چهارشنبه, جون 3, 2026
Home Blog Page 841

اوچا:د هرات زلزله ځپلي لا هم د سرپناه ځایونه نه لري

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې یا اوچا د هرات زلزله ځپلو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې لاهم ورته د کورنو د وېش څرک نه لیدل کېږي.

یادې ادارې یو راپور کې ویلي چې هلته ۲۵ زره کورنۍ بې سرپناه دي.

راپور کې راغلي، سره له دې چې دغو زلزله ځپلو سره د ملګرو ملتونو د بېلابېلو بنسټونو له لوې نږدې اته میلیونه ډالره مرسته شوې؛ خو لاهم بد وضعیت کې دي.

هندی ملیاردر؛ګاتم اداني امریکا کې په پراخ مالي فساد ککړ بلل شوی

0

هندي میلیاردر ګاتم اداني امریکا کې په پراخ مالي فساد ښکېل بلل شوی.

رویټرز راپور ورکړی، چې هغه او همکارانو یې هندي چارواکو ته د دغه هېواد د لمریزې برېښنا سترې پروژې ترلاسه کولو کې ۲۶۵ میلیونه ډالر رشوت ورکړی، چې په شلو کلونو کې یې له دغې پروژې دوه میلیارده ډالر ګټلي.

د امریکا حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکا؛کییف کې خپل سفارت بېرته پرانېست

0

رویټرز خبر ورکړی، چې امریکا په کییف کې خپل سفارت بېرته پرانېست.

دا سفارت وړمه ورځ د امنیتي ګواښونو له کبله تړل شوی و.

بل لورته سپینې ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې رسنیو راپور ورکړی و، چې روسیه پر اوکراین د لوی برید پلان لري.

اوکراین؛پر روسیې اوږد واټن ویشتونکي برېتانوي توغندي توغولي

0

اوکراین د روسیې پر خاوره سټروم شداو برېټانیي توغندي ور توغولي دي.

اوکراین دا برید له ځان او خاورې دفاع بللې؛ خو روسیې بیا ویلي، چې ښایي دا کړنې به جګړه نوره هم تونده کړي.

د روسیې پر خاوره دا توغندي د امریکا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو څخه یوه ورځ وروسته توغول کېږي.

المان؛یو شمېر ښارونو کې د ایران سفارتونه وتړل

0

جرمني په هامبورګ، مونشن او فرانکفورت ښارونو کې د ایران قونسلیو د بندېدو خبر ورکړی.

یاد حکومت د جرمني وګړي جمشېد شارمهد د اعدامېدو غبرګون کې دا کار کړی.

د رسنیو د راپورنو له مخې، برلین کې به د ایران سفارت پرانېستی وي.

جرمني کې نږدې۳۰۰زره ایرانیان اوسېږي چې ښایي له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

دا کنګل به مات شي؟

0

لیکوال: مشتاق رحیم
د میلاد نه ۳۰۰۰ کاله دمخه یونان کې ښار دولتونه (city state) وو، لږ نفوس، د حکومتولۍ وړوکی جوړښت وو، د میلا نه ۵۰۰ کاله دمخه یرغلونه شو، وړو جوړښتونو نور کار نه ورکولو، د سیمو، دولتونو او ولسونو د خوندیتوب اړتیا ته په کتو امپراتوریو ته مخه شوه، اوومې او اتمې پیړۍ پر مهال امپراتورۍ کمزورې شوې، نفوس دیر شو، د منځني سایز جوړښتونو ته اړتیا پیدا شوه او سلطنتونو د امپراتوریو ځای ونویولو. سلطنتونو د خپل اغیز او سلطې د غزونې په لړ کې یو بل سره جنګونه او جګړې پیل کړې، د حل لار ملت – دولت کې وموندل شو، د جوړجاړي لار برابره شوه، د باندنیو خطرونو ویره چې کمه شوه، ولس او دولت ترمنځ د حق غوښتنې شخړې پیدا شوې، پوهانو د ټولنیز تړون بحث ته مخه کړه، حکومتولي د پرمختګ یو نوي پړاو ته داخل شوه. کله چې ملت – دولت خونړی شو، د نړیوال نظم بحث مطرح شو، د ملتونو ټولګی (league of nations) یې جوړ کړ، ښه نتیجه یې نه درلوده، ملګري ملتونو ته مخه شوه. ولسواکي پس له څه دپاسه دریو پیړیو د عصر د بدلونونو په لړ کې ګنګسیت سره مخامخ ده، سلګونه پوهان لګیا دي‌ د اصلاح او بدیل بحثونه مطرح کوي. د لیږد بهیر د مدیریت په پار علمي‌-ولسي هلې ځلې روانې دي.

بله خوا مونږ یو، د پیغمبر کریم (ص) د رحلت نه را وروسته مو ټول وخت د واک په سر په جنګونو تیر کړ، د لیږد بهیر هر مهال خونړی وو. نړۍ د ۱۴۰۰ کلونو په اوږدو کې له بیلا بیلو پړاونو په تیرولو د بدلونونو خورا ډیر بهیرونه شاته پریښودل، خو مونږ لا هم په ځای ولاړ یو، د زماني بدلونونو لخوا راپورته شویو پوښتنو ته د ځواب لټولو هڅه مو کله هم نه ده کړې. یوازینی ابتکار مو همدومره دی چې استبدادي یا ټولواکو نظامونو ځان ته مذهبي لوحې ټاکلي‌ او مونږ ورسره منلي.

د ښار دولت نه تر ملت دولت، تر اروپايي ټولنې یا د متحده ایالتونو غوندې جوړښتونه د پوهانو د بحثونو د مطرح کولو، د ټولنیزو رهبرانو لخوا د مبارزې او د ولسي خوځښتونو په بدل کې رامنځ ته شوي. همدا لامل دی چې نړۍ د عصر د اړتیاوو سره برابره مخ ته روانه ده او په دغه نړۍ کې اسلامي برخه منجمده او په ځای ولاړه ده. سیاسي‌فقه نشته، نویو ټولنیزو پدیدو ته ځواب د تیر په عبارتونو ورکول کیږي، نویو پنځونو ته یوازې عکس العمل ښودل کیږي، هغه هم داسې چې د چاپ ماشین ۱۵۰۰ز کې شیطان وي، خو ۳۳۰ کاله وروسته بیا د کار او کمال شی!‌

ترڅو چې د یو تمدن په توګه د اسلامي‌نړۍ پوهان (په ځانګړې توګه د “مباحو” علومو پوهان) اغیزناک شخصیتونه او منسجم ولسونه د بدلون لور ته خوځښت لپاره د سړې سینې او د یو بل د اوریدو په هوډ مباحثې ته داخل نه شي، د علمي بحث په رڼا کې د بدلون په لور د تلو تکل ونکړي، فکر نه کوم چې حالت مو ښه شي. د ښه کیدو نه تیر، دا کنګل ولاړ وضعیت داسې حالات جوړ کړی چې ملتونه او ولسونه اړ دي چې د انجماد نه د وتلو په تکل کې د نوو تمدونونو تقلید وکړي، بلې خوا ته مخه کړي. ډیرو دا کار پیل کړی، نور ورته کنځل کوي، بد رد وته وايي، خو دغه کنځل نه هغوی له بل خوا تګ را ګرځولی شي او نه هم زمونږ حالت بدلولی شي.

کرن ډیکر:امریکا په افغانستان کې زدکړو ته په مساوي لاسرسي ټینګار کوي

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر ‏د پوهنې د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې، د ښځو پر زده کړو اوسني محدودیتونه نجونې او ښځې د افغانستان په راتلونکي کې د ونډې اخیستو له وړتیا څخه بې برخې کوي.

مېرمن ډیکر په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې امریکا په افغانستان کې زدکړو ته په مساوي لاسرسي ټینګار کوي.

نوموړې زیاته کړې چې افغانستان د ټول ولس له ونډې پرته پرمختګ او بریا ته نشې رسېدلی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې روانه اوونۍ د پوهنې د نړیوالې اونۍ په توګه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې لا هم له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري.

نتنیاهو:د یو اسرائیلي یرغمل شوي د خلاصون لپاره پنځه میلیونه ډالر انعام ورکوي

0

د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د غزې پولې ته څېرمه د خپل سفر پر مهال ویلي، اسرائیل به ټول یرغمل شوي کسان خپلو کورنیو ته راستانه کړي.

نتنیاهو دغه راز ویلي، د یو اسرائیلي یرغمل شوي د خلاصون لپاره پنځه میلیونه ډالره انعام ورکوي.

نوموړي حماس ته خطاب کې ویلي چې د دوی له خوا تعقیب او تر هغې به ورسره جګړه وکړي، تر څو ټول له منځه یوسي.

د همت کورنۍ:د توریالي همت روغتیايي وضعیت ښه نه دی او طالبان یې مونږ سره خبرو ته نه پرېدي

د سیاسي چارو د شنونکي توریالي همت کورنۍ وايي، چې د نوموړي روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د دوی په خبره، توریالی همت تېر کال هم فلج شوی وو؛ خو اوس چې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، دوی ورته زیات اندېښمن دي.

د هغه کورنۍ زیاتوي، لا یې ورسره هیڅ اړیکه نه ده شوې او نه پوهېږي، چې چېرته به بندي وي.

توریالي همت کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره خبرو کې ویلي وو، چې امیر المومنین د خیرک ادې هم نه ګڼي؛ چې تر همدې خبرو وروسته ونیول شو.

د ازبېکستان سفیر؛ایبک عثمانوف خپل باور لیک امیر خان متقي ته وسپاره

د افغانستان لپاره د ازبېکستان سفیر خپل باور لیک د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته وسپاره.

امیر خان متقي یاد سفیر ته هرکلی ویلی او د مرستو او همکاري ډاډ یې ورکړی.

متقي ویلي، په دواړو هېوادونو کې د یو بل سفارتونه د ښو اړیکو څرګندونه کوي او باید په اقتصادي او نورو برخو کې هم عملي ګامونه واخیستل شي.

بل لورته د ازبېکستان سفیر ایبک عثمانوف ژمنه کړې چې د خپل ماموریت په دوره کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخوي.