پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 840

د طالبانو حکومت:تېر یو کال کې لسګونه ښځې له پلور منعه او سلګونه نورو ته د میراث حق ورکړل شوی

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت وایي، چې په تېر یو کال کې د ۲۰۵ مېرمنو د پلور مخه یې نیولې.

د یاد وزارت د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې یې ۷۷۹ مېرمنو ته د میراث حقونه ورکړي او دغه راز یې ۲۹۵ نورې مېرمنې په بدو کې له ورکړې منعه کړې دي.

د طالبانو حکومت که څه هم افغانستان کې د نجونو زده کړې بندې کړې؛ خو ښځو ته د میراث حقونو ورکړه لویه لاسته راوړنه ګڼي.

واک ته د طالبانو حکومت د رسېدو درې کاله پوره شول؛ خو لا هم ښځې او نجونې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي او طالبان هم د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون په اړه چوپه خوله دي.

کورنیلیا (Cornelia)

0

لیکواله: پتانه

کورنیلیا، چې په لرغوني روم کې د ګراکچیانو (Gracchi) د مور په نامه پېژندل کېږي، د ژوند او مړینې دقیقې نیټې یې په تاریخ کې نه‌دي ثبت شوې؛ خو دومره څرګنده ده، چې هغې له مېلاده وړاندې په درېیمې او دوه‌یمې پېړۍ کې ژوند کاوه. دا هم څرګنده ده، چې کورنیلیا د روم له یوې سترې او مهمې کورنۍ څخه وه او په‌خپل ژوند کې یې د مور په توګه یو ځانګړی شهرت وموند.

 د ژوند پیل او کورنۍ
 کورنیلیا د کورنيلین کورنۍ غړې وه، چې په روم کې له مشهورو او نفوذ لرونکو کورنیو څخه وه. هغې په یوې اشرافي کورنۍ کې روزنه ترلاسه کړه او د روم له لوړو طبقاتو سره یې نږدې اړیکې درلودې. کورنیلیا د (Scipio Africanus)  لور وه، چې په لرغوني روم کې یې د کارتاژ په جګړو کې د خپلو بریاوو له امله شهرت درلود.

 شخصیت او پوهه
 کورنیلیا د خپل عصـر د معیارونو په پرتله له لوړې زده‌کړې او فرهنګ سره د علاقې درلودلو له امله پېژندل شوې وه. هغې نه یواځې د خپلې کورنۍ دود او شرافت ته وفاداره وه؛ بلکې د خپل علم او پوهې په وده کې یې هم زیاته هڅه وکړه. کورنیلیا په روم کې د ښځو د تعلیم او فرهنګي ژوند په پرمختګ کې مهم رول درلود او په‌خپل وخت کې د یوه لوړ تعلیم‌یافته او بااخلاقه شخصیت په توګه پېژندل کېده.

 مورنی رول او ګراکچیان
 کورنیلیا د تیبیریوس ګراکچوس (Tiberius Gracchus) او ګایوس ګراکچوس (Gaius Gracchus) مور وه، چې دواړه د روم په جمهوریت کې د اصلاحاتو له امله مشهور سیاستوالان وو. هغې د خپلو زامنو په روزنه کې مهمه ونډه درلودله او ویل کېږي، چې کورنیلیا خپلو زامنو ته د ښو اخلاقو، علم او د روم د جمهوریت د ارزښتونو روزنه ورکړه. د هغې زامن د روم په تاریخ کې د ګراکچیانو په نامه پېژندل کېږي او د هغوی هڅو او اصلاحاتو د روم جمهوریت په تاریخ کې ژور اغېز درلودلی دی.

 ښځینه فضیلت او شهرت یې
 کورنیلیا د خپل وخت د ښځینه فضیلت یوه بې‌سارې نمونه ګڼل کېږي. د هغې په اړه یوه مشهوره کیسه ده، چې یوې ښځې کورنیلیا ته خپلې ګران‌بیه ګاڼې وښودلې او له هغې څخه یې وغوښتل، چې خپلې ګاڼې وښيي. کورنیلیا په ارامه وویل: «زما ګاڼې زما زامن دي.»
 او په دې سره یې خپلو زامنو ته اشاره وکړه، چې د هغې له‌پاره یې بېخي ډېر ارزښت درلود.

 کلتوري او تاریخي اهمیت
 کورنیلیا په تاریخ کې د هغې د تعلیم او فضیلت له امله د یوه مهم شخصیت په توګه یاده شوې ده. د هغې زامنو د هغې د تعلیم او لارښوونو له امله په روم کې یو مهم سیاسي رول لوبولی دی. کورنیلیا د ښځو د تعلیم، اخلاقو او کورني ژوند یوه نمونه وه، چې تر نن پورې په تاریخ کې د یوې قدرمنې مور په توګه یادېږي.

 بشریت ته د کورنیلیا میراث
 کورنیلیا د خپلې کورنۍ او روم په فرهنګ کې د خپلې ونډې له امله په تاریخ کې د یوه ستر شخصیت په توګه پېژندل شوې ده. د هغې زامنو د هغې په تعلیمي او اخلاقي روزنه باندې اتکا وکړه او د روم په سیاسي او ټولنیز ژوند کې یې مهم رول درلود. کورنیلیا د خپل عصر د ښځو له‌پاره یو الهام‌بښونکی شخصیت و او د هغې میراث تر نن پورې په تاریخ کې ژوندی دی.

پوتین:اذربایجان زمونږ یو مهم اقتصادي شریک دی

0

د روسیې ولسمشر ولادمیرپوتین وایي، روسیه او اذربایجان یو د بل مهم شریکان دي.

هغه دغه هېواد ته د خپل سفر پرمهال ویلي، چې اذربایجان کې ۱۳۰۰ شرکتونه د روسیې د غوره اقتصاد ښکارندوي کوي.

ټاس خبري اژانس د پوتین له قوله ویلي چې اذربایجان ته د پوتین په سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ مشترکو ګټو او د سوداګریزو اړیکو پراختیا ته زیاته پاملرنه شوې ده.

د یادونې ده چې له نږدې شپږ کاله ځنډ وروسته د روسیې ولسمشر اذربایجان ته سفر کړی.

سمیع سادات: طالبان ځانته د افغان خطاب هم نه کوي

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات وایي، پر افغانستان حاکم طالبان ان ځانته د افغان خطاب هم نه کوي.

هغه ویلي، افغانستان به بیرته ازادیږي؛ خو په دې تړاو وخت ته اړتیا ده.

سادات زیاتوي، دی او ټول ملګري یې په دې اړه بوخت دي، ترڅو افغانستان بیرته ازاد کړي.

د یادونې ده چې نوموړي یادې څرګندونې د خپلواکي د ورځې په مناسبت کړې دي.

د اصف دُراني خبرو ته د طالبانو حکومت غبرګون: دُراني چې د کوم خطر یادونه له افغانستان کړي؛ هغه پاکستان کې لېدل کېږي

د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت استازي آصف دُراني د وروستيو څرگندونو په اړه غبرګون ښودلی.

د طالبانو حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان د امنيتي او اقتصادي وضعيت په اړه د اصف دُراني وروستۍ څرگندونې له واقعیتونو لرې او د افغانستان په تړاو د عامه افکارو د مغشوشولو هڅه گڼل کېږي.

اعلامیه کې زیاته شوې، دُراني چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي.

اعلامیه کې پاکستان ته د پېغور په شکل ویل شوي، چې افغانستان د بهرنیو هیوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره له اقتصادي اړخه ځان بسیا کوي.

اعلامیه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت په بشپړ ډول د داعش ډله ځپلې ده او که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټنځايونه له منځه يوړل شي، د دې ډلې گواښ له منځه تللی شي.

اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، چې ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ مسئله ده او کورنی حل غواړي او نور بايد د پاکستان حکومت د ستونزې د حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي.

د اعلامیې په خبره، دُرانی بايد پوه شي چې دا د ديپلوماتانو دنده ده چې پرېنږدي پاروونکې رسنيزې تبصرې يې د هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د پاکستان استازي اصف دُراني ویلي وه چې نړۍ دې د افغانستان لوري ته پام وکړي چې د سپتمبر د یوولسمې پېښه بیا تکرار نه شي.

اسرائیلو؛غزه کې ۳۵ فلسطینیان وژلي

0

اسرائیلو تېره ورځ یو وار بیا غزه کې۳۵ فلسطیني وګړي وژلي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاد کسان د اسرائیلو په هوایي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي.

تر اوسه پر غزې د اسرائیلو له یرغل راهیسې ۴۰ زره او ۱۰۰ کسان وژل شوي.

بل لورته راپورونه وایي، چې غزې کې روغتیایي کلنیکونه هم د دوا له کمښت سره مخ دي، چې د ډېرو ناروغانو روغتیایي وضعیت ورسره خراب شوی دی.

د امریکا اسخباراتي ادارې؛ایران د امریکا ټاکنو کې په لاس لرلو تورن کړ

0

د امریکا استخباراتي ادارو په یوه ګډه اعلامیه کې ایران د کاملاهرېس او ډونالډ ټرمپ د استخباراتي کمپاینونو د هک کولو د هڅو مسؤل بللی دی.

واشنګټن پوسټ د یو شمېر سرچینو په حواله، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي، داسې ایمیلونه یې تر لاسه کړي، چې ښیي په حقیقي بڼه جوړ شوي؛ خو په کلیک کولو سره ټول معلومات تر لاسه کوي.

ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې دا تورونه بې ځایه بللي دي.

هېره دې نه وي چې وړاندې تر دې پر ډونالډ ټرمپ د برید پړه هم پر ایران واچول شوه؛ خو ایران یاد برید کې لاس لرل رد کړل.

د طالبانو حکومت؛پروان کې د موسیقۍ الې سوځولي

په پروان کې د طالبانو حکومت د امر باالمعروف ریاست د موسیقۍ غږولو سلګونه الې سوځولې دي.

په پروان کې د یاد ریاست رییس مولوي رحمت‌الله زبیر ویلي چې د موسیقۍ غږولو دا الې یې د تېر یو کال په موده کې راټولې کړي او په ګلغونډۍ کې یې اور ورته کړی دی.

نوموړي همدا راز د پروان اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د خوښیو مراسمو او ودونو کې موسیقۍ ونه غږوي.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په موسیقي کلک بندیز لګول شوی دی.

د اوکراین له یرغل څخه تېښته؛د کرسک څخه ایستل شوي وګړي د روسیې ښارونو ته لېږدول شوي

0

د کرسک سیمې څخه ایستل شوي ملکي وګړي د روسیې سویلي ښارونو ته لیږدول شوي دي.

د روسیې د بیړنیو حالاتو د وزارت د چارواکو په وینا، د اوکراین له خوا د ناڅاپي برید له وېرې، ایستل شوې ډلې د ساراتوف، سمارا او تامبوف سیمو ته تللې دي.

بل لورته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، په کورسک سیمه یې ځکه حملې کړې چې دا سیمه د روسیې پر وړاندې د یو حایل په توګه وکارول شي.

که څه هم له څو ورځو راهیسې په کورسک سیمه کې درنه جګړه پیل شوې؛ خو دا لومړی ځل دی چې زلنسکي د دغې جګړې هدف په ګوته کوي.

اوکرایني ځواکونو په دغه سیمه کې یو مهم پل نړولی او یو بل کلیدي پل ته هم نږدې شوي دي.

اسوشټیډ پریس ویلي، چې د دغه پل له نړېدو وروسته د روسیي ځواکونو ملاتړ کمزوری شوی دی.

د شوروي اتحاد؛یوې جنګي بېړۍ د چین په سویل کې اور اخیستی

0

د الوتکې وړونکې بېړۍ مینسک، چې د شوروي اتحاد یوه جنګي بېړۍ وه، د چین په سویل کې د شانګهای بندر ته څېرمه یې اور واخیست.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، دا پېښه تېره ورځ شوې ده.

د مینسک الوتکې وړونکې بېړۍ په ۱۹۷۸ کې د شوروي اتحاد د سور سمندرګي ځواکونو خدمت ته ننوتل.

د شوروي اتحاد له ړنګېدو وروسته دغه بېړۍ د اوکراين له خوا پر جنوبي کوريا وپلورل شوه او له بندېدو وروسته د کروز بېړۍ په توګه پر څو چينايي سوداګرو وپلورل شوه او له شاوخوا دوو لسيزو راهيسې د خلکو لپاره يو تفريحي نندارتون و.