دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 878

حلیم فدایي طالبانو ته:موټر بس د پوهنتون د فارغینو په لاس جوړ شوی، تاسو بې ځایه اټن مه کوئ

په جمهوري نظام کې د پکتیا والي حلیم فدایي په افغانستان کې د پوهنتون د فارغینو په لاس جوړ شوي موټربسونو او هر ډول ایجاد او اختراع د خوښۍ ترڅنګ طالبان په غوږ وهلي او ویلي چې ملایان د عصري زده کړو مخالف دي او دې اختراع ته دې اټن نه کوي.
ښاغلي فدایي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:”بدبختانه؛ هغه کسان چې همدې ایجاد ته اتڼ کوي، د همدې پوهنتونو دروازې یې د نجونو پرمخ بندې کړې دي.”

ښاغلي فدایي دغه راز ویلي، چې کاش دوی(طالبان) فکر او ایډیالوژۍ هم له عصر سره اپډېټ کېدای شوی.

دا په داسې حال کې ده چې نن د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو.

نورالدین عزیزي؛افغانستان ته د چرګانو د غوښې د وارداتو د ځنډ اعلان وکړ

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي افغانستان ته د چرګانو د غوښې د وارداتو د ځنډولو اعلان وکړ.

نورالدین عزیزي ویلي، چې دا لا معلومه نه ده چې له برازیل څخه وارد شوي چرګان حلال دي که حرام.

نوموړي زیاته کړې چې خلک برازیلي چرګان په شک سره خوري.

نوموړي دغه راز ویلي، چې زموږ علماو پریکړه کړې چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه له ګاونډیو او لرې پرتو هیوادونو څخه د چرګانو واردات په بشپړه توګه بند کړي.

قاسم رضایي:هر څوک چې ایران ته غیر قانوني راځي، موږ یې مجرم ګڼو

0

وروسته تر هغه چې د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې ایراني پوله ساتو ځواکونو ۲۶۰ افغان کډوال ووژل، تازه د دغه هېواد د پولیسو قومندان قاسم رضایي له خپلو وګړو غوښتي چې د غیر قانوني کډوالو د راټولېدو او ځای په اړه دې د پولیسو شمیرې ته خبر ورکړي.

قاسم رضایي له ایسنا خبري اژانس سره په خبرو ویلي چې په هر هیواد کې د بهرنیو وګړو غیر قانوني اوسېدنه جرم دی او دا مسئله زموږ په هیواد کې هم همداسې ده.

نوموړي ویلي، کوم کسان چې په قانوني توګه ایران ته راغلي وي، زموږ مېلمانه دي او دا مسئله هیڅ ستونزه نه لري.

رضایي دغه راز ویلي، چې هغه کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې بهرنیو اتباعو ته کار ورکوي.

لویډ استین:یمن کې مو د حوثیانو د وسلو پنځه زېرمې له منځه یوړې

0

د امریکا دفاع وزارت وایي، چې امریکایي ځواکونو یمن کې تر ځمکې لاندې د حوثیانو د وسلو پر پنځو زېرمو بریدونه کړي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین وایي، چې په دغو زېرمو کې د حوثیانو له لوري هغه وسلې ساتل کېدې چې سیمه کې یې د دغه هېواد پوځي بېړۍ پرې په نښه کولې.

په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس ویلي، چې حوثیانو د تېر کال نومبر میاشتې راهیسې سور سمندرګي کې د امریکا پر پوځي بېړیو څه د پاسه سل بریدونه کړي.

رویټرز زیاته کړې چې په دغه بریدونو کې دوه بېړۍ یې ډوبې کړي، یوه یې نیولې او څلور تنه یې پکې وژلي دي.

ذبیح الله مجاهد:په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې په افغانستان کې نوی بس موټر تولید شو.

ښاغلي مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا بس به په هېواد کې د ښاري خدماتو لپاره په کار غورځي.

نوموړي ویلي چې دا د افغانستان کورنی تولید دی چې ډير ژر به یې په اړه افتتاحیه مراسم هم ترسره شي.

هغه دغه راز ویلي چې افغانستان د خود کفايۍ او پرمختګ په لور ګامونه اخلي.

حسن کاظمي قمي؛د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د افغانانو وژنه یو توجیه شوی عمل وباله

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د افغانانو وژنه یو توجیه شوی عمل وباله او دفاع یې وکړه.

هغه په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د ناقانونه وګړو له غیرقانوني ننوتلو سره قانوني چلند د هېوادونو مشروع حق دی او د هر هېواد پوله ‌ساتي ځواکونه مکلف دي چې د غیرقانوني اتباعو د ننوتلو مخه ونیسي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ د ایران په سراوان سیمه کې ایراني پوله ساتو ځواکونو ۲۶۰ افغانان وژلي.

د یادونې ده چې دا پېښه په پراخه کچه غندل شوې، خو طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ په خپله ایکس پاڼه لیکلي وو چې د دغې ګنګوسې په تړاو تحقیقات ترسره کوي.

مولوي عبدالکبیر:د دوحې په تړون کې هېڅ پټه معامله نه ده شوې

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کاپیسا کې یوې ناستې ته ویلي، چې د دوحې په تړون کې هېڅ پټه معامله نه ده شوې.

مولوي عبدالکبیر ویلي چې په دغه تړون کې امریکايي ځواکونو ته د اډو د سپارلو او ائتلافي حکومت د جوړولو په اړه هېڅ خبرې نه دي شوي.

مولوي عبدالکبیر دغه راز ویلي چې دوی د امریکا هېڅ ډول غوښتنې منلې نه دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو د شپږمې ناستې په پرانیست غونډه کې ویلي و چې په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو له خوا د پوځي اډې جوړول د روسیې لپاره د منلو وړ نه دي.

نایجریا کې؛د تیلو د یوه ټانکر د چاودنې له امله ۱۴۰ تنه وژل شوي

0

په نایجیریا کې د تېلو د یوه ټانکر د چاودنې له امله ۱۴۰ کسان مړه شوي.

د نایجیریا پولیسو ویلي، چې په پېښه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسان نور ټپیان شوي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته شوه چې د سه شنبې په شپه د تېلو د یوه ټانکر له چپه کېدو وروسته ګڼ خلک د پیښې ځای ته ورغلل.

د نایجیریا چارواکو ویلي چې د پېښې له ځای څخه د لیرې کېدو لپاره د پولیسو له خبرداریو سره سره خلک هلته د تېلو د وړلو په خاطر ورټول شول چې چاودنه پرې وشوه.

ریچارډ بینېټ:ایران باید د افغان کډوالو د وژنې په اړه روڼ تحقیقات وکړي

د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ریچارډ بینیټ وایي، چې ایران باید د افغانانو د وژنې په اړه روڼ تحقیقات وکړي.

ریچارډ بینېټ په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ایران په سراوان سیمه کې د افغان کډوالو وژل کېدو او ټپي کېدو خواشینی کړی.

نوموړي له ایراني چارواکو غوښتي چې دا موضوع په روڼ ډول وڅېړي.

ښاغلي بینېټ زیاته کړې چې ددغې پېښې عاجلې څیړنې ته اړتیا ده او په ټوله نړۍ کې د افغانانو لپاره ډیر عزت او معافیت ته اړتیا ده.

د یادونې ده چې دغې مرګوني برید د ګڼو خلکو توند غبرګونونه را پارولي دي.

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ؛د طالبانو د کړنو له لاسه افغانان مجبور شوي، چې بهرنیو هېوادونو ته لاړ شي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ پر افغان کډوالو د ایراني پوله ساتو ځواکونو ډزې په کلکو ټکو غندلې دي.

دې استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د ایران په سراوان سرحدي سیمه کې پر افغان کډوالو برید د انساني او نړیوالو بشري حقونو د تګلارو ضد کړنه ده.

اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانانو د کډوالۍ یو ستر لامل په افغانستان کې ناوړه سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت دی.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د طالبانو له لوري د خلکو د امنیت او هوساینې په برخه کې ناکامۍ ډیر هیوادوال دې ته مجبوره کړي، چې له افغانستان څخه بهر د ښه ژوند په لټه کې شي.

یادې استازولۍ د ددغې مرګوني برید په اړه له ایران د پلټنو غوښتنه کړې.