د اسټرالیا په یتر سوداګریز کرکټ لیګ بېګ باش کې لوی بدلون پلان شوی چې ښایي د مېلبورن دوه مشهورې لوبډلې مېلبورن سټارز او مېلبورن رېنېګډز سره یوځای شي.
همدارنګه ویل کیږي چې له ډلې یې یوه لوبډله د مالي سرچینو د برابرولو لپاره پلورل کیږي او نوي مالک ته به وسپارل شي.
دا دواړه لوبډلې شاوخوا ۱۵ کاله وړاندې جوړې شوې وې او د بېګ باش لیګ مهمه برخه بلل کېدې، د دې پرېکړې له امله د کرکټ مینه والو غبرګونونه هم ښکاره کړي او ناخوښي یې څرګنده کړې ده.
خو د بېګ باش لیګ چارواکي وایي، دا بدلون د لیګ د ښه کولو او اقتصادي پیاوړتیا لپاره عملي کیږي.

