جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 818

خلیلزاد:د امریکا نوې اداره باید د پاکستان په اړه فکر وکړي چې څه ډول چلند ورسره وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې پاکستان باید وڅارل شي چې په کوم لوري روان دی او په دې باید غور وشي چې څه ډول چلند ورسره وشي.

خلیلزاد په خپله اېکس‌پاڼه د پوښتنې په شکل لیکلي چې ایا پاکستان د بې ثباتۍ پر لور روان دی؟

نوموړي ویلي چې پاکستان کې د ټي ټي پي او بلوڅ ملتپالو لخوا د بریدونو له امله داخلي تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی او پر دې سربېره د هېواد امنیتي ځواکونه پر سیاسي مخالفینو بریدونه کوي او حتی د ولسي جرګې د ۷ غړو د نیولو لپاره تللي دي.

خلیلزاد دغه راز ویلي، چې جنرال اصف منیر د پاکستان حکومت چلوي او دې چارې یې د ولس مایوسي زیاته کړې ده.

هغه ویلي، چې داعش په بې ثباته بلوچستان کې داسې سیمې موندلې دي چې د استراحت او روزنې لپاره یې د اډو په توګه کاروي.

خلیلزاد دا هم ویلي چې پاکستان له ژورو اقتصاد ستونزو سره هم مخ دی.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د متحده ایالاتو نوې اداره باید بیاکتنه وکړي چې پاکستان په کوم لوري روان دی او په دې غور وکړي چې کوم ډول دریځ غوره کړي.

د طالبانو حکومت؛له روسیې څخه د هوايي ځواک د اخیستو افشا کوونکی د لوژستیک رئیس له دندې لیرې کړ

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوژستیک رئیس عبدالبصیر صابري چې یوه اونۍ وړاندې یې د روسیې له خبري اژانس ټاس سره په مرکه کې ویلي و چې د طالبانو حکومت پلان لري چې له روسیې څخه د هوايي دفاع تجهیزات واخلي، له دندې ګوښه شوی دی.

یو مکتوب چې ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، د عبدالبصیر صابري د استعفاء یادونه پکې شوې ده.

په دغه فرمان کې چې د طالبانو د دفاع د وزیر ملا یعقوب له خوا لاسلیک شوی، راغلي چې له دې وروسته به مولوي عبدالقیوم الیاس د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د لوژستیک رئیس په توګه کار کوي.

ویل کېږي چې مولوي عبدالبصير صابري، چې د قاري صلاح الدين ايوبي نږدې کس او د فارياب ولايت اوسېدونکى دى، د طالبانو حکومت له خوا د غير مسوولانه څرګندونو په تور له دندې ګوښه شوى دى.

د یادونې ده چې په ټاس خبري اژانس کې د عبدالبصیر صابري د مرکې له خپرېدو وروسته د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دغې ډلې له روسیې سره د هوايي دفاعي تجهیزاتو د پېرلو په اړه خبرې نه دي کړي.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو څلور طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې کابل کې یې څلور طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یادې جبهې ویلي چې څه کم اته بجې یې د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند په «دیوانبیګي» سیمه کې د طالب سرتېرو یو مرکز په نښه کړو.

دغې جبهې ویلي، چې په دغه برید کې یې دوه تنه طالب استخباراتي کارمندان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اصولي:پر ټاپي پروژې خوښ یم؛ هیله ده د کونړ پر سیند هم بندونه جوړ شي

د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي د ټاپي پروژې د چارو بیا پیل په اړه خوښي ښودلې.

هغه ویلي، د ناتمامو فصلونو پوره کول ښه کار دی.

اصولي هیله ښودلې چې د کونړ پر سیند هم بندونه جوړ شي.

نوموړي دغه راز تمه ښودلې چې نور داسې څوک پیدا نشي چې د ملي پروژو د پلي کولو مخنیوی وکړي.

د یادونې ده چې نن د افغانستان خاوره کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیل شوې.

د طالبانو حکومت پوهنې وزارت:هېواد کې مو شاوخوا ۲۰ زره دیني مدرسې جوړې کړي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وایي، چې اوس مهال په ټول هېواد کې ۱۹ زره او ۶۹۹ دیني مدرسې جوړې شوې.

د دغه وزارت چارواکو نن یو خبري کنفرانس کې ویلي، چې درې میلیونه ۶۸۷ زره او ۲۰۰ کسان په دیني زده کړو بوخت دي.

دوی ویلي، تېر کال یې ۳۱۶ ښوونځي جوړ کړي چې ټولټال په ښوونځیو کې ۱۰ میلیونه او ۹۱۴ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو دریو کالو راهیسې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

مجاهد:هېواد کې د یو شمېر لویو پروژو عملي چارې پیل شوې

هېواد کې د یو شمېر لویو پروژو عملي چارې پیل شوې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې نن د ټاپي، ټاپ، نور الجهاد سب‌سټېشن، د ترکمنستان سرحد اباد بندر باندې د اوسپنې پټلۍ، د شاتلیق سیمې د ګازو دستګاه، تورغونډۍ- سنوبر جوړېدو او تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تم ځای کې د سترو او معیاري هنګرونو د مجموعې جوړېدو چارې پیل شوې.

د یادونې ده چې د ټاپي پروژې د چارو عملي پیل لپاره نن هرات کې عمومي رخصتي اعلان شوې وه.

د دغې پروژې عملي چارو پرانېستې لپاره د طالبانو حکومت رییس الوزرا هم هرات ته تللی وو.

صالح؛د ټاپي پروژې د عملي چارو پیل لاهم ډېر لرې دی

د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امر الله صالح ویلي چې په اوس وخت کې ټاپي پروژه په سوداګریز اعلان بدله شوې.

د هغه په خبره، په داسې حال کې چې هیڅ لوری طالب په رسمیت نه پېژني، نو د دغې پروژې تطبیق هم لرې ښکاري.

نوموړي ویلي، د یادې پروژې کورنی اړخ هم له مشروعیت سره مستقیم تړاو لري او بهرنی اړخ یې بیا د لویو قدرتونو په ګټه کې نغښتی دی.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نن هرات کې د ټاپي پروژې عملي چارې پیلیږي.

د دغو چارو پرانېستې لپاره د طالبانو حکومت ګڼ چارواکي هرات ته تللي دي.

هرېس؛طالبان یوه ترهګره ډله ده

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت وایي، د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره غوره اړیکې غواړي؛ خو د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماندې کاملا هرېس د لومړي ځل لپاره طالبان یوه تروریستي ډله وبلله.

هغې ویلي، دا د ټولې نړۍ پر وړاندې یوه ترهګره ډله ده.

هرېس د دوحې پر تړون نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ټرمپ په یادو خبرو کې افغان حکومت څنډې ته کړی وو.

د هغې به خبره، نوموړي د افغان حکومت پر ځای طالبانو ته وخت ورکړی و او په دې برخه کې ورسره نور چارواکي هم شریک وو.

د نوموړې په دې څرګندونو سره ښکاري چې هرېس به د بریا په صورت کې د طالبانو حکومت پر وړاندې د امریکا اوسنۍ تګلاره بدله کړي.

سرچینې:د امربالمعروف چارواکي کابل کې له عامو خلکو په یوه او بله پلمه پیسې اخلي

یو شمېر باوري سرچینو حماسه میډیا ته ویلي، چې د احمدشاه بابا مینې په بازارونو کې طالبان له مېرمنو پیسې ټولوي.

دوی وايي، کله چې مېرمنې بازار ته ځي او کوم مارکېټ نه ورننوځي؛ نو د محرم د نشتون له کبله ورنه پنځوس افغانۍ اخلي؛ خو که کله د کومې مېرمنې مټ ښکاره شي، بیا یې لس افغانۍ جریمه کوي.

دا کړنه د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت له لوري ترسره کېږي.

دا لا نه ده معلومه چې دوی دغه افغانۍ چېرته او د کومې موخې لپاره ټولوي.

عام خلک هم د دوی له دې کړنې ناخوښه دي او زیاتوي چې دوی یوازې د سل یا دوه سوه افغانیو سودا لپاره ځي؛ خو په هغې کې هم پنځوس ورنه طالبان اخلي.

عام خلک دغه راز زیاتوي، چې د طالبانو حکومت امربالمعروف د اسلام له نوم څخه په ګټې اخیستنې خپل ځانته پیسې را ټولوي.

ټرمپ:د بریا په صورت کې به ټول هغه چارواکي ګوښه کړم، چې له افغانستان څخه یې د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر سم مدیریت نه کړ

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندو، کاملاهرېس او ډونالډ ټرمپ په خپله مناظره کې پر یو بل سخت تورنه ولګول.

هرېس تور پورې کړی، چې د ټرمپ په واکمنۍ کې بې کاري زیاته، په بهرنیو توکو تعرفې لوړې، او خپله ټرمپ په جرمنو کې ښکېل انسان پاتې شوی.

ټرمپ بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر بهیر نیوکه کړې او د بایډن اداره یې ملامته کړې چې دا بهیر یې په سم ډول مدیریت نشو کړی.

د ټرمپ په خبره، بایډن په دغه بهیر کې پاتې راغلي چارواکي یو هم له دندې ګوښه نه کړل.

بل لورته هرېس بیا پر ټرمپ نیوکه کړې چې طالبان یې د امریکا مهم او ارزښت لرونکي کمپ ته وربللي وو.

د یاودنې ده چې تر دې وړاندې ټرمپ او بایډن مناظره کړې وه، خو دا لومړی ځل دی چې ټرمپ او هرېس مناظره کوي.