سه شنبه, مې 19, 2026
Home Blog Page 867

د خبریالانو د ملاتړ ټولنې؛د طالبانو له زندانه د حکمت ارین د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې

د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ ټولنې او د افغانستان د خبریالانو مرکز په غزني کې د خبریال حکمت ارین پر نیولو اندېښنه څرګنده کړې.

دغو دوو بنسټونو ویلي، چې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت دا څرګندوي چې هلته لا هم د طالبانو له‌خوا رسنۍ او خبریالان تر سخت فشار، سانسور او ګواښ لاندې دي.

دغې بنسټونو د حکمت ارین د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د غزني ځایي سرچینو ویلي، چې د طالبانو حکومت استخباراتو درې ورځې مخکې د خوشال راډیو خبریال حکمت ارین په خپل دفتر کې نېولی.

ایراني چارواکي:له افغانستان څخه د غالیو قاچاق زمونږ د غالیو بازار پیکه کړی

ایراني چارواکي وایي افغانستانه د غالیو قاچاق د ایران د لاسي غالیو د پلور بازار پيکه کړی دی.

د ایران د هنر او لاسي صنایعو د کمېسیون رییس مرتضی حاجي اقامیري ویلي، چې، د ایران په نندارتونو کې افغانۍ غالۍ وړاندې کېږي او په خبره یې، دغه “قاچاق شوې” غالۍ بیا پلورل کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې د دغې مسئلې د حل لپاره یې له پولیسو سره خبرې کړې.

کابل کې؛نن د امام ابو حنیفه درېیم نړیوال نندارتون جوړیږي

کابل کې نن د امام ابوحنیفه په نوم درېیم نندارتون جوړیږي.

د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وایي چې په دې نندارتون کې به د افغانستان، منځنۍ او جنوبي اسیا هېوادونو، چین، ایران، ترکیې او جاپان تولیدات په څه باندې ۷۰۰ غرفو کې د یکشنبې په ورځ پرانیستل شي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد نندارتون اووه ورځې دوام کوي، چې نږدې نیمایي غرفې پکې ښځو ته ځانګړې شوې.

په دې نندارتون کې د کرنې، غالیو، کانونو، روغتیا، لاسي صنایعو، ماشین الاتو، ټرانسپورټ، لوژیستیک، ودانیزو توکو، مخابراتو او یو شمېر نور محصولات نندارې ته اېښودل کېږي.

ډېکر:د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکوو

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې کرن ډیکر ویلي، چې له افغان ښځو څخه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

کرن ډېکر زیاته کړې چې نوموړې به له رینا امیري او د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال جان مارک سره یو ځای د بشري حقونو د ترویج لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغې دغه راز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ له هڅو او ماموریت هم مننه کړې.

د مسکو فارمټ ناسته کې د ګډون لپاره؛امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ روسیې ته روان شو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی په مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته روان شو.

د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې متقي به د روانې اکټوبر میاشتې پر څلورمه په همدې غونډه کې د ګډون ترڅنګ له خپل سیال سرګي لاوروف سره پر دوه اړخیزه مسایلو هم خبرې وکړي.

نوموړی داسې مهال سفر کوي چې څو ورځې وړاندې یې یوې روسیي رسنۍ سره خبرو کې ویلي وو چې د امریکا په پرتله یې روسیې سره اړیکې رغېدلې دي.

صالح:ایران پر ملي قوت متکي دی؛ نو ځکه یې پر اسرائیل برید وکړ

تېر جمهوري حکومت کې د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، په داسې حال کې چې اوس مهال د نړۍ یو هېواد د اسرائیل پر وړاندې جرئت نشي کولای؛ خو ایران ورباندې توغندي ور توغولي.

د صالح په خبره، دا ښیي چې ایران پر ملي قوت زیات متکي دی.

نوموړي زیاته کړې، ایران د ټولو دوښمنانو تبلیغات ناسم ثابت کړل.

د یادونې ده چې ایران تېره شپه پر اسرائیل نږدې ۴۰۰ توغندي ور وتوغول.

د ایران دغه برید ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

پاکستاني پوځیانو؛یو وار بیا د قامي لویې جرګې پر غړو برید کړی

0

‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، چې د پاکستان پوځیانو یو وار بیا د قامي جرګې پر غړو برید کړی.

هغه ویلي، زیات شمېر پولیس د جرګې میدان ته راغلي او د دوی په ملګرو برید دوام لري.

نوموړي له خلکو غوښتي چې د جرګې میدان ته ځانونه را ورسوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه هم پاکستاني پوځیانو د جرګې پر غړو بریدونه کړي وو، د اوبو ټانکۍ یې سورۍ کړې وې او خیمې یې هم سوځولې وې.

منظور پښتین د پاکستاني پوځیانو دا کار غندلی او د دې تر شاه یې د پاکستان د ای ایس ای لاس ګڼلی.

شمالي وزیرستان کې؛د اتمانزیو جرګې د دولتي ادارو د بندولو هوکړه کړې

0

په شمالي وزیرستان کې د اتمانزیو جرګې په خپله سیمه کې د ټولو دولتي ادارو د کار بندېدو اعلان کړی.

دغې جرګې د اعتراض په ډول د بنو او غلام خان لاره تړلې او ویلي یې دي، چې حکومت ورسره د امنیت ټینګولو ژمنه کړې وه؛ خو پاتې په کې راغلی.

د دغې جرګې ویاند مولانا بیت الله ویلي، چارواکي باید ټول دفترونه وتړي او کارکوونکي باید کار ته ولاړ نشي.

بل لورته دولتي مسوولینو دا یو ترورستي عمل بللی او پولیسو ته یې یو مکتوب کې لیکلي، چې په سیمه کې د دولتي ادارو امنیت خوندي کړي.

جوبایډن:پر اسرائیل د ایران د برید په اړه جدي بحث روان دی

0

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، چې پر اسرائیل د ایران د برید په اړه جدي بحث روان دی.

بایډن ویلي چې دوی په دې اړه بحث کوي چې اسرائیل ایران ته څه ډول د توغندیو ځواب ووایي.

نوموړي زیاته کړې چې دا به هم ولیدل شي چې دغه برید د ایران لپاره څه نتیجې لري.

بایډن دغه راز ویلي چې په دې اړه به د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره هم خبرې وکړي او وې ویل چې امریکا د اسرائیل کلک ملاتړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ایران پر اسرائیل سلګونه توغندي ور وتوغول؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویل شوي.

نتنیاهو:ایران د دوی پر خاورې برید سره لویه تېروتنه وکړه

0

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې ایران د دوی پر خاورې برید سره لویه تېروتنه وکړه.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس، نتنیاهو ویلي، چې ایران به د دغه برید دروند پور پرې کړي.

بل لورته د کاناډا لومړي وزیر ویلي، چې ایران په برید سره عام خلک په نښه کړي دي.

په همدې حال کې ایران هم ګواښ کړی، چې که اسرائیل برید وکړي؛ نو دوی به هم توند غبرګون وښيي.