پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 839

امیرخان متقي؛د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې لپاره هرات ته تللی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدنې لپاره هرات ته تللی.

ټاکل شوې چې د دواړو لوریو ترمنځ ناسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي سیمې تور غنډۍ بندر کې ترسره شي.

په پام کې ده چې متقي او رشید مرادوف په کشک رباط سنګي ولسوالي کې د ټاپي پروژې، تورغنډۍ اوسپنې پټلۍ او نوري فایبر پروژو څخه هم لیدنه وکړي.

اوباما:د امریکا له خلکو غواړم چې د کاملا هرېس ملاتړ وکړئ

0

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما له کاملا هرېس څخه ملاتړ کړی.

هغه تېره ورځ له خلکو هم غوښتي چې د ټرمپ پر وړاندې د هرېس ملاتړ وکړي او بریا ته یې ورسوي.

اوباما د ټرمپ تېرې دورې ته په کتو ویلي، چې دوی دا دوره لیدلې او نه شي کولای چې د څو نورو کالونو لپاره امریکا کې ګډوډي وویني.

د اوباما په خبره، امریکا د یو نوي فصل او نوي داستان لپاره چمتو شوې، چې د هرېس په ریاست جمهوري کې به ولیدل شي.

روسیي ځواکونه؛د اوکراین لویدیځ کې مو ني‌یو‌یورک ښار نیولی

0

روسیي ځواکونو ادعا کړې چې د اوکراین لویدیځ کې یې ني‌یو‌یورک ښار نیولی دی.

بل لورته اوکرایني ځواکونو نه ده منلې، چې ښار یې له لاس وتلی؛ خو زیاته کړې یې ده چې سیمه کې یې بریدونه دوام لري.

د روسیې دفاع وزارت هم د دغه ښار نیول کېدل مهم بللي او ویلي یې دي چې دا یو غوره تدارکاتي مرکز دی.

د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې اوکرایني ځواکونو ادعا کوله چې د دوی د بریدونو له امله په کرسک او ځینو نورو سیمو کې روسي ځواکونه په شاه وتمبول شول؛ خو تازه روسي ځواکونه د بریا خبرونه ورکوي.

د افغانستان؛د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله به نن ماښام تاجکستان سره سیالي وکړي

ټاکل شوې چې د افغانستان د ۱۷ کلنو فوټبال لوبډله د مرکزي اسیا په سیالیو کې نن ماښام له تاجکستان سره سیالي وکړي.

دا سیالي به د تاجکستان مرکز دوشنبې په کوربه‌توب د کابل پر وخت ۹۰:۰۰ ترسره شي.

که افغان فوټبالران دا لوبه د خپل کوربه پر وړاندې وګټي؛ نو فاینل ته به لاره پیدا کړي.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړو قرغزستان ته ماتې ورکړه.

د یادونې ده چې د مرکزي اسیا د فوټبال سیالۍ د شپږو هېوادونو ترمنځ پیل شوي دي.

پوتین؛په ناڅاپي سفر چېچن ته تللی

0

د روسیې ولسمشر ولایمیر پوتین په ناڅاپي سفر چېچن ته تللی.

رویټرز لیکلي چې ولادمیر پوتین په دغه سفر کې له اوکراین سره” د جګړې لپاره چمتو شویو سرتېرو سره لیدلي.

ده دغه راز په یاد سفر کې د چېچن له ولسمشر سره هم کتلي دي.

د یادونې ده چې پوتین ۱۳ کاله وروسته دغه هېواد ته سفر کوي.

مجاهد: ریچارډ بنټ اجازه نه لري چې نور افغانستان ته داخل شي

ذبیح الله مجاهد وايي چې ریچارډ بنټ د طالبانو د حکومت په وخت کې د افغانستان پر ضد د پروپاګند لپاره ګمارل شوی او د طالبانو حکومت لپاره د اعتبار وړ شخصیت نه دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ږرکونکی ریچارډ بنټ له افغانستانه ایستل شوی او نور اجازه نه لري چې دغه هېواد ته داخل شي.

مجاهد د جنسي او نژادي تبعیض په اړه د ښاغلي بنټ راپورونه رد کړل.

مجاهد زیاته کړې چې د دوی د حکومت ۲۲ سلنه کارکوونکې ښځې دي.

مجاهد دغه راز ویلي چې په تېر حکومت کې د ښځو چارو وزارت رامنځته کېدل د امریکا او لویدیځ د خوښۍ لپاره وه.

ذبیح الله مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څو ورځې وړاندې ریچارډ بنېټ په هاګ کې د بشري حقونو په سرغړونو کې د ښکېلو طالب چارواکو د محاکمې غوښتنه وکړه او دوی یې په جنسي تبعیض تورن کړل.

د ښځو لوی قاتل؛د کاناډا د پولیسو له توقیف خونې تښتېدلی

0

د ۴۲ ښځو په وژلو تورن کولینس جومیسي د کاناډا د پولیسو له توقیف خونې وتښتېد.

هغه ۳۳ کاله عمر لري او پولیسو د رواني خونکار په توګه معرفي کړی و.

پر هغه تور دی، چې ۳۲ ښځې یې وژلي او بیا یې د هغوی بدنونه ټوټې کړي دي.

د رسنیو د راپورنو له مخې، نوموړي له نورو دولس ملګرو بندیانو سره یوځای د چت فلزي جالۍ پرې کړې او تښتېدلی دی.

د نړۍ؛د ډېر عمر لرونکې ښځه مړه شوه

0

د نړۍ تر ټولو زړه مېرمن ماریا برانیاس موررا د ۱۱۷ کالو په عمر ومړ.

د هغې کورنۍ د نوموړې مړینه تائید کړې.

هغه په ۱۹۰۷ کال په سانفرانسیسکو کې دنیا ته سترګې غړولې وې.

نوموړې لومړۍ او دویمه نړۍواله جګړه هم لیدلې وه.

برانیاس د لوسیل تر مړینې وروسته د ګینس ریکارډونو نړۍوالو کتاب کې تر ټولو ډېر عمر لرونکې مېرمنې په توګه خپل نوم ثبت کړ.

نوموړې د خپل عمر په ۱۱۳ کلنۍ کې کرونا ته هم ماتې ورکړې وه.

د مقاومت په نوم جبهه:هرات کې مو دوه طالب سرتېري وژلي

د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې هرات کې یې دوه طالب سرتېري وژلي.

یادې ډلې ویلي، دغه برید یې د هرات ښار د نواباد سیمې د استاد هنیار لیسې ته څېرمه د یزید بسطامي جومات واټ سره کړی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې وژل شوي طالب سرتېري د الفاروق قول اردو اړوند وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت مشر؛د ټولو ولایتونو له والیانو سره کتلي

د طالبانو حکومت مشر ملاهبت الله اخندزاده له والیانو غوښتي چې خلکو ته په ولایتونو کې د غیر شرعي کارونو اجازه ورنکړي.

هغه د ټولو ولایتونو له والیانو سره کتنه کې ویلي، چې ځوان نسل په اسلامي روحیه سمبال کړئ.

نوموړي په لیدنه کې والیانو ته سپارښتنه کړې چې له خلکو سره ښه چلند وکړي او دیني عالمانو څخه مشورې واخلي.

واک ته د طالبانو حکومت د رسېدو درې کاله تېر شول؛ خو دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت مشر د ټولو ولایتونو له والیانو سره غونډه کوي.