پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 855

هنر څه شی دی؟

0

هنر د انساني فعالیتونو هغه مجموعه او آثار دي چې د انسانانو پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې لرونکي او ځانګړې معنا او مفهوم لیږدوي. هنر د هنرمن شعوري کار او آګاهانه فعالیت دی. ځینې هنرمندان حرفوي دي او د هنر او هنري آثارو د پنځولو له لارې ژوند کوي، ځینی نور بیا د ذوق او هنری احساس له مخې اماتور هنرمندان دي. یعنی هنر او هنری تخلیقات تل لکه د کار په شان یواځې د مادي مقصد او مالي ګټې په موخه نه وي، بلکې تر دې ټولو اوچت؛ معنوي مقاصد لري. هنر ښکلا پنځول، ښکلاخوښول، ښکلا ستایل، ښکلا پالل او ښکلا لاښکلی کول دي. په دې توګه هنر د طبیعت له زېږنده ښکارندو(پدیدو) څخه توپير لري او د بشر د هستوونکی خلاقانه ځواک څخه رامنځته شوی ابداعات په هنر کې شمېرل کیږي. بیلابیل هنرونه شته لکه؛ انځورګري، پږ توږل، ګرافیکي طرحې، ودانۍ جوړول، موسیقي، ..مناقیب، شعر، تیاتر، تذهیب، خطاطی، سینما، ترانې ویل او نور.

لېوال:د افغانستان جغرافیه به له روشنفکرانو خالي او پر ځای به یې افراطي ډلې جوړې شي

ایران کې پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وایي، ټول افغان‌میشتې جغرافیه به له روشنفکرانو، ملتپالو او هوښیارو تشه او پرځای به افراطي ډلې پکې رامنځته شي.

د لیوال په خبره، دا چاره به د ښکېلاک په تاریخ کې لومړی ځل وي چې د افغانستان په خاوره کې ترسره کړي.

نوموړي ویلي، د دنیا ټول بدمعاشان به دلته راولي او هر زورور به خپل سیال پرې ډاروي.

لېوال زیاتوي، ټول ښوونځي او پوهنځي به مدرسې او ملتپالنه به کفر وبلل شي.

بنګلادېش کې؛۱۲ زندانیان وژل شوي او لسګونه نور تښتېدلي

0

بنګلادیشي چارواکو ویلي، چې له زندان څخه د تېښتې له کبله ۱۲ تنه وژل شوي او لسګونه بندیان تښتېدلی.

د بنګلادېش د زندانونو رئیس ابو فتح ویلي چې شپږ زندانیان په جاماپور زندان کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي.

په همدې حال کې د بنګلادېش د پولیسو مشر ویلي چې په کاشیمپور کې هم شپږ زندانان له پولیسو سره نښته کې وژل شوي.

له ۳۸ کالو ځنډ وروسته؛ پاکستان المپیک کې مډال واخیست

0

پاکستان له ۳۸ کلونو راهیسې په اولمپیک کې هېڅ میډال نه دی اخستی.

دا ځل په اولمپیک داسې یوه ناببره پېښه رامنځته شوه، چې ټول یې هک پک کړل.

پاکستان له ۳۸ کلونو راهیسی په اولمپیک هېڅ مېډال نه دی ګټلی؛ خو دا ځل د ارشد ندیم په نوم پاکستانی نیزه ویشتونکی وتوانیده، چې د ۹۲متره په اندازه نیزه وتوغوي او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.

ندیم لومړنی پاکستانی شو، چې د اولمپیک په تاریخ کې د پاکستان لپاره میډال وګاټه.

چین داسی اورګاډی جوړ کړی، چې په ساعت کې ۱۰۰۰ کیلو متره مسافه وهي.

0


چین د هغه مقناطیسي اورګاډي پروژه بشپړه کړه، چې په ساعت کې 1000 كيلو متره مسافه وهي، ددې اورګاډي نوم « الوتونکی اورګاډی» نومیږي.
ټیکنالوژي او ساینس ورځپاڼه لیکي: ددې پروژې استازي وايي: دې ازموینې او ارزونې دا ثابته کړه، چې ټول سیستم د پوخوالي او باور پړاو ته رسیدلی دی، دې چارې زموږ راتلونکو تجربو ته لار پرانېسته.
ازموینه له هغو ارقامو سره برابره وه، چې وار له مخه ټاکل شوي، په دې کې بریکونه، د سفر سرعت او نور اړونده ټولې چارې په بریالۍ توګه وارزول شوې.
دا ریل ګاډی به د سترو ښارونو تر منځ د یوې ځانګړې شبکې پر وسیله تګ راتګ پیل کړي، سرعت یې دومره تیز دی، چې د پلازمینې بکین او شنګهای ترمنځ مسافه به په 90 دقیقو کې ووهي.
د یادونې ده، چې د یادې پروژې کارونه د 2022 ز په اپریل کې پیل او د 2023 ز په نومبر کې پای ته ورسیدل، دې پروژه کې له پرمختللې ټیکنالوژۍ کار اخستل شوې دی، ددې ریل لپاره جوړه شوې پټلۍ 159 زره کیلومتره ده، چې په دې کې بیا 45 زره کیلومتره د تیز رفتار لپاره ځانګړی شوې ده.

بريتانیا؛لبنان کې له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره دا هېواد پرېږدي

0

بریتانیا له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره له لبنان څخه ووځي.

د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لمي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دی په لبنان کې د بریټانیا له اوسېدونکو غواړي چې یاد هېواد ترک او خپل کور ته راستانه شي.

هغه دغه راز ویلي چې منځني ختیځ کې کړکېچن وضعیت د هیچا په ګټه نه دی او بریټانیا له ټولو دیپلوماتیکو لارو هڅه کوي چې هلته د کړکېچ زیاتېدو مخه ونیسي.

فضلي:د طالبانو لابیګران اوس سخت پښېمانه او ناهیلي دي

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي ویلي، طالبان په زرو کالونو کې هم د نجونو د زدکړو په اړه خپل دریځ نه بدلوي.

نوموړي ویلي، هغه کسان هم په دې پښېمانه دي، چې د سولې په خبرو کې یې د طالبانو د سپینولو هڅه کوله.

هغه ویلي، د طالبانو لابیګران باید د چوپتیا پر ځای د نورو افغانانو په څېر د یادې ډلې پر وړاندې غږ پورته کړي.

اسرائیلو نن سهار د لمانځه پر مهال له ۱۰۰ زیات فلسطینیان وژلي

0

نن سهار د لمانځه پر مهال اسرائیلي ځواکونو د غزې په شارع النفق سیمه کې یو مسجد په نښه کړی دی.

د لومړنیو معلوماتو پر اساس مسجد په یوه ښوونځي کې دی، چې پنځه زره فلسطینیان په کې استوګن دي، په نښه کړی دی او له سلو ډېر یې وژلي دي، تر اوسه ډیری جسدونه د مسجد له چت لاندې دي.

په سیمه کې امنیتي سرچینو الجزیرې تلویزون ته ویلي: درې توغندي پر مسجد توغول شوي دي، مسجد ړنګ شوې دی، د وژل شوو جسدونه یو پر بل پراته دي، روغتیايي ټیمونه وايي: موږ اړ یو، چې د انسانانو غړي په یوه کفن کې راټول کړو؛ ځکه هېڅوک نه پيژندل کیږي.

د پښتونخوا تیرا؛د وسله والو پر وړاندې عملیاتو کې درې پوځیان وژل شوي

‏د خیبر پښتونخوا په تیرا ولسوالۍ کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې یاد پوځیان د وسله والو پر وړاندې عملیاتو کې وژل شوي دي.

تر اوسه چا د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.

د پاکستان حکومت هم د وژل شویو پوځیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.