړې چې ددغې پېښې عاجلې څیړنې ته اړتیا ده او په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره ډیر عزت او معافیت ته اړتیا ده.

د یادونې ده چې دغې مرګوني برید د ګڼو خلکو توند غبرګونونه را پارولي دي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ؛د طالبانو د کړنو له لاسه افغانان مجبور شوي، چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ پر افغان کډوالو د ایراني پوله ساتو ځواکونو ډزې په کلکو ټکو غندلې دي.

دې استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې پر افغان کډوالو برید د انساني او نړیوالو بشري حقونو د تګلارو ضد کړنه ده.

اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانانو د کډوالۍ یو ستر لامل په افغانستان کې ناوړه سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د طالبانو له لوري د خلکو د امنیت او هوساینې په برخه کې ناکامۍ ډیر هیوادوال دې ته مجبوره کړي، چې له افغانستان څخه بهر د ښه ژوند په لټه کې شي.

یادې استازولۍ د ددغې مرګوني برید په اړه له ایران د پلټنو غوښتنه کړې.

احمد نادر نادري:د هېواد اوسنیو واکمنانو د ژوند او ښه سبا هیلې له منځه وړي

جمهوري حکومت کې په دوحه کې د سولې خبرو لپاره د افغانستان د پلاوي غړی نادر نادري وایي، ایران ته د هجرت په لاره کې د دغه هیواد د پولیسو له خوا زموږ د بې شمیره هیوادوالو د شهادت او ټپي کیدو خبر ټکان ورکوونکی دی.

ښاغلي نادري په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا ډول غیر انساني تاوتریخوالی د مهاجرینو د ملاتړ له نړیوالو معیارونو سره په بشپړه توګه په تضاد کې دی او له دغو معیارونو څخه ښکاره سرغړونه ده.

نوموړي زیاته کړې چې دغه وحشتناکه پېښه د ایران او ملګرو ملتونو د چارواکو له لوري بې پرې څېړنو ته اړتیا لري.

هغه دغه راز ویلي چې په تیرو دریو کلونو کې د هیواد پریښودو او زموږ د خلکو بې ځایه کیدو کې بې ساری زیاتوالی د اړتیا له امله دی او دا د هیواد د اوسنیو واکمنانو ځواب دی چې د ژوند او ښه سبا هیلې یې له منځه وړي دي.

ذبیح الله مجاهد:د افغان کډوالو د مړینې په اړه چې کومې ګنګوسې خپرېږي، د طالبانو حکومت په دې اړه پلټنه کوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، نن چې په رسنيو کې د ايران او پاکستان پر ګډه پوله د يو شمير افغانانو د شهادت او زخمي کيدو په اړه ځينې ګنګوسې خپرېږي، په دې اړه د طالبانو حکومت پلټنې او تحقيقات کوي.

ښاغلي مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا چې د پیښې سیمه له هیواده بهر ښودل کیږي، تر اوسه معلومات نه دي کره شوي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د موضوع تر روښانتيا وروسته به په دې برخه کي لازم تصميم ونيول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ایران په سراوان سیمه کې ایراني پوله ساتو ځواکونو په افغان کډوالو برید کړی چې ۲۶۰ افغانان یې وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

دغې برید د ګڼو افغانانو او سیاسیونو توند غبرکونونه را پارولي دي.

محسن داوړ:د زیانمنو افغانانو پر وړاندې د ایران دا ډول وحشت ډېر دردونکی دی

د پاکستان ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د ایران په سراوان کې په افغانانو برید د بشریت ضد جنایت بللی.

محسن داوړ ویلي، چې د زیانمنو افغانانو پر وړاندې دا ډول وحشت، چې له ځور او شکنجې نه نورو هېوادونو ته پناه وړي، ډېر دردوونکی دی.

په ورته وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین او د پاکستان د مشرانو جرګې پخواني غړي افراسیاب خټک هم دغه پېښه غندلې ده.

د یادونې ده چې دغې پېښې د ګڼو افغانانو او سیاسیونو غبرګونونه را پارولي دي.

عطاءمحمد نور:نړیوال رحم نه لري او د افغانانو په مصیبتونو سترګې پټوي

تېر جمهوري نظام کې د بلخ والي عطامحمد نور د ایران په سراوان کې د افغانانو ډله‌ییزه وژنه غندلې ده.

عطاءمحمد نور په خپله ایکس‌پاڼه لیکلې چې موږ څومره مظلوم، بې وسه او کړېدلی ملت يو، چې هر وخت د ډول ډول ناخوالو ننداره کوو.

نوموړي ویلي چې نړۍ ولې د مظلومو خلکو په مصببتونو سترګې پټوي او د دوی په زړونو کې رحم نه راځي.

ښاغلي نور ویلي: “ګرانه ګاونډیه! زه یوه پوښتنه لرم تاسو په غزه او لبنان کې د قتل عام او نسل وژنې له امله له سخت ځپل شویو سره ولاړ یاست او په زړورتیا او نه ستړي کیدونکي ډول یې ملاتړ کوئ، چې د ستایلو وړ دی، مګر له دې لورې بیا زموږ ملت چې ګیر راغلی تاسو یې توهینوئ، کله شکنجه کوئ، کله یې په کُلي شکل وژنئ، دا وژنې او دا ځورونې د فلسطین او د لبنان د غم‌ځپلو او ورځ په ورځ د قرباني وګړو او قتل عام سره اخیر څه فرق لري چې تاسو هغوی سره د مسلمانۍ په دعوه ولاړ یاست مګر دلته مو یو بل مسلمان د چړې لاندې نیولی؟”

عطاءمحمد نور د دغې پېښې قربانیانو ته تسلیت ویلی.

د ایران له لوري د افغانانو وژنې ته د نبیل غبرګون:مذهبي/دیني رژیمونه د اسلام د سپیڅلې دین په نامه خپل اصلي او کرغیړن مخ د “اسلامي اخوت” تر نقاب لاندې پټوي

د جمهوري نظام د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل وایي، چې د ایران د پوله‌ساتونکو لخوا زموږ د ۲۶۰ نه زیاتو بې‌ګناه هېوادوالو بې‌رحمانه وژنه په ډاګه کوي چې مذهبي/دیني رژیمونه د اسلام د سپیڅلې دین په نامه خپل اصلي او کرغیړن مخ د “اسلامي اخوت” تر نقاب لاندې پټوي.

ښاغلي نبیل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: “افغانان چې د خپل هېواد د ملایي/آخوندي رژیم له ظلم او استبداد څخه په تېښته دي، په دې هیله چې امنیت او هوساتیا پیدا کړي، خو د پناه په لټه کې، د همدې “اخوت اسلامی” تر نقاب لاندې د بل آخوندي رژیم په سرحدونو کې د ظلم او بې‌رحمۍ قرباني کېږي.”

نوموړي زیاته کړې چې دا بې‌رحمي او وینې تویونه د ایران او افغانستان دواړو استبدادي تش په نامه اسلامي رژیمونو په تندي د شرم تور داغ دی.

هغه دغه راز ویلي: “هر نوې جنایت د دې رژیمونو لا کرغیړن او ځپونکی مخ بربنډوي او یو ځل بیا ثابته وي چې دوی خلکو ته پرته له ظلم، مرګ او ورانۍ بل څه نه راوړي. دوی هره ورځ په خپل استبداد او بې‌رحمۍ کې ډوبېږي او خپلې تباهۍ ته نږدې کېږي.”

د واک پر سر څلور ځلې خپګان؛ قاري صلاح الددین ایوبي د زابل په امنیه قومندانۍ بیرته پخلا شو.

قاري صلاح الدین ایوبي چې پلویان یې د «شمال فاتح» بولي د څلورم ځل لپاره د طالبانو څخه خوابدی شوی وو، خو له شیخ هبت الله اخوندزاده سره تر کتنې او د زابل د امنیه قومندانۍ بست کې د ټاکل کیدو سره سم پخلا او زابل ته ستون شو.

دغه ازبک توکمی طالب قومندان د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په ۱۵ د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ کې چیرته چې پخواني جمهور رئیس اشرف غني څو ساعته وړاندې ملت ته د ډاډ وینا درلوده، له خپلو ځواکونو سره ننوت او د ولسمشر په څوکۍ یې تکیه وکړه.

د یادونې ده چې قاري صلاح الدین ایوبي د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه ولسمشرۍ ماڼۍ ته له ننوتو وروسته بیا د مارشال دوستم ماڼۍ خپل مرکز وګرځاوه.