د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون د سعید شینواري سره په خبرو کې ویلي چې ملاهبة الله شتون نه لري.
ښاغلی پښتون وایي، د هبة الله هویت تردې مهاله ندی ثابت، او په ۲۱مه پیړۍ کې هیڅ واکمن د خلکو پټ نه شي پاتې کیدای.
د ولسي جرګې پخوانی غړی خالد پښتون د سعید شینواري سره په خبرو کې ویلي چې ملاهبة الله شتون نه لري.
ښاغلی پښتون وایي، د هبة الله هویت تردې مهاله ندی ثابت، او په ۲۱مه پیړۍ کې هیڅ واکمن د خلکو پټ نه شي پاتې کیدای.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ناروې له شارژدافیر پير البرټ سره لیدلي دي.
د یاد وزارت ویاند ضیا احمد تکل په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې پیر البرټ له نشهيي توکو سره د طالبانو د حکومت مبارزه اغېزمنه بللې.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې البرت ژمنه کړې، چې ناروې به په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې په دې لیدنه کې امیرخان متقي له نړۍوالو سره د مثبت تعامل او پر متقابل درناوي ولاړو اړیکو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سیمې او نړۍ هېوادونه دې له افغانانو سره په اقتصادي ودې او پراختیايي چارو کې همکاري وکړي.
د امریکا د کانګرس غړی پټ هاریګان وايي، ډاډه دی چې امریکا به په راتلونکي کې بېرته افغانستان ته ستنه شي.
هاریګان د افغانستان څخه د امریکا پر وتلو نیوکه کړې او دا یې د امریکا د راتلونکي نسل لپاره د جګړې پیل بللی.
هغه وايي، ۲۰۲۱ کال د طالبانو چټکه بریا سیاست ته د هغه د ننوتلو اصلي لامل و.
د هاریګان په وینا، د امریکا نظامي او سیاسي ماتې د امریکا د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ دی.
هغه ټینګار کړی که ډونالډ ټرمپ ولسمشر وای، د روسیې او اوکراین جګړه او د حماس بریدونه به نه وای شوي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز وايي، امریکایان نه غواړي چې میلیاردونه ډالر د “طالبانو” لاس ته ورشي.
مایک والټز له ان بي سي شبکې سره خبرو کې ویلي، امریکایي وګړي نه غواړي چې د ملګرو ملتونو د قراردادیانو په نوم شاوخوا درې میلیارده ډالر د “طالبانو” لاس ته وغورځیږي.
نوموړی زیاتوي، داسې مستند شواهد لري چې طالبان بیا له دغو پیسو د خپلو مخالفینو د ځپلو او د ملاتړو د همکارۍ لپاره کار اخلي.
د تخار ولایت د چاهآب ولسوالۍ اوسېدونکو د سرو زرو د کانونو د چور او چپاول په اړه اعتراض کړی دی.
معترضین وايي، د کانونو د کیندنې پر مهال یې کورونه، کلینیکونه او څړځایونه ویجاړ شوي دي.
د سرچینو په وینا، لسګونه اسکواټر ماشینونه دې ولسوالۍ ته راوړل شوي او د کانونو غیرقانوني استخراج زیات شوی دی.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
پاکستان کې پوځي ښوونځي او کالجونه د وسلوالو بریدونو د ګواښ له امله تړل شوي دي.
د پاکستان یو شمېر امنیتي سرچینې وایي، چې د دې ګام هدف د زدهکړو په دې ادارو کې د ممکنه ترهګریزو حملو مخنیوی کول دي.
سرچینو زیاته کړې، چې دا ګام وروسته له هغه اخیستل شوی چې ځینو وسلهوالو ډلو ګواښ کړی، چې پوځي ښوونځي او کالجونو به په نښه وکړي.
بل لورته د پاکستان پوځي چارواکو ویلي، چې دغه اقدام د زده کوونکو د خوندیتوب لپاره د موقت وخت لپاره شوی.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ډلهییز امنیت سازمان د مشر څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې دوی د نشهیي توکو د مخنیوي لپاره خپله ټوله هڅه کړې.
مجاهد ویلي، په دې اړه یوې ګډې مبارزې او زیاتې بودجې ته اړتیا ده.
نوموړی وایي، د نشهیي توکو د مخنیوي لپاره یو طرفه ګام د پام وړ پایله نه لري.
مجاهد دغه راز زیاته کړې چې افغانستان کې ترهګرې ډلې هم حضور نه لري.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ډلهییز امنیت سازمان مشر ایمانګلي تاسماګمبتوف ویلي وو چې د افغانستان له خاورې ګواښونه متوجې دي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، نصیراحمد فایق وايي چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د یوه ټولګډونه حکومت جوړولو لپاره هېڅ ګام نه دی اخیستی.
ښاغلي فایق پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې طالبان نه یوازې د سولې او هوساینې هوډ نلري، بلکې د خپلو غلطو سیاستونو له امله یې افغانستان له نړیوالې انزوا سره مخ کړی.
نوموړي زیاته کړې، د طالبانو پرېکړې بهرنیان کوي او دوی یوازې د خپل واک د پیاوړتیا فکر کې دی.
فایق دغه راز ویلي، چې طالبان د اسلام له نوم څخه ناوړه استفاده کوي او داسې دوهګونی سیاست مخته وړي چې له اسلامي ارزښتونو سره هېڅ تړاو نه لري.
هغه خبرداری ورکړی چې دا وضعیت به افغانستان نور هم په کړکېچ کې ډوب کړي او د بې وزلۍ او ناامنۍ کچه به زیاته کړي.
فایق دا هم ویلي، چې طالبان د واک ساتلو او پیسو راټولولو غم وړي او ولس ترې هېر دی.
په جاپان کې د درنې واورې د اورښت او طوفان له امله څلور تنه وژل شوي دي.
جاپاني رسنۍ وایي، چې ددغه طوفان او واورو له امله سلګونه پروازونه لغوه شوي او په ځینو سیمو کې واوره څو متره لوړوالي ته رسېدلې ده.
یادې رسنۍ زیاتوي، چې د واورې زیات اورښت په ګڼو سیمو کې ډېری خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
اسوشیتډپرېس خبري اژانس وایي، چې د امریکا له لوري د پناه غوښتونکو د منلو بهیر ځنډولو افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي.
یاد اژانس ویلي، ځینې دغه کسان په البانیا، پاکستان او قطر کې پاتې دي او له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د یادونې ده چې ډونالډ ټرمپ له بیا واک ته رسېدو وروسته د پناه غوښتونکو د منلو بهیر درې میاشتې وځنډوه.