چهارشنبه, جون 3, 2026
Home Blog Page 864

چین کې د طالبانو سفارت؛د افغانستان او چین ترمنځ د نوې ریل پټلۍ د جوړېدو خبر ورکړی

بیجنګ کې د طالبانو سفارت د افغانستان او چین ترمنځ د نوې ریل پټلۍ له جوړېدو خبر ورکړی.

یاد سفارت ویلي، چې دا ریل پټلۍ د چیم له نانتونګ ښار څخه پیلیږي، چې د حیرتان بندر له لارې به افغانستان سره وصل او تر ډېره به پرې سوداګریز توکي لېږدول کېږي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس، په پام کې ده چې له دې لارې څخه به راتلونکو ۲۰ ورځو پورې ۵۰ کانتینره حیرتان ته انتقال شي.

د کابل اوسیدونکی:د طالبانو اسلام تر ږیرې محدود دی

پر افغانانو د طالبانو له لوري د ژوند کړۍ له تنګولو سره یو شمېر افغانان وایي، چې دوی دین تر ږیرو محدود کړی.

ټولنیزو رسنیو کې یو په عمر پوخ افغان د طالبانو له چلند شکایت کوي او وایي، طالبان ورنه د زړو جامو او ډوډۍ پوښتنه نه کوي؛ خو هر ځای ورنه د ږیرې پوښتنه کوي.

نوموړی زیاتوي، د کارمل، نجیب او نورو ګڼو واکمنانو واکمني یې لیدلې؛ خو هیڅ وخت دومره بې روزګاري نه وه.

دی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ملګرو ملتونو د بېلابېلو ادارو د مالوماتو له مخې، اوس مهال افغانستان کې د بې روزګارۍ له کبله تر ۲۴ میلیونو زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

شنه خالونه: د پښتنو د میراث ښکلا

0

لیکواله: فاطمه ملکزۍ
نیمه پېړۍ وړاندې، د پښتنو په کلتور کې شین خال د ښایست یو مهم معیار ګڼل کېده. فولکلوریک تاریخ ښيي چې افغان مېرمنو ته پر زنه، تندي او شونډو شنه خالونه سینګار ګڼل کېدل. د اسلام د راتګ نه وړاندې، ساکانو د واده پر مهال د نجلۍ پر مخ خال د ښکلا نښه بلله.

تاریخپوه هیرودوتس د ساکانو په اړه وايي چې شین خال د شرافت او پاک لمنۍ سمبول و. دغه خالونه، چې د اوسني ټټو په شان شین رنګ لري، د څو ستنو په یو ځای کولو سره وهل کېدل، او د وینې د تویدو وروسته چلم اوبه پرې تویول کېدې تر څو ژر ورغیږي. نارینه چې نازولي ول یا د مور یو زوی وو، هم به یې خالونه وهل.

په پښتو ادب کې د خال په اړه ګڼې غزلې او لنډۍ شته:
شنه شنه دې خالونه
خیالي اوربل دې جوړ
که جوړ کړو ولونه ولونه

پښتنې پيغلې ښايسته وي
تور يې پيکي لوړه ځواني شنه يې خالونه!

دا بیت د پښتنو د ښکلا معیار او د مېرمنو د جذابیت یو واضح مثال دی. خالونه نه یوازې د بدن د ښکلا نښه ده، بلکې د مېرمنو د کلتوري ارزښت او مقام څرګندونه هم کوي.

د دې خالونو ښکلا او هنر د پښتنو د فرهنګي هویت یو څرګند مثال دی. خالونه د نجونو نازکۍ او د کلتور ځانګړتیا او د ښایست معیارونه پیاوړي کوي. هر خال د یو ځانګړي معنا او تاریخي ارزښت لرونکی دی.

د پښتنو په ټولنه کې، خالونه د ناز او نازکۍ څرګندونه کوي. د خالونو ښکلا د پښتنو د ادبیاتو، فولکلور او ټولنیز ارزښتونو سره نښلوي.

دا کلتوري ځانګړتیاوې د پښتنو د هویت یوه مهمه برخه جوړوي، چې د نسلونو له خوا د ساتنې وړ ده.

فضلي:افغانان له قومي تفکیک پرته د طالبانو مخالف دي

په تېر جمهوري نظام کې د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي، افغانان په کتلوي ډول له طالبانو کرکه لري او د دوی مخالف دي.

هغه ویلي، چې د شوروي اتحاد د یرغل نه وروسته، په لومړیو درېیو کلونو کې شاوخوا ۳ میلیونه افغانان کډوال شول؛ خو د ملا هبت الله تر مشرۍ لاندې په اوسنیو درېیو کالو کې په داسې حال کې چې ټولې لارې یې پر مخ تړلي تر پنځو میلیونو زیات افغانان کډوال شوي.

د فضلي په خبره، افغانان کار روزګار او خپلو بچیو ته ښوونه او روزنه غواړي؛ خو دا ټول پرې تړل شوي دي.

حامد کرزي؛له افغان ښځو د ملاتړ په برخه کې د ملګرو ملتونو له همکاریو مننه کړې

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره کتلي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه د بحث او نظریاتو د تبادلې تر څنګ په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول د ښوونیزو او روزنیزو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د همکاریو له امله مو قدرداني وکړه.

هغه له اتونبایوا څخه د ښځو د اقتصادي ځواک پیاوړتیا، په ټولنه کې د دوی رغنده رول او په دې برخه کې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

پخواني ولسمشر په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ملي تفاهم اړین وباله او د نجونو لپاره یې د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار وکړ.

په طالبانو د الجزیرې د مشهور خبریال فیصل القاسم طنز:ډېر ژر به په نړۍ واکمن شئ

د الجزیرې تلویزون مشهور خبریال ډاکټر فیصل القاسم په طنزیه ډول ویلي، چې طالبان به ډېر ژر پر نړۍ واکمن شي.

هغه ویلي، طالبان به په څو اوونیو کې پر ټولې نړۍ واکمني وکړي.

نوموړي ویلي، د تېرې پیړۍ په اتیایمو کلونو کې چا په افغانستان کې القاعده او نور جهادي ډلې رامنځته کړې، چا ځای ورکړ؟ چا د خپلو ګټو لپاره وکارولې، چې موخې یې تر لاسه شوې څرنګه یې مشران ورته ووژل او دا ډلې یې تس نس کړې.

ډاکټر فیصل زیاتوي، دا څرګنده ده، چې طالبانو امریکا او غرب ته ماتې ورکړې ده او دی باور لري، چې د څو اونیو په ترڅ کې به پر نړۍ واکمن شي.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې طالبان تل ادعا کوي چې ناټو او د نړۍ ټولو سوپر قدرت هېوادونو ته یې ماتې ورکړې.

متحده عربي اماراتو؛یو ځل بیا ایران ته خپلې الوتنې پیل کړې

0

متحده عربي اماراتو یو وار بیا ایران ته خپلې الوتنې پیل کړې.

یاد حکومت ویلي، دا الوتنې یې له پنجشنبې ورځې وروسته پیل کړې دي.

یاد حکومت د ایران او اسرائیل ترمنځ تر جګړې وروسته تهران او بغداد ته الوتنې ځنډولې وې.

سیدعباس عراقچي؛پر غزې د اسراییلو بریدونه نسل وژنه بللې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي پر غزې د اسرائیلو بریدونه نسل وژنه بللې او د هغو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې عباس عراقچي د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د منځني ختیځ پر وروستیو بدلونونو ټلیفوني خبرې کړې دي.

نوموړي د فلسطین او لبنان له خلکو سره د مرستې لپاره د اسلامي هېوادونو د ګډو هڅو پر اهمیت هم ټینګار کړی.

دغه راز په دغو خبرو کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر د غزې او لبنان د جګړې د درېدو لپاره د دوحې د وروستیو ډیپلوماټیکو هڅو راپور وړاندې کړی دی.

د طالبانو حکومت پلاوي؛د ایران په کلګان کې د وژل شویو افغان کډوالو پایلې اعلان کړې

د ایران په کلګان سیمه کې د افغان کډوالو د وژلو قضیې په اړه د طالبانو حکومت پلاوي خپلې لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د یاد پلاوي د څېړلو په اړه ویلي، چې د موندنو له مخې، هلته دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د وژل شویو تر څنګ ۳۴ کسان چې د پېښې عیني شاهدان وو؛ هېواد ته رالېږدول شوي.

لاهم د یاد پلاوي څېړنې نه دي بشپړې شوې.

یونان:اروپایي ټولنه دې د کډوالو لپاره لا سخته پالیسي جوړه کړي

0

یونان له اروپایي ټولنې غوښتي، چې د پناه غوښتونکو او کډوالو په وړاندې لا سخته پالیسي جوړه کړي.

د یونان د کډوالۍ وزیر نیکوس پاناګیوتوپولوس ویلي، چې یونان ته له تېر مني د سمندر له لارې د ور روانو کډوالو شمېر دوه برابره شوی.

هغه وایي چې د دغه کډوالو د مخنیوي لپاره حکومت یې په ردس او کرت ټاپوګانو کې د توقیف ځایونو پر جوړولو غور کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې اټکل کېږی، د کال تر پایه به د پناه غوښتونکو شمېر ۵۰زرو ته ورسېږي.

هغه دغه راز ویلي، چې د یونان په ټاپوګانو کې د کډوالو کمپونه ډک شوي، خو په اصلي قلمرو کې دغه کمپونه ۶۰ فیصده ډک دي.

دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له کبله یو وار بیا اروپا په ځانګړي ډول یونان ته د ورتلونکو پناه غوښتونکو شمېر زیات شوی دی.