جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 817

ناڅرګندو وسله والو؛د غور او دایکندي ترمنځ قردیوال سیمه کې ۱۱ تنه وژلي

ناڅرګندو وسله والو په یو برید کې د غور او دایکندي ترمنځ قردیوال سیمه کې ۱۱ کسان وژلي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، یاد کسان د غور اوسېدونکي وو.

دغه برید وروسته تر هغې شوی، چې ځینې اوسېدونکي د کربلا زیارت کوونکو هرکلي ته ورغلي وو.

ویل کېږي، چې د تلفاتو شمېر لوړ دی، خو تر اوسه په دې اړه رسمي څه نشته.

لاهم کوم چا د دغه برید مسؤلیت نه دی منلی.

د طالبانو عدلیې وزارت:که هر چا زمونږ په قوانینو نیوکه وکړه؛ نو له شرعي چلند سره به مخ شي

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ویلي، تر دې وروسته که هر چا د طالبانو حکومت پر قوانینو نیوکه وکړه؛ نو له شرعي چلند سره به مخ شي.

دوی پرته له دې چې د کوم قانون نوم واخلي ویلي، چې د دوی هره ماده او هر قانون د قران پر اساس جوړ شوی او نیوکه پرې په قران او اسلام نیوکه ده.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د یادې ډلې نوی قانون په کور دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخ شو.

کرزی:هېواد کې د مهمو پروژو د پرمخ وړلو لپاره مسلکي کدرونو ته اړتیا ده

‏د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، چې ټاپي پروژه د افغانستان لپاره یوه مهمه ملي اقتصادي پروژه ده.

ښاغلي کرزي ویلي، چې په هیواد کې دننه ددې پروژې د چارو د پیلېدو استقبال کوي.

نوموړي زیاته کړې چې د داسې مهمو پروژو د پرمخ بېولو او د وطن د ترقي لپاره روزلي او مسلکي کدرونه په هره معنی ضروري دي.

هغه دغه راز ویلي، چې د طالبانو پر حکومت غږ کوي چې د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي او په هیواد کې د تعلیم او روزنې د ودې زمینه برابره کړي.

فضلي:اوسنۍ ډله د افغانانو پر اوږو بار ده، چې فشار یې هم افغانان ویني

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې لوی رئیس فضل محمود فضلي وایي، د طالبانو خلاف د امریکایي چارواکو څرګندونې د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو د سیاسي ناندریو برخه جوړوي.

د فضلي په خبره، د دغو خبرو بدرګه کول نه یوازې دا چې اوسني وضعیت کې بدلون نشي راوستلی، بلکې د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار ته لاره هواروي.

نوموړي زیاته کړې، په تېر کې هم یوه لویه ستونزه دا وه، چې تر ملي ارادې یې د سیاستوالو شعاري خبرو ته ارزښت ورکوو.

فضلي زیاتوي، اوسنۍ ډله هم پر افغانانو بار ده، چې فشار یې بهرنیان نه؛ بلکې افغانان احساسوي.

د ادریس ستانکزي کنایه؛که مقاومت جبهه نه وی، امریکا تباه وه

د جمهوریت پر مهال د کورنیو چارو وزارت ارشد مشاور محمد ادریس ستانکزي د مقاومت په نوم جبهې یو ټویټ ته د تمسخر په ډول لیکلي، که مقاومت جبهه نه وی، امریکا به تباه وه.

یادې جبهې د سپټمبر یوولسمې پر امریکا شوي برید په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې ښایي یو وار بیا پر امریکا دا ډول برید وشي.

ستانکزي دغه ټویټ ته غبرګون کې ویلي، ستاسې له خبرداري مننه او که دا جبهه نه وي، نو امریکا به تباه وه.

البانیا کې؛د بهرنیو دیپلوماتانو په ګډون د افغانو ښځو لویه ناسته جوړه شوې

د البانیا پلازمېنې تېرانا کې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو حکومت ځپونکو فرمانونو د غندنې لپاره د افغانو ښځو له لوري یوه لویه درې ورځنۍ ناسته بلل شوې، چې د البانیا د بهرنیو چارو وزېرې اېګلي حسني او نورو اورپایي دیپلوماتانو هم برخه اخیستې ده.

په غونډه کې د پخوانۍ ولسې جرګې استازې فوزیې کوفي ویلي چې د یوې تګلارې له مخې طالبان د بشري حقونو پر وړاندې له سرغړونې څخه حساب ورکولو ته چمتو او په کور دننه د افغانو ښځو اقتصادي وضعیت ښه کړي.

په پام کې ده چې د ناستې په پای کې به نړیوالې ټولنې ته یو غوښتنلیک هم وړاندې شي.

ملا یعقوب:غرب او د هغوی پلویان زمونږ پر وړاندې سړه جګړه پرمخ وړي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب مجاهد ویلي، چې غرب او پلویان یې اوس مهال د دوی پر وړاندې سړه جګړه پرمخ وړي.

نوموړي د طالبانو د ملي دفاع وزارت اړوند ویاندویانو سیمینار ته خبرو کې ویلي، چې لویدیځ بېلابېل پروګرامونه په کار اچولي، ترڅو خپل کلتور په افغانانو ومني.

هغه سپارښتنه کړې چې مسؤلین او ویاندویان باید هوښیار اوسي.

دغه کنفرانس ته د طالبانو حکومت ګڼو نورو چارواکو هم بېلابېلې ویناوې کړې دي.

د نړۍ‌وال کړکېچ ګروپ:په افغانستان کې تولید شوي نشه‌یي توکي اوس هم د نړۍ بازارونو ته صادريږي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر کښت، پېر او پلور بندیز لویه لاسته راوړنه بولي؛ تازه د نړیوال کړکیچ ګروپ په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې تولید شوي مخدره مواد اوس هم د نړۍ بازارونو ته صادریږي.

راپور کې راغلي، د کوکنارو یو شمېر کروندګرو په دې برخه کې د طالبانو له حکومت سره کلکه مبارزه کوي.

د دوی په باور، ان کندهار کې هم کروندګرو نشه‌یي توکي کرلي دي.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته افغانستان کې د نشه یي توکو به کښت بندیزونه زیات شوي دي.

حماس:له نویو شرطونو پرته، اوربند ته چمتو یوو

0

حماس غورځنګ ویلي، چې دوی له نویو شرایطو پرته، د سولې طرحې پر پخوانیو تړونونو له اسرائیل سره اوربند ته چمتو دي.

دوی ویلي، په دې اړه یې له منځګړو لوریو سره هم خبرې پیل کړې دي.

دغې ډلې یوه اعلامیه کې ویلي، د هیڅ لوري نوی شرط ورته د منلو نه دی.

انتوني بلنکین؛له خپل برېتانیوي سیال سره یو ځای اوکراین ته تللی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین له خپل برېتانیوي سیال ډېویډ لېمي سره یو ځای کییف ته تللی.

رویټرز راپور ورکړی چې په دغه سفر کې اوکراین ته د وسلو استولو او د روسیې د بریدونو د مخنیوي په برخه کې د لویدیځ له لوري د لا زیاتې مرستې او همکارۍ په اړه بحثونه شوي دي.

دواړو له زیلنسکي سره په لیدنه کې ویلي، چې روانه جګړه کې به د لویدیځ مرستې و ارزوي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د اوکراین په دونتسک او یو شمېر نورو سیمو کې جګړو زور اخیستی.